که څوک له ليکوال نه د کنکرېټ خبرو تمه کوي، سادتوب کوي. د ليکوال کار له ناثابتو حقايقو سره وي.

ليکوال هڅه کوي، چې حقايقو کې اجتماعي زاويه وساتي او هغه څه چې ده ته څنګه ښکاري، چې نور ته هم هغسې ښکاره شي يا نورو ته څنګه ښکاري، چې ده ته هم هغسې ښکاره شي؛ خو کله ناکله داسې شونې نه وي.

هسې ليکوال فکر کوي، چې دا خبره به نورو ته هم همداسې ښکاري؛ خو نورو ته هغسې نه ښکاري. ليکوال هڅه کوي، چې خپل فکر او خپلې شخصي تجربې بيان کړي. دا کار د علمي پرمختګ لپاره ضرور دى؛ خو که څوک دا تمه کوي، چې دا دى همېشنى او اجتماعي وي، دا شونې نه ده. په علومو کې تحول حتمي دى. دا تحول يا په خپله په علم کې وي يا له پوهنو سره د خلکو په تړاو کې.

له بل پلوه د ليکوال لفظي استدلال، معلومات او له مفاهيمو اخىستى برداشت هم يو راز او ثابت نه وي.

نو دومره ډېرې بې ثابتۍ چې سره يوځاى شي، بيا د مطلق ثبات او کنکرېټ تمه هسې خيال دى. البته نسبي ثبات ممکن دى.

دا بې ثباتۍ لوستونکي ته ګټه رسوي. يوه ګټه يې دا ده، چې لوستونکي ته اطمينان ورکوي، چې د پرمختګ لارې څوک نه شي تړلاى. بله ګټه يې دا ده، چې لوستونکي ته په لوست کې د دقت لارښوونه کوي، درېيمه ګټه يې دا ده، چې لوستونکي ته د کره کتنې جرات ورکوي او څلورمه ګټه يې دا ده، چې لوستونکي ته لار پرانيزي.

د لوى ليکوال يوه نښه دا ده، چې ځيرک لوستونکي ته د ليک لار پرانيزي. دا لار په ليک کې له څو توکيو پيدا کېږي.

په ليکنه کې ښايي داسې يوه لانجمنه يا د تامل وړ خبره راغلې وي، چې لوستونکى ورپسې د سمون په نېت قلم راواخلي او ليکنه وکړي.

په ليکنه کې داسې پوښتنې شوې وي، چې لوستونکي ته يې ځواب زده وي او د ځواب په نېت په ليکلو پيل وکړي.

په ليکنه کې راغلې موضوع د لوستونکي په اند سمه نه وي شنل شوي يا نورې شننې ته اړه وي او لوستونکى يې بشپړه کړي.

په ليکنه کې ليکوال لاسي داسې کلمې کارولې وي، چې مغالطه زېږوي يا يې داسې يوه اصطلاح کارولې وي، چې لوستونکي ته د ليکلو لپاره يو فکر يا پوره يوه موضوع ورکړي. مثلا: د تخييل، هنري رغښت يا بله داسې کلمه يا نومونه وي، چې د لوستونکي په زړه نېغه ننوځي.

د لوى ليکوال ليکنه چې لولو، يواځې خپل فکر او معلومات نه پراخوو، د ليکلو لپاره ترې هم ډېر څه اخيستاى شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *