نصرت‌ الله ترنک

نصرت‌ الله ترنک
دا خو څرګند واقعیت دی چې هيڅ موجود بغیر له الله ﷻ په خپلو کړنو او اختیاراتو کې مستقیل نه دی.
په قران عظيم ‌الشان کې یو له مطرحو موضوعاتو فعلي توحید دی، معنا هر هغه څه چې په ګردومخلوقاتو کې تر سره کېږي د خدای«ج» له افعالو دي او مخلوقات چې څنګه په ذات کې مستقیل نه دي همداسې په فعل کې استقلال نه لري.
لکه څښتن تعالیٰ فرمايي؛ «والله خلقکم و ما تعملون«صافات/۹۶», خدای«ج» تاسې او ستاسې اعمال پیدا کړي.»
اوس دې نقطې پوښتنه راپورته کړې چې دلته د انسان اراده یا اختیار او یا هم مسوولیت څه رول لري؟
همداسې دې ته ورته نورې ‌‌‌‌‌‌ډېرې…
البته چې د دې پوښتنو ځواب یو ستر او کاملاً لوی بحث دی.
خو په لنډو کې دا چې خدايي تقدیر دوه ‌‌‌‌‌‌ډوله دی، حتمي او غیر حتمي، «بهارالانوار، علامه مجلسی، موسسه الوفا، ج۴. ص۱۲۱»
حتمي قضا او قدر د انسان له اختیاري دایرې لوړ او هيڅکله د تغيير وړ نه دي.
لکه د لمریز نظام حرکت، د شپې او ورځې راتلل، له لمره د خه خپرېدل، زلزله…
غیر حتمي یې هغه دی چې د تغيير وړ وي. په دې حوزه کې انسان کاملاً د خپلو اعملو مسوول او د ارادې حق لري.
مثال یې د یونس علیه السلام د قبېلې واقعه بللای شو، کله چې یونس علیه السلام ته د الله ﷻ له لوري وعده ورکړل شوه چې د شوال د میاشتې په منځنۍ چهارشنبه به دې سهار له لمر ختلو سره په قوم اعذاب نازل شي.
ولې د هغوی په توبه سره یې پر وړاندې د الله ﷻ تقدیر بدل شو، او له اعذابه وژغورل شو.
ولې دلته خبره بله ده، په موږ ‌‌‌‌‌‌ډېریو باندې یوه بل ‌‌‌‌‌‌ډېر بې‌بنیاده ذهنیت پراخې وزرې غوړولې هغه داسې چې که یو څوک بریالی کېږي یا پرله‌پسې خپل اهداف قابو کوي؛ نو د بختور نوم ورکوو، خو دې نوموونکو ته مهمه نه ده چې هغه څنګه بریالی شو.

که خپل کمی نه‌شي منلای او ورته د زغم وړ نه و يا يې پرمختګ ورو شي، ودرېږي او یا پاتې راشي، سمدستي يې د ملامتیا ټاپه پر تقدیر ور ووهي، خو د دوی په لیدلوري توپیر نه کوي چې ولې یې هیلې په ثمر نه‌شوې.
خو په موږ کې ډېر لا پر دې خبر نه يو چې په دې سره مو له ځانه د ازادې ارادې یا اختیار حق اخیستی دی.
معمولاً ذهنيت داسې دی چې ګویا زموږ ذمه‌واري یوازې پر هغه لاره تګ دی چې مخکې له مخکې تعيين شوې او دغه وار له مخه معينه لاره تقدیر بولي.
دوی ته دا مهمه نه ده چې سبا څه وکړي،ورته مهمه دا ده چې سبا څه پېښېږي.
يعنې اراده نه‌لري چې په ژوند کې څه وکړي، دوی انتظار وي چې ژوند په دوی څه کړي او ډېرې هیلې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره په بخت پورې محدودوي، د داسې کسانو د ژوند رویا ‌‌‌‌‌‌ډېر کم ممکن د تصادف له مخې په رښتیا شي.
په مثال کې به په وغږېږو؛
مارک سپایټنز په د ۱۹۶۸م کال د لامبو سیاليو کې مکسیکو په ښار کې دری د طلا مډاله وګټل، خو ‌‌‌‌‌‌ناراضه و.
ولې دا سړی په ۱۹۷۲م کال کې په مونیخ کې د اوو طلایي مډالونو په اخیستو سره د نړۍ اتل شو.
سپایټنز څلور کاله کې ۱۰۰۰۰ساعته تمرین کړی و، که د ریاضي له زاويې ورته وګورئ په کال کې ۲۵۰۰ساعته کېږي، که یې نور هم واضح کړو، د ورځې ۸ساعته کېږي.
پوښتنه دا ده چې ایا دې ته بختور وایاست؟
که زه او ته د ورځې اته ساعته په اوبو ننوځو، ته وا بدن به مو وروست نه‌شي؟
فکر نه‌شو کولای چې بخت دې خوساکوونکی بکټریا وي.

همدارنګه ګرېګور مندل د اتو کالو په درشل کې تر لس زره ځله ‌‌‌‌‌‌ډېر د مشنګ بوټي وکرل، د خپل کار د پایلو لپاره یې پرې تجربې وکړې، بالاخره یې پایلې لاس ته راوړې، خو د بیولوژي پوهانو کمېټې ته په وروړلو سره هغو لویو لویو پوهانو دی د اذهانو مغشوشونکی وباله، خلکو له دې سببه چې دی د اتريشي کلیسا راهب و او خپلې څېړنې یې د کلیسا په انګړ کې ترسره کولې، د کلیسا لېونی دهقان باله.
خو ولې شل کاله وروسته د ده له مرګه په بیولوژي کې د جنيټک «وراثت» د علم پلار وبلل شو، یوازېنی کس دی چې په قبر کې د نوبل جایزې وړ بلل کېږي.
فکر کوئ چې بخت دې د نوبل د جایزې مستحقان په خلکو کې په لېوني وپېژني؟
که یې نور تحلیل په تاسې شي، دې ته تاسو بخت وایاست؟

شين اسمان وزګار نه دی چې تا پالي
بخت زموږ د خپلې ارادې نوم دی
«نقیب احمد عزیزي»

همدارنګه لوسیلي بال وایي؛
زه د بخت په اړه په څه شي نه پوهېږم، ما هيڅکله هغه په بانک کې نه دی ساتلی او هغه خلک چې دا کار کوي زه ترې ‌‌‌‌‌‌ډارېږم، زما لپاره بخت یو بل شی دی او هغه سخت کار او دا تشخیصول دي چې کوم فرصت دی او کوم نه.
هنري فور‌‌‌‌‌‌ډ یو ځای کې لیکي؛
څومره چې سخت کار کوې په هماغه اندازه به بختور یې.
خو فکر کوم موږ د بخت او تقدیر پولې سره ګډې کړې او په دې کې مو ځينې اختيارات په اشتباه په جبر اړولي يا غلط پېژندلي دي.
لازمه ده چې د نورو له تجربو یې زده‌کړو، خپله بې‌اعتنايي او لټي په تقدیر تاوان نه کړو.
لکه استاد پسرلی وايي؛
خدایزده چې ابليس به د صوفي جرأت ته څه وايي؟
خپلې ناکړدې يې چې الله پورې تړلې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *