په ترافیکي پېښه کې د ډاکتر سعید نیازي د مړینې له امله سخت خواشیني یو. ډاکتر سعید نیازی د افغانستان د مدني ټولنو یو فعال او نوښتګر مبارز شخصیت و، چې د هېواد په ملي یوالي، د افغانستان د خلکو د مدني ازادیو په ساتلو او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره یې هڅې د ستایلو دي.
د مدني ټولنو د مجتمع تر ریاسته یې ټولې هڅې پر ځان د افغانستان د بسیاینې لپاره د قدر وړ بولو او د نوموړي مړینه د افغان ولس لپاره ستره ضایع ده.
د محور ورځپاڼې اداره د نوموړي غم یوازې د هغوی د کورنۍ نه، بلکې د ټول افغان ولس بولي او د لوی خدای “ج” له درباره نوموړي ته د فردوس جنت دعا کوي. هیله ده لاره او فکر یې د همفکرو لخوا تلپاتې وي.
انا لله و انا الیه راجعون