اشنا لیک دې راورسېد کور دې ودان، خدای شته ډېر پرې خوښ شوم، (لاندې باندې) مې تر پایه ولوست که لیک دې کټ مټ را نقل کړم لوستونکي به یې د لوستلو حوصله ونه لري خو فقط یو څو اړینو پوښتنو ته دې ځواب وایم او بس.
۱- افغانستان کې تلویزیونونه د یو نیم درجن نه هم ډېر دي، ټول ځانته ترخیځ وهي.
پردي او بېګانه کلتورونه رواجوې په حقیقي معاملو مو څوک سر نه خلاصوي ته راته ووایه چې خبره څه ده؟
۲- د مېلمنو سره دې معامله څنګه ده او ته ورسره څنګه یې؟
۳- که جمهوری ریاست ته ودرېږم، څه مشوره راکوې؟
اشنا که رښتیا رښتیا ووایم زړه مې نه غواړې، چې داسې یو خوبولي ملت ته چې د یار او اغیار ترمنځ هیڅ توپیر نه پېژنې یوه کرښه هم راکاږم خو ته مې ټولګیوال یې ستا زور نه لرم سوالونو ته دې ځوابونه وایم.
زه ستا له ټولو خبرو سره اتفاق لرم، او دا رښتیا ده چې دلته ډېری تلویزیونونه د خپلو بادارانو په خدمت کې بوخت دي پیسې ګټی او کیسو ته لغتې ورکوي، مطلب کیسې نه ګټې او پیسې ګټې حقیقي معامله د ۱۳۵۷کال د غويي د ۷ په څېر روانه ده فرق ډېر نشته پخوا هم تور ښامار ښکارونه کول خو نن سبا یې داړې داسې تېرې کړې، چې غټې غټې بلاګانې د سترګو په رپ کې په ډېر هنر تر ستوني تېروي.
اشنا زه وړوکی وم، چې خپل پلار سره د قربانۍ د مال د اخیستو لپاره منډيي ته تللی وم، پلار مې یو غوايي بیه کړ، د مال خاوند پرې ۳۰۰۰ افغانۍ بیه کېښوده او ویې ویل چې حاجي صاحب (څه لاندې باندې لري) خدای شته هغه مهال زما سر په (لاندې باندې) خلاص نه شو، کله چې د غويي ۷مه راغله او ۱۳ کاله یې دوام وکړ، د ملیونو انسانانو ککرې پکې خاورې شوې د ډېرو کونډو، یتیمانو او معیوبانو لښکرې جوړې شوې، ډېر خلک بې کوره او بې اوره شو، خو ۱۳ کاله وروسته معمولي شان (لاندې باندې) راغی، د غويي ۷مه د غويي په ۸مه بدله شوه د هماغې (لاندې باندې) کیسه اوس هم ښه په درز کې روانه ده او دوام لري.
یو څه وخت لپاره د کوډو او کېبلونو بازار هم ګرم وه، په هغو ناخوالو نه غږېږم فقط یوه کیسه درته کوم.
زموږ امیرالمومنین ته یو پاکستاني ملا وویل چې ملا صاحب بامیانو ته ډېر تورستانیان ځي راځي، څه علاج یې پکار دی، ملا صاحب په غوسه شو او د بامیانو بتان یې دړې وړې کړل، په دې کارنامه یې ډېر انعامونه واخیستل او د بتانو د ورانولو په خوشحالي کې یې غوایان حلال کړل، هغه وخت هندوان د غوایانو د حلالولو له وجې ډېر غوسه وه، خو د خدای یو رحم دا شوی وه، چې اوښان یې نه وه، حلال کړي، چې دعربانو په غم به اوښتو، چې اوس به مو حج او عمرې ته تلل هم ناشوني وه، هغه پاکستاني ملا چې دا مشوره یې زموږ ملا صاحب ته ورکړې وه، د هغې ملا صاحب په باره کې ملا بجليګر فقط دومره ویلي و، چې موږ لاړو خرپسې او خر ولاړه خرې پسې. زه په هغې وخت کې یوې خبرې حیران کړی وم، چې د طالبانو معنوي پلار نصیرالله (بابر) چې ټول کور یې له بتانو ډک وه، هغه هم د بتانو په ورانولو خوښي ښکاره کړه.
عجیبه راته ښکاره شوه، چې څنګه یو بت پرست د بتانو په ورانولو خوښ وه، دا معما له ما سره تر اوسه هماغسې معما وه، کاش چې زمونږ ملا صاحب د (تورستانو) او (ترورستانو) په فرق او توپیر پوهېدای، اشنا هغه خو هسې هم د ۴۸ بلاګانو په غم ککړ کړي، په هغې سر نه خوږوم او دروند کاڼۍ پرې اېږدم، او بله واوره ۱۳کاله مو په یو بې بنده باره دیموکراسۍ کې تېر کړل، د دیموکراسي په غوړو زړیو او د ډالرو په باران کې هم ددې خونړي ګرداب نه په راوتلو کې بریالی نشو، نړیوال اوس هم د غوايي په شاوخوا کې خوځیږي، دا ځل یې غوښتل چې د غوايي اتمه په دریو کې ضرب کړي، او پایله یې د غوايي په ۲۴مه اعلان کړي او بل کوم زراعتي غوايي میدان ته راوباسي، خو دا ځلې په غوايي باندې کاڼی کېښود او معاملې ته یې یو بل رنګ او روغن ورکړ، او لوبه یې یو بل پړاو ته وغځوله چې دا تر ټولو خطرناکه معامله ده، اشنا اوس غوږونه او سترګې خلاصې کړه.
زمونږ د تقدیر فیصله د سرطان په ۲۴ مه کې راوځي، دا چې ددې ناولي سرطان ناروغي څومره خطرناکه ده، زه څه ډاکتر نه یم خو دومره وایم چې دا د سرطان ناروغي به بیا میندې کونډې کړي او بلا ډېرې ککرې به د خاروو سره خاورې کړي، او د معیوبانو یو بل لښکر به جوړشي، د ۱۳کالو په (لاندې باندې) خو د هرڅه نه خلاص شو اوس چې معامله په سرطان کې راغله نو وبه ګورو چې اوس به مو سرطان کوم ځای ته رسوي.
اشنا ته خو هسې هم په اروپا کې اوسېږې (غم دی د لالي په سر او مسته دې تازه ګرځي) که هره بلا راځي زموږ پرې سر ده، اشنا د یوې ورځې ناخوالې درته ووایم، د لندې ښار به یوه ورځ هم خوند درنکړي، اشنا اوس هم د غوایانو د غوبل په لوی غم ککړ یو، د مړو د خښولو څخه نه وزګارېږو او چې په سرطان واوښتو نو راشه که تودېږې، اشنا مونږ ډېر بدنصیبه یو، ټول تګ مو په وینو کې کړی دی، اوس مو هم د هرکاڼي او بوټي څخه د وینو او باروتو بوی راځي، زه ډارېږم چې پدې را روان (لاندې باندې) کې د کاسې لاندې بله نیم کاسه را ونه ځي، خلک به یې تصادف بویولې خو زه یې یو پلان شوې لوبه بولم کېدای شي، زه هم پدې سرطاني لوبه کې قرباني شم، او پایله به یې ونه وینم خو ددې خاموشي شاته د لوی توفان انتظار کوه…
اشنا د خوند خبره پکې داده، چې دا ځل مو خارجیان د سرطان د ناروغي علاج په یو نرس کوي پښتانه وايي، چې د چرګې د مالګې د څټلو سره څه کار او دا مشهور متل خو به موضرور اورېدلی وي، چې نیم ملا خطر ایمان نیم حکیم خطر جان زه هم څه عجیبه انسان یم، یو وخت ډېر ملخ سترګی وم، د خدای بخښلي (قلندر مومند) په شعر به مې هم نیوکې کولې خو اوس بې خونده شوی یم، اشنا په خبرو خبرو کې ماته یوه کیسه رایاده شوه. …
یو ړوند سړي ته یو چا د لېوه بچی راوړه، ړوند چې د لېوه د بچي په ملا لاس راکش کړو، ویې نه پېژنده هلکانو ورپورې وخندل چې په هرڅه چې لاس راکاږې هغه پېژنې نو په دې ولې غلی شوې، ړوند وویل چې نور نه پوهېږم دا چې هرشی وي، د رمې نه یې لرې ساتۍ چې رمه به در له تالا ترغه کړي ماته خو دا اوسني د لېوه بچی دوه رګې هم ښکاري هسې نه چې رمې سره شپون هم له ستوني تېر کړي.
دویم سوال:
اشنا د مېلمو سره څه خاص مشکل نه لرم د تربیه شوو سپو تلاشي سره اموخته شوی یم، دومره به پرې خفه کېږم نه کله کله مې چې زړه راډک شي، غوني مې ځیږ شي او بیا پښه نیولی شم، چې د ۴۰۰ بستریز روغتون د ترجمانانو په څېر معامله راسره ونه شي.
اشنا اوس زمونږ ملا صاحبان هم په جوماتونو کې د هجرت او دجهاد د ایتونو صفحې اړوي را اړوي او په ممبر د زکات او سخات خبرې ښه په زور او شور کې کوي، چې ملا صاحب پکې څه نه وايي نو ماته دې خیر وي، اشنا د جمهوري ریاست د کاندیدو مشوره دې غوښتې وه، اوس یې واوره.
۱- ځان به د جهاد او مقاومت علم بردار ګڼي.
۲- په جهاد کې که دې یو ډز هم نه وي کړی، نو د تورې بورې او د څټو کنډاو کیسې به کوي څوک څه پوهیږي.
۳- که د غوایانو ډاکتر یې او که نرسنګ د ویلی وي، خو ځانته به دوکتور لیکې ځکه چې دلته لقب ډېر اړین دی.
۴- د سر او ږیرې ویښتان به له ملک بهر په پی مخو جینکو جوړوي ځکه چې هغوی په فېشن کې مهارت لري او که ورتللی نشوې نو ځان ته یې راغواړه، څوک پرې څه خبریږي،
۵- په امریکايي موټرونو کې ګرځه، ډالرې په جیب کې ساته، باډي ګارډان د بلیک واټر هم له ځان سره ګرځوه پروا نه لري.
۶- په بندو کوټو کې یوه پیاله نیمه شراب هم څښه پت پت ملاقاتونه هم کوه، باک یې نشته.
۷- ریاضي او هندسه هم زده کړه، ځکه دلته په انتخاباتو کې مهندسي حتمي سوال دی.
۸- د ملا صاحبانو پر وړاندې په بندو خونو کې د امریکایانو ناخوالې او نادودې وایه دا هم مثبت کمپاین دی خو بهر به د امریکایانو پر وړاندې اوف قدر هم نه کوي.
۹- که په دواړو رسمي ژبو نه پوهیږې، خیر دی خو پښتو د کاغذ له مخې ښه ګرامري وایه دا ملت هسې هم پټ سترګي دي، ډېر ژر یې خطا وېستلی شې.
۱۰. د ښځو د حقوقو ګرمې ګرمې نارې وهه خیر دی که د کابل نیم ښار له خیرات خورو ښځو ډک وي.
۱۱- مناظرو ته مه مخامخ کېږه له خبریالانو ډډه کوه خو ویاند ښه تکړه وساته.
۱۲- ولایتونو ته ډېر ډېر سفرونه کوه خو ډېر یاران مه ساته فقط یوه ولسوالۍ وپاله ځکه د ډېرو جنرالانو او دیپلوماتانو پالل ګران کار دي.
۱۳. که چوکۍ ډکې وې باید خپل بې سواده ملګري هم مقرر کړې، او د بچه سقاو په څېر مکتوب ورته ورکړې او ورته ولیکې: (دربست خورد ضابط مقرر ګردد ولی جنرال را لت کرده می تواند.)
۱۴- ځمکې خو هسې هم غاصبانو نیولې ته پر خلکو هواګانې خرڅوه، د اکسیجن په اخیستلو هم ټکس ولګوه، ملک به ډېر پرمختګ وکړي.
۱۵- د کاذبو او دروغجنو مداحانو یو قوي ټولګی وساته چې کله کله درته د پېغمبرۍ خطاب هم کوي لکه اوریا صاحب.
۱۶- ډارېږه مه ددې مقام لپاره پاکستان کې هیجړاګان هم ودریږي، ته خو په ټولګیوالو کې یواځې په لب سیریني مشهور وې، دا خو دومره لویه خبره نه ده، مړه درز ورکړه.
۱۷- ته خو د شپیته زره کابلیانو په وژلو هم تورن نه یې، تکړه شه دلته خو قاتلان اوس هم بریت تاووي ځان ژر تر ژره را ورسوه.
۱۸- ګوره چې په مینه جنګ او سیاست کې هرڅه روا دي که بل ته عیسوي وايې که د روسانو ګوډاګی دا په سیاست کې روا دي قضاوت په ملت کوه، د کمپاین یوه برخه ده.
تا خو یو ځای سیاسي پناه اخیستې، خو ته به ددې خبرو لمن نه پرېږدې.
۱۹- هغوی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د خواجه بهاوالدین په سوړو او غارونو کې پټ ول، او پناه یې اخیستې وه، د B52 له برکته تورو سرکونو ته راغلل په تا څه بلا لګېدلي تادي کوه، باز نګوی که نه، ګفته بودی.
اشنا په دې درواغجن چاپېرچل او بې ضمیره معاشره کې رښتیا، او حقایقو ذره هومره قدر هم نشته، کوښښ کوه ، چې لویې لویې وعدې وکړې، او ښکرور دروغ وایه دا د کامیابی لوی راز دی، خلک زما په مشورو خبرنه شي چې بل څوک درنه مخکې نه شي.
ګوره چې په دې وطن کې انقلاب تېر شوی کله کله نېغ نېغ غږېږه د وینو تویولو یو نیم غږ هم کوه.
ځکه چې دا ولس دروسانو د مرګونو په چل پوهېدو خو ددغه کاغذي زمریانو په چل نه پوهیږي.
اشنا که په دې خبرو دې سر نه وي خلاص شوی، بل وار به درته بل لیک ولیکم چې زړه دې ښه پرې یخ شي.
ګوره اشنا معامله یي روپیو هم نه کیږي، هندو در کولی ایراني درکولې او یهودي درکولې نه پکې نه وايې.
۲۰- په دې لوبه کې ډېرو ښاغلو راغلو خپل سرونه خوړلي دي، که دې سر وخوړو نو دا هم پکې شته بیا به نه وایې چې تا راته نه وه وویلي.
زه درته د سیف الرحن سلیم یو شعر لیکم ښه غور پکې وکړه.
اوس خو قافله هم د رهبر سره رهزنه شوه
دغه معاشره جوړې د څېلمې بې ضمیره ده