آغامحمد قریشي

په نړۍ کې پرمختللې ولسونه تاریخ په انتقادي نظر سره لولي، سبق ترې اخلي او د خپلو راتلونکو کارونو په برخه کې یې مثبت ټکي پلي کوي، خو په افغانستان کې بيا دا چاره اپوټه ده، تاریخ یوازې د خپل ټبر د پيژندلو او له تربور سره د سیالۍ پاللو او یا هم واک ته د نامشروع لارې د رسېدا په هدف لوستل کېږي. کوم تاریخ؟ هغه چې پردیو په اوښتې بڼه لیکلی او خراب کړی. که سم او پر رښتینې څېړنه ( Impartial Analysis ) ولاړ تاریخ په انتقادي نظر مطالعه شي، نو درک کولای شو، چې زموږ لویه ستونزه د تاریخ په اوږدو کې د ښه زعامت نه لرل دي. صفویانو راباندې چپاو راوړی وو، کله چې مو ښه زعامت د ولس عامه ذهنیت ( Public Opinion ) ته امیدونه ورکړل، ولس یې تر شا ودرېدی، د پردیو ناولي منګلې یې له دې پاکې خاورې د حریم څخه پرې کړې.

داسې خبره نشته چې، د ولس د امیدونو ځولۍ ته څه ورکړي، ځکه نو، اړینه ده چې له شکایاتو او ستونزو یې راپيل کړم. هغه چې شرق او غرب ته یې اقتصادي طرحې ورکولې، هغه چې د ملګرو ملتونو سازمان ته یې مشورې ورکولې، هغه چې د ناکامو هېوادونو د رغولو په اړه یې اثار کښلي، هغه چې نړۍ کې یې د نوموتي عالم نوم وړی و. نن ورته د افغان زعامت چارې ور تر غاړه دي. نه یې د علم فلسفه کار کوي او نه یې هم هغه تجربې چې له نورو ناکامو دولتونو سره یې د بریا په موخه شریکولې.

خبره هله ورانه شوه چې واک د دوو په منځ کې په ارادي توګه د ونډې په توګه وویشل شو. که څه هم ولسمشر په دې ټینګار کوي، چې په ارګ کې واک نه، بلکې مسوولیت ویشل شوی، خو نن ددې بیچاره او ځوریدلي ولس په منځ کې داسې ترجمنان شته، هغه چې پخوا پرې نه پوهېدل، اوس ورته ترجمه او تفسیر کړي. نن ورځ هغه ملا امام چې د کلي د امامت چارې ور ترغاړه دي، هغه کروندګر چې په کرونده کې ټوله ورځ بوخت وي او هغه هټیوال چې په لرې پراته کلي کې هټۍ پرانیستې، په دې پوهېږي چې، د دې یو بام او دوو هواوو طرحه له کومه راغله او چا پر دې بې برخلیکه ملت وتپله.

ولسمشر د واده د ورا په څېر د جنډر مساوات په پام کې نیولو سره یو ځل سعودي، له هغه وروسته چین او پاکستان، بیا د سارک غونډې او له هغه وروسته بروکسل ناستې او لندن کنفرانس ته تاوده سفرونه وکړل او د تېر ولسمشر په څېر یې د فقر کچولی په هر میز غوړلی. په دې سفرونو کې داسې کسان هم وو، چې نه په ملي او نه هم په بین المللي چارو کې دې خاورې ته ګټه رسولای شي. هغوی به ښه خلک وي، خو که په ساده ژبه یې ووایو؛ د موټرو مسترې هېڅکله د نارغانو درملنه نه شي کولای. په څه باندې تېره یوه لسیزه کې په افغان بهرني سیاست کې زموږ یوه ستونزه هم د ښو ډیپلوماتو نه لرل وو او که مو لرل، هغوی یا پر تړې هټۍ پرانیستې وه او یا یې د خپل مسلک سره سم دنده نه لرله. هغو چې له هېواده بهر یې د افغانستان استازیتوب کاوه، د دې هېواد برخلیک یې ټاکه او د دې هېواد له ملي ګټو یې ننګه کوله، د شپې به یې یوه پښه تر نڅا ځای او بله تر ملستیا وه. د دې ډول حالت څخه چې تر اوسه دوام لري د بریا او لاسته راوړنو څه هیله لرلای شو.

زموږ ستونزه په ارګ کې ده. ارګ کې د لانجو داسې ناولی تخم وشندل شو، چې لسیزې نور به یې افغانان په پاکولو ستړي شي. د ټاکنیزو لانجو مراث چې دوو راهبرانو له معاملو راپاته شو، هر کله به تکرارېږي. هغه ولسواکي چې ولس د وینو په بدل کې نوې په پښو درولې وه، داسې زیانمه شوه، چې رغول یې لا ډېرو قربانیو ته له سره اړتیا لري.

