تاند- ایزي جټ (EasyJet) هوايي شرکت وايي، داسي بوټونه یې د خپلو مشتریانو لپاره جوړ کړي چې د موبایل ټېلفون له جي پي ایس یا نیفي ګېټر سره وصلېږي او بې له دې چې د موبایل د صفحې یا سکرین کتلو ته اړتیا پیدا شي، په نابلده ځایونو کې لارې پرې موندل کېدای شي.

د یاهو ویبپاڼې د راپور له مخې دا ځیرک یا سمارت بوټونه د لورو د ښودلو لپاره د ګرځېدو په وخت خوځي.

دا بوټونه، چې (Sneakairs) نومېږي، د دې لپاره جوړ شوي چې په نابلده ښارونو کې له مسافرو سره د لارو په موندلو کې مرسته وشي.

له دې بوټونو څخه کار اخیستونکي د پروګرام له مخې خپل لوری ټاکي او د جي پي ایس په وسیله یې مومي. پروګرام یا مسیر په موبل ټېلفون کې ټاکل کېږي خو وروسته د موبایل لیدو ته اړتیا نشته، د موبایل خاوند د تګ په مهال موبایل په جېب کې اېښودای شي او بوټونه په خپله د ده پښې د خوځېدو (وایبرېشن) په وسیله خپل خاوند ته لار ورښيي.

د دغو بوټونو مخکتنه د هسپانیا په بارسلونا کې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *