تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان حالات په زغرده ښيي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له دغه هیواده د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته د حالاتو کنټرولولو ته تیار نه دي.

د ریا نوویستي خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون «نن روسیه» تلویزیون ته وویل :«هرڅومره چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو نېټه رانژدې کېږي، لا زیات شواهد وینو چې افغان امنیتي ځواکونه تیار نه دي.»

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان چارواکي بیا بیا وايي چې د ناټو ځواکونو له وتلو د خپل هیواد امنیت ساتلی شي.

افغان پوځي چارواکي وايي چې اوس هم د هیواد د څه باندې ۹۰ فیصده امنیتي چارو مسوولیتونه د افغان ځواکونو په غاړه دي او د هغو سیمو امنیت په نسبي ډول ښه شوی چې بهرني پوځیان ورڅخه وتلي دي.

افغان چارواکي همداراز هیله لري چې له طالبانو سره به د سولې د بهیر له لارو پخلاینې ته ورسېږي.

خو لاوروف وویل:«په امنیتي برخه کې جدي ستونزې شته، طالبان نه غواړي چې د ملي پخلاینې او خبرو په بهیر کې د افغانستان له حکومت سره داخل شي، دوی غواړي چې یوازې له امریکایانو سره وږغېږي او دا د افغانستان د حکومت لپاره په څرګندو دلایلو د منلو نه ده.»

لاوروف د افغانستان د حکومت په غیاب کې له طالبانو سره د لوبو په وړاