راپور: همت –
د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ په لسګونه اوسيدونکو د فساد په ضد لاريون وکړ او له مرکزي دولته يي غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې په فساد ککړ چارواکې له دندو ګوښه او محاکمه کړي.
لاريون کوونکو چې شمير يې ۳۰۰ تنو ته رسيده د څمکنيو او جانخيلو لويه لاره د موټرو په مخ څو ساعتوننه بنده کړې وه او ګواښ يې وکړ که يې چيرته حکومت غوښتني ونه مني په راتلوونکو ټاکنو کې به برخه ونه اخلي.
لاريون کوونکو د فساد په ضد ليکل شوي شعارونه چې ورباندې ليکل شوي و فساد نه غواړو او په پکتيا کې فساد د بيا رغونې مخه ډب کړې له ځان سره ليږدول.
دوئ وويل؛ چې په تېرو څو کلنو کې په څمکنيو ولسوالۍ کې ټول ګټې پروژې ندي تر سره شوې او د څمکنيو او جانخیلو تر منځ د ۲۲ کيلومتره سړک د جوړيدو غوښتنه يي کوله او وويل؛ که يي غوښتنې ونه ومنل شي خلک به د دويم ځل لپاره لاريونو ته مخه وکړي.
قومي مشر مټاخان چې د لاريون ګډونوال و له رسنيو سره په خبرو کې وويل: (( دا دې خلکو، کونډو، اتيمانو غوښتنه ده که مو غوښتنې ونه منل شي د ولسي جرګې استازو والي ته دا وايو چې موږ به ټول پاڅون کوو))
لاريونوالو دا هم ويل؛ چې پکتيا کې په پراخه کچه فساد موجود دی تر څو چې فاسد چارواکې له دندو ګوښه نشي او په ادارو کې سمون او بدلون رانشي په ټاکنو کې به برخه ونه خلي.
(( حکومتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي ټولو په فساد کې لاس سره يو کړی چې د شخصي ګټو پر سره يي د پکتيا ټولې ملي ګټې له پښو لاندې کړی))
دوئ وويل؛ چې اوس د پخوا په پرتله خلک هوښيار شوي او هيڅ کله به فاسدو چارواکو ته د فساد کولو اجازه ورنکړي او پر ضد به يي پراخ لاريونونه وکړي.
د پکتيا د ټول ګټو چارو ريس عبدالله درانی په خپله اداره کې د فساد شتون نه مني خو وايي چې د لاريون کوونکو ځينې غوښتنې په ځای دي چې په دې اړه يي د ټول ګټو چارو وزارت مسوولينو سره خبرې کړي تر څو د سړک د پخيدو لپاره ګام پورته کړي.
دورانی وايي؛ په ياد سړک (ای ار ډي) ادارې کار کاوو خو د ځينو ستونزو په سر يي چارې نيمګړې پاتې شوې خو د ټول ګټو وزارت ددې سړک جوړول په پام کې نيولي دي چې په وينايي د اريوب ځاځيو د سړک له پخيدو وروسته به يي د جوړه ولو چارې پيل شي.
دا په داسي حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ځدراڼو ميشتو ولسواليو اوسيدونکو د سړک د نه جوړيدو په غبرګون کې لاريون کړی و او تر دې وړاندې د ګردېز اوسيدونکو دوه ځله په ادارو کې د شته فساد په سبب سوله ايز لاريونونه کړي وو خو تر اوسه پورې له لاريونونو سره سره په ادارو کې کوم ښکاره بدلون نه تر سترګو کيږي.
د کارپوهانو په خبره که چيرته د فساد مخه ونه نيول شي د شته فساد په سبب به د ولسي خلکو واټن نور هم له دولت سره زيات شي چې په پايله کې به يي اوسنی دولت نور هم کمزوری شي.