د جګړې د اور لمبې د کابل تر ښوونځیو ورسېدې، هره ورځ خلک وژل کېږي. وینې تویېږي، دښمن ورځ تر بلې ځواکمن کېږي، حکومت هره ورځ له یوه نوي غبرګون سره مخ کېږي. د سړک پر سر ولاړ ستړی سریېری هم په دې پوهېږي چې بې رهبره او بې برخلیک ولاړ دی، نه یې د ژوند او نه یې هم د مرګ ورځ معلومه ده. هغه په دې پوهېږي، چې د دولت په خزانه کې دومره نشته چې د یوې میاشتې معاش یې ورکړای شي. د دې ډول بې تدبیره مشرانو تر سیوري لاندي به موږ څنګه د ښې حکومتولۍ، ښه اقتصاد او سولې هیله ولرلای شو؟ میاشتې وروسته اوس هم په ارګ کې لانجې پر ونډه او د کلیدي څوکیو پر ویش دی، د دې ستونزې تر مات او ګوډ حل وروسته به بیا داسې ستونزې وي، چې یو رهبر به د خپلو او بل به د خپلو پلویانو او د هغوی له ناوړه کړنو ننګه کوي.

ولسمشر ښه ټیم نه لري، چې لري یې هغوی ورته سالمې مشورې نه ورکوي، ځکه په خپله راتلونکې ويريږي، هسې نه د ولسمشر خوا ترې درنه شي او بيا يې چېرته برتي نه کړي او یا به یې پر وړاندې د مشورې ورکولو همت نه لري. بل لور اجرایه رییس د خپل ټیم په منځ کې ښکېل دی. د هغه ستونزه له ولسمشر سره حل شوې او هغه څه يې چې غوښتل تر هغه څو برابره يې ورخپل کړي، خو ټیم یې دې ته نه پرېږدي، چې له ولسمشر سره واک د کلیدي څوکیو پر ویش پای ته ورسوي. د اجرایه رییس ټیم او ملګري له هغه غواړي، چې له ولسمشر سره له وزارته تر ولایته او له ولایته تر ولسوالۍ خپله ونډه وغواړي. هغوی که احزاب دي، که اشخاص او که ناولې مافیایي کړۍ، د ولسمشر او اجرایه رییس په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې منډې ترړې کړې، پیسې یې لګولي دي. نن ورځ له دواړو په سپېن سترګۍ ونډه غواړي. دا هغه خلک دي، چې خپل چاړې په اوبو کې ګوري، د افغانستان په ثبات کې خپل زیان ګوري. هغوی خوښ دي، چې افغانستان بې ثباته وي، په دې کار سره یې شخصي ګټې خوندي پاته کېدلای شي. بل لور د اجرایه رییس او ولسمشر سنا مجلس ته د انتصابي استازو د څوکیو پر ویش هم ستونزه شته، بل خوا داسې هم ویل کېږي، چې پخواني ولسمشر کرزي ته هم پکې ونډه په پام کې نیول شوې، چې د عبدالله ټیم ورسره دا خبره نه مني.

که ولسمشر او اجرایه رییس نن د ارګ له ستونزو په میاشتو سر نه شي بهر کولای، له امنیت او ثبات څخه به له اوسه لاس پريولو. ولسمشر په کابل باندې نظامي قمربند راڅرخوي، تر څو چې ښه اداره جوړه نه شي، تر څو چې خپله د حکومت په چوکاټ کې مثبت تغیرات را نه شي، تر څو چې خبره له ارګه سمه نه شي، هېڅکه شونې نه ده، چې د نظامي قمربند پر مټ دې کابل وساتل شي، که کابل خوندي شي، نو د لرې پراته هلمند، فراه او نورو به څه حال وي.

جلالتماب ولسمشره! موږ په کلیو کې په دې پوهېږو چې ځان وژونکی په مرمۍ ضد موټر او د لوړ پوړو چاروکو په مرسته کابل او مهمو دولتي او نادولتي ادارو ته د ننه کېږي. موږ په دې پوهېږو چې له لوړ پوړي چاواکي یې ډېر د پردیو غلامان او جاسومان دي. نو بیا څنګه شونې ده، چې په حکومت کې دې له اصلاحاتو پرته په نظامي کمربند سره کابل خوندي شي. که پر کابل نظامي کمربند راڅرخوئ، نو پاتې افغانستان باندې څه کوئ؟ تاسو او د اجراییه چارو رییس خو د همدې خاورې بچیان یاست، د دې خاورې هوا مو تنفس کړې او د دې خاورې اوبه مو څښلي. دا ځورېدلی ولس تاسو ته تمه لري چې د ښه نظام په چوکاټ کې به ورته خدمت وکړئ. تاسو ولې د دې بېوزله او کړېدلي ولس کړیکې نه اورئ. د ارګ دېوالونه دومره لوړ شوي، چې نه د رسنیو، نه د مسجد د منبر او نه هم د مدنې ټولنې غږ تر تاسو در رسيږي؟

تر هغه چې ولسمشر او د اجراییه چارو رییس په خپلو کې په ارګ کې ستونزې حل نه کړي او خپلې کړنې له قانون سره په سمون کې برابرې نه کړي، شونې به نوي، چې له ارګه بهر به د عام ولسشر بې رحمانه وژنې پای ته ورسيږي. که دوه رهبران په خپلو کې متحد نه شي، هېڅکله د بهرنیو او داخلي غبرګونونو پر وړاندې مبارزه نشي کېدلای. هغه خبره رښتیا کېدونکې ده، چې د ملي یوالي حکومت به د ولسمشر کرزي تر حکومت یو ضعیف او بې ارادې حکومت وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *