حمیدالله فیضي

د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګورجستان او ترکیې ترمنځ د لاجورد لارې د هوکړه لیک له لاسلیک څخه چې نږدې ۱۱ میاشتې تېرې دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت په وینا کابو یوه میاشت وروسته به دا موافقه عملي شي او په لومړي ګام کې به د افغانستان څخه لاسي صنایع او وچې مېوې له دې لارې اروپا ته صادرې شي.

هغه لار چې د اروپا له لارې ګورجستان، اذربایجان، ترکمنستان او افغانستان څخه تېریږي. کومه لار چې بهرنیو ځواکونو د خپلو تجهیزاتو د لېږد په خاطر پرانېسته، اوس اروپا ته د افغانستان د ټرانزیت په سترې لارې بدله شوې ده. افغانان هېله لري چې په راتلونکې کې وکولای شو له همدغې لارې اروپا ته اتیا سلنه د توکو واردات او صادرات ترسره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې په کال کې له اروپا او ترکیې څخه د ایران له لارې د کابو نهه سوه مېلیون ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي هېواد ته واردوي، په داسې حال کې چې دغو هېوادونو ته د صادراتو ارزښت یوازې شپږ مېلیون ډالره دی.

له همدې امله دا بنسټ وايي باید په نمایشي توګه د سوداګریزو توکو یوه کوچنۍ برخه له لاجورد لارې صادره نهشي، بلکې حکومت باید د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د هېواد د اړتیا وړ توکو وراداتو بهیر له لاجورد لارې پيل کړي، ځکه د ایران لاره هم ډېر لګښت لري او هم پر دغه هېواد د امریکا بندیزونو ته په پام سره ستونزمن کار دی.

افغانستان چې سمندر ته لار نه لري اوس د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډېره د پاکستان او ايران بندرونه کاروي، خو که چیرې د لاجوردو لار پرانېستل شي او له دې لارې راکړه او ورکړه پیل شي د افغانستان د سوداګرۍ په پرخه کې به یو انقلاب رامنځته شي او د افغانستان محصولات به اروپا او امریکا او همدا ډول له هغه ځایه د اړتیا وړ توکي په ډیره اسانه توګه افغانستان ته راوړل شي.

تر راتلونکې یوې میاشتې به د لاجوردو د لارې په موجوديت کې د افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات د منځنۍ اسيا له لارې اروپا ته کېږي. کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره نورې لارې ولټوي، او وروسته له دې به يې تکيه د لاجوردو پر لار وي.

دلاجوردو لار دافغانستان د هرات له تورغونډۍ پیلېږي او د ترکمنستان هېواد د ترکمن باشي بندر ته رسیږي. د آذربایجان د باکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به د ترکیې قارس ته رسیږي، چې بيا استانبول او وروسته ازادو اوبو ته لار پيدا کوي.

لاجورد لار په اصل کې د اروپایي او امریکایي نړۍ ته د رسیدلو د لارې بیارغول دي چې لرغونتیا یې له نن څخه وړاندې ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږی. د لاجورد لار د وخت یو له مهمو مواصلاتی لارو څخه شمېرل کېدله چې د افغانستان لاجورد او ځینی نورې قیمتي ډبرې به له دې لارې د قفقاز، روسیې، بالکان، اروپا او د افریقا شمال هېوادونوته لېږدول کېدلې.

د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ، د لاجوردو لار د ترانزیټي، سوداګریز او ترانسپورټي همکاریو او د ترانزیټي خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکي فعالیتونو د ودې په موخه، او  سمندري بندرونو ته د لاسرسي د بدیل په توګه جوړېږي.

د ترکمنستان، آذربایجان، ګورجستان او ترکیې له لارې د سړک او د وسپنې د پټلۍ په واسطه د توکو ترانزیټ د افغانستان، منځنۍ آسیا، قفقاز، بالکان او مرکزي اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه لار ده او له اروپایي هېوادونو سره د سویلی آسیا د نښلولو لپاره ډېره اغېزمنه بلل کېږی. د افغانستان لپاره د دې لارې اهمیت او ارزښت دا دی چې دا لار د پورته یادو شوو سیمو ته د رسېدلو لپاره ترټولو لنډه، ارزانه او ډاډمنه لار ده او بل دا چې د افغانستان محصولات به نړیوال بازار او د نړۍ پرمختللې ټکنالوژۍ او ماشیني توکي به افغانستان بازار کې ځای پیدا کړي.

د افغانستان سوداګرۍ په ځانګړی توګه ترانزیټي سوداګرۍ له ډېرو کلونو راهېسې د ګاونډیو هېوادونو له سترو خنډونو سره مخ دی چې تل د دې هېوادونو له لوري په بېلابېلو پلمو اغېزمنېږي، چې د هېواد اقتصاد ته هم درانه زیانونه ور اړوي. نو له همدې کبله افغانستان ته پکار ده، څو د نورو لارو د موندلو په لټه کې ووسي او له یو یادوو ګاونډیو هېوادونو له لوري د خپلې اغېزمنتیا کچه راټیټه او بېلابېلو لارو څخه په ګټې اخیستنې سره د ځانګړو ګاونډیو هېوادونو فشار پای ومومي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان د حکومت د دې نوښت ملاتړ کوی او په وخت سره یې د دې لارې جوړېدل د افغانستان د خصوصی سوداګرو لپاره یو ډیر ستر ګام بولي. د لاجورد لار د پانګې اچونې، کارموندنې او د تولید زمینې برابروي او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره ډیر اړینه ده.

افغانستان هم د خپل موقعیت او همداراز د ۳ زره میلیاردو ډالرو ځمکنۍ زیرمې د ارزښت په موخه اړتیا لري چې بېلابېلې ترانزیټې لارې: لکه ورېښمو لاجوردو هوایې او ځمکنۍ لارې تجربه کړي، څو خپل اقتصادي رول څرګند او د سیمې هېوادونه لیواله کړي چې د افغانستان له ترانزیټي او نښلیدو له ارزښت څخه ګټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *