د هېواد سمسورتیا او پاک چاپیریال د ژوند اړتیا ده، دا اړتیا به څنګه پوره کېږي، د راتلونکي کال د ټول ټاکنو لپاره احتمالي لسو کاندیدانو خپلې راتلوونکې برنامې له طلوع تلویزیون سره په مرکو کې څرګندې کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده، هر یوه خپله برنامه د خپل لیاقت استعدا او تېرو تجربو په اساس تشریح کړه، چا له شرقه او چا له غربه خپلې برنامي سره پیوند کړې، د ځینو لا دومره غیر مسلکي او غیر علمي برنامې وې، چې پدې وطن کې یې تطبیق ناممکن دی، هېڅ یو نوماند هم د هېواد سمسورتیا، د طبعي ځنګلونو او نورو طبیعي منابعو د ساتلو، د هغو د بیا رغولو، د هغو په غیر قانوني توګه د قاچاقولو، په لویو ښارونو کې د چټلې هوا، خرابو اوبو، د غیرمعیاری لوړ پوړو ودانیو د جوړولو او نورو په اړه هېڅ  هم ونه ویل، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د چاپیریال ساتنې موضوع د سیاست او سیاستوالو د راتلونکو برنامو یوه مهمه برخه تشکیلوي.

دلیل یې معلوم دی او دا ددې لپاره چې هغوی پدې پوهېږي چې یو هوسا او سمسور چاپیریال کولای شي د خلکو په روغتیایي، اقتصادي او اجتماعي حالت مثبت اغېز ولري، خلک ښه ژوند وکړي او له ژوند څخه خوند واخلي نه دا چې تنها ژوندی پاتې شي، که له یوه خوا مو نیابتي بدرنګه جګړه ختموي، نو له بلې خوا مو په لویو ښارونو کې دا خرابه هوا او خرابې اوبه د تدریجي مرګ تر پولې رسولی شي.  کچېرې دا مهال د هېواد په پلازمېنې او لویو ښارونو کې د خلکو ژوند هر اړخیز مطالعه شی، دا خلک له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، د کابل او نورو لویو ښارونو هوا ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې ده، دا هوا په مختلفو زهري موادو ملوثه او د ځمکې لاندینۍ اوبه یې هم ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي، چې که دا حالت دوام پیدا کړي، نو په (۲۰۲۰ م کال) کې به کابل ښاریان د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د کابل ښار د هوا د خرابېدو ستر عامل خراب سړکونه دي، هغه چې وایي: ((په بدن کې دې رګونه په هېواد کې سرکونه!)) بې له شکه چې سرکونه د یوه هېواد په پرمختګ  داخلي او خارجي ترانزیت کې خورا مهم رول لوبوي، د توکو له بیې سره مستقیمه اړیکه لري، له بلې خوا کولای شي د یوه هېواد د هوا په پاکوالي کې هم خپل مثبت رول ولوبوي. دا مهال د کابل وران او ویجاړ سړکونه او خامې کوڅې د هوا د چټلتیا لوی عوامل په ګوته کېږي، چې نه ورته کابل ښاروالۍ او نه د ټولګټو وزارت جدي پاملرنه لري، پردې سربېره نه کابل ښاریان د خپلو خامو کوڅو په پخولو او پکې د ونو په کېنولو او پاللو، د کثافاتو په راټولولو او خوندي ځایونو ته یې په انتقالولو کې برخه اخلي، دوی لاس تر زنې ورته ناست دي.

دا ټول ټولنیز او ګروپي کارونه یوازې د ښاروالۍ د تنظیف د ریاست د ۳۰۰۰ کارکونکو اصلي دنده بولي، چې له پېنځو میلیونو زیات نفوس ته کله هم بسنه نه کوي. مهمه خبره خو داده چې تر هغو کابل ښاریان د ښار او کوڅو پاکوالي ته جدی توجه ونکړي، نو همدا خرابه هوا به یې د مرګي تر بریده ورسوی. تر دې ټولو وړاندې د وقایې په توګه په کار ده په یوه ګډه نور دا شعار جدي عملي کړو، چې؛ ( شهر ما خانه ما است). د پنجشنبې ورځې رخصتۍ کې که د خپلو کوڅو او لارو د پاکولو اشر هم ځای کړو، نو له یوې خوا به مو خپل ایماني او وجداني مسوولیت اداء کړی وي او له بلې خوا به یو آرام، پاک او ښکلی ښار ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *