تاند- لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، په داسې حال کې چې امریکايي، اروپايي او افغان چارواکي فکر کوي چې طالبان به بالاخره د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرو ته حاضر شي، دا هیله یوه ناسمه خوشبیني ده.

خپرونه وايي، د افغانستان له حکومت سره د واک شراکت خو څه چې د طالبانو مشران قطعاً سولې ته لېوالتیا نه لري ځکه چې هغوی د افغانستان حکومت غیراسلامي او د لوېدیځوالو ګوډاګی بولي.

طالبانو په ځلونو د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه رد کړي دي. طالبانو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د یوه شرعي نظام یا اسلامي امارت د رامنځته کولو او د لوېدیځ د نیواک د پای ته رسولو لپاره جهاد کوي.

لانګ وار ژورنال زیاتوي، تراوسه پورې چې له طالبانو سره هر وار د سولې د خبرو په اړه تماس نیول شوی هغوی تل پر دوو شرطونو ټینګار کړی چې یو له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل دي او بل په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا واک ته رسېدل دي.

په لا ساده ژبه د طالبانو د خبرو لومړی شرط دا دی چې لوېدیځوال او افغان حکومت دې ورته تسلیم شي، بیا به خبرې کوي.

تر دې وړاندې اکثرو لوېدیځو رسنیو د سولې خبرو او د افغانستان د جګړې سوله ییز حل ته خوشبیني ښکاره کړې ده.

One thought on “لانګ وار ژورنال، طالبان هیڅکله سوله نه کوي”
  1. سربيره پردی چی ډير افغانان يي شهيدان او يتيمان کړل افغانان نه غواړي چی ددوئ د توری دوری کندی ته بيا وغورزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *