ما د نیمګړي ژوند له لاسه پر سر اور بل کړ
تا سرباری زما پر سر لا پسې نور بل کړ
څراغ مې بل کړ په زحمت د ټول جهان له پاره
تا په چل ول او فرېبونو پر خپل کور بل کړ
(زین الله منلی)
ګیله درڅخه نه کوم.
ستاسې سترګې هم په اور کې د خپل کور د تیرانو او دېوالونو زهرجنو لوګیو ترخې کړې وې.
درد مو درلود، هیلې مو درلودې، غرور مو درلود، له اوراچوونکو مو کرکه درلوده.
احساسات مو پاک وو، وجدان مو لا دوړو نه و وهلی. ځانونه درته د چمچه مار په شان نه ماتېدونکي ښکارېدل. لار مو نه لیده خو منډې مو وهلې.
د پاړوګرو په ټوکرۍ کې را ایسار شوئ. د جادوګرې شپېلۍ نغمو ته مو غاړې هسکې کړې.
د پاړوګرو په ټوکرئ کې مو بې درېغه نڅاوې کولې. ګومان مو کاوه چې نړۍ مو په لیدو له وېرې لړزېږي.
ما هم، لکه تاسې، خوبونه لیدل. ستاسې په خلوص، ستاسې په احساساتو، ستاسې په ریښتینولئ مې باور درلود. زما سترګې هم لوګیو وهلې وې. ګومان مې وکړ که زه ځان له تاسې ځار کړم شاید تاسې د پاړوګرو له ټوکریو راووځئ، وېړې دنیا ته نېغ وګورئ، ځان ته لار پیدا کړئ.
خو دنیا تر هغه ډېره بدرنګه ده چې ما او تاسې انګېرلې وه.
تاسې ولیدل چې ستاسو اوږو اچولو پاړوګر اسمان ته وخېژول خو تاسې یې لا هماغسې په ټوکرئ کې ساتلئ.
بیا مو بغاوت وکړ خو دا ځل مو د پاړوګرو نخرې پیل کړې.
تاسې د شپېلۍ غږول نه وو زده کړي. تاسې د شاهین الوت نه درلود، د کلي په کوڅو کې مو ښکارونه پیل کړل.
لومړی مو زه و شپېللم. بیا مو ګومان وکړ چې له نورو به هم کومه ټوټه غوښه راخپله کړئ.
تېره تجربه بیا تکرارېدونکې ده. ما درباندې ځان وخوړ. اوس مې پر هډوکو څه نه دي پاتې چې ستاسې توس پرې مات شي.
خو پام مو وي: نورومو د نیولو له پاره درته چینجي په تار پېیلي. تاسې به تیارې غوښې لټوئ، ښکاري به مو بڼکې باسي.
نه درڅخه خپه یم، نه در څخه ګیله کوم. خپله خواري را ته دګونګټ خواري ښکاري. نور ستړی یم. پر خدای مو سپارم.
خو پام مو وي چې د لاش په خوړلو کې مو پښه د چا په لومه کې و نه نښلي.