د انسان د لاسونو بيلا بيل شکلونه د انساني خاصيتونو څخه پرده پورته کوي.
د ګرديو لاسونو درلودونکي خلک رښتيا خوښوونکي، ساده طبيعت درلودونکي او په عملي ژوند باور درلودونکي وي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هسي دانسان د شخصيت د معلومولو لپاره خلک دبيلا بيلو لارو چارو څخه کار اخلي او دهمدغه څخه اټکل کوي ، ليکن د انسان لاسونه د انسان په زړه پوري انځور ښئي اوپاميسټ (لاسو کتونکي / پالکتونکي)د لاسونو دلیکو له لاري د کس رازونه افشا کولای سي.
ګرد ( ګول )شکل لرونکي لاسونه :
د ډيرو خلکو د لاسونو جوړښت مربع شکله وي دداسی خلکو په هکله پوهان داسي نظر لري چي دا خلک رښتيا خوښوونکي ، د ساده طبعي در لودونکي او د عملي کار خوښوونکي وي ؛او همدارنګه د دوستانه خوی خاوند او دهر رنګه حلاتو څخه د وتلو وړ تيا لري . ددغو کسانو څخه کورنۍ او فاميلونه د ژوند په بيلا بيلو برخو کي د ستونزو د حل لپاره ور سره مشوره کوي او دداسي خلکو کاري محور ډير کار کول دي نو ځکه دوی د ډيرو سختو پروژو د حل کولو صلاحيت لری .
ورته شکل لرونکي لاسونه:
د ځينو خلکو دلاسونو شکل سم او واضيح نه وي په هغه کي له ۲ څخه تر ۵ پوري شکلونه جوړ او تر سترګو کيږي. د همدې له آمله دغولاسونو ته مکس ( ګډلاسونه) ويل کيږي ، د کومو کسانو چي لاسونه ګول او ګوتي يې اوږ دې وي . د داسي خلکو ارادې ټينګی وي او که لاس ډير ګډ (مکس ) وي نو داخلک بيا مهربانه او منځ لاري غوره کوونکي وي ، البته په داسي کسانو کي مثبت او منفي دواړه اړخونه وي.
فرم يا سخت لاسونه :
دکومو خلکو لاسونه چي سخت معلو ميږي هغه د يو ځانګړي مزاج لرونکي او د يو څه زده کوونکي وي او پر دوی باندي باور هم کيدلاي سي . دلاس غټ والی او سخت والی دا څرګندوي چي دا خلک په جسمي ډول دکار ځوښونکي او د خلاص زړه در لودونکي وي .
سخت لاسونه او سيده ورغوي :
د کومو خلکو چي سيده ورغوي او سخت لاسونه وي او د لاس پوټکی يې کش وي هغوی ازاد فکر لري او او په غصه کي وي او داخلک تنهائي خوښوونکي وي او دوي د قوي فکر درلودونکي وي. داخلک دنوروخلکو پرمنفي کړونوباندي د صبرکولو قوت لري .
ارټيسټ (فني) لاسونه :
دا لاسونه ګردي او دجنسي کشش در لودونکي وي ،ددې شکل در لودونکي کسان د فن سره مينه در لودونکي وي ، د پنځوني د صلاحيت در لودونک او خاموش طبيعت لرونکي وي. داسي خلک امن خوښوونکي او هر وخت د سندرو اوريدو، مهارت ، ادب او د ميني په تلاش کي وي.
څوکي لورنکي لاسونه :
دداسي کسانو د لا سونو ګوتي نژدې وي چي دې ته اشاره کوي چي داسي خلک د ژوري رښتنولی خاوندان وي ، داسي کسان نفسياتي او تصوراتي فکر لري .
اوبلن لاسونه :
دکومو خلګولاسونه چي داسي شکل لري په داسي کسانو کي تصوراتي ، نفسياتي او د پنځوني قوت لري . په همدې خاطر دا کسان د خپل حساس طبيعت په مټ د نورو سره د همدردی او مهربانی روحيه هم لري .
کاچوغي ته ور ته لا سونه :
کوم لاسونه چي په مړوندونوکي لنډ او پلن وي او د ګوتو په برخه کي خلاص وي دې ته کاچوغه شکل لرونکي لاسونه وائي . داسي کسان د کار ډير خوښوونکي او د خطرناکو کارونو تر سره کول هم خوښوي .
تاوده او وچ لاسونه :
د کوم کسانو چي لاسونه تاوده او وچ وي هغه يو ښه سر ګرمه ژوند تيرولای سي . او په ټوليزه توګه دا کسان په ساحو او د غټو ما شينو نو سره کار خوښوي . داسي کسانو ته پکار ده چي جوس او اوبلن څه وخوري تر څو يې بدن تر وه اسي .
سيده (پراخه ) لاسونه :
کوم لاسونه او د لاسونو ليکي چي پلني وي داسي کسان دمحدود قوت درلودونکي وي ، دوی د ذهني او او روحاني فکرونو په لټه کي وي . داسي خلک مخ ته نه راځي د پردې تر شا اوسيدل خوښوي او کار کو ي.
سره لاسونه :
دکوم کس چي سره لاسونه اود لاسونوليکي يې سرې وي دهغه څخه دا معلو ميږي چي دا کسان بهادر او مخور وي ، د خپل دغو صلاحيتونوپه واسطه په هر محفل کي د خلکو توجه ځان ته را اړوي . دا خلګ ډير خواري کښ ، جذباتي او خواشيني معلو ميږي او تل په يو کار مصروف وي .
اوږده لاسونه :
د اوږدو لاسونو در لودونکي خلګ اغيز ناک او جادوئي شخصيت لري ، داسي کسان دهر ي ستونزي د حل لپاره پراخه فکر کوي . ډيری مشران او زرګران د اوږدو لاسونو خاوندان وي .
کوچني لاسونه :
د کوچني لاسونو در لودونکي خلګ ژر پريکړي کوي او پر هغه د عمل کولو صلاحيت در لودونکي و ي . داسي خلک په هر څه کي پوره رايه ور کوي او دهغې د تفصيل انتظار نه کو ي. ددې لپاره ددغو کسانو سره بايد تر څنګ داسي کسان وي چي د دوی نظرونه پلي کړ ي.
د کوچني ګوتو لرونکي لاسونه :
دکومو کسانو چي ورغوي ګردي(ګول) وي او ګوتي يې کوچنی وي هغه په ساحه کي کار کول او عملي ژوند باندي باور لرلو سره سره د اصولو ، نظام او په يو مکمل ساختمان تلل خوښوي .
د کوچنيو ګوتو او څلور کنجه ورغوو لرونکي لاسونه :
داسي کسان جذباتي ، پنځونکي او دمقصدد تر لاسه کولو لپاره کار کوي ، داسي کسان د حيرانونکو نظرونو در لودونکي وي . او دهر کار د ژر تر ژره شروع کولو هيله لري او داخلک کارونه په سمه توګه پای ته نه سي رسولای . په داسي کسانو کي د زغم کچه ډيره ټيټه وي ، داسي کسان د جوړوني په چارو هر وخت مصروف وي.
دا ټول ښه دی نو دا خراب عادتونو لرونکی کوم لاسونه دی