تاند- یوې هندي کمپنۍ د کمپیوټر د ماوس په ځای داسې ګجیت جوړ کړی چې په لاس کې نیول کېږي او د لاس په خوځولو کمپیوټر کنټرولېږي.

د ویکارا په نوم هندي ستارت اپ دا اله جوړه کړې ده.

دا اله کای (Kai) نومېږي او د لاس په رغوي کې نیول کېږي.

کای د کمپیوټر کاروونکي ته موقع ورکوي د لاس په حرکاتو یا اشارو کمپیوټر ته قومانده ورکړي.

دا اله به ممکن د اوسنیو ماوسونو ځای ونیسي ځکه چې جوړوونکي یې وايي چې د کای په وسیله پر کمپیوټرکار اسانه کېږي.

د دې الې کاروونکی د لاس په ښورولو له یوې ویبپاڼې بلې ته تللی یا یو شی کلیک کولی شي.

همداراز د دې الې په وسیله د کمپیوټر کاروونکی د لاس د خوځولو له لارې د کمپیوټر په سکرین کې عکس زوم یا ووړ او زوم اوټ کولی شي.

اصلاً دا اله یا کای د انسان د لاس حرکتونه پېژني.

د هند ویکارا کمپنۍ وايي چې په اصل کې یې دا اله د ډیزاینرانو یا طراحانو لپاره جوړه کړې وه خو اوس فکر کوي چې ټول خلک ورڅخه کار اخیستلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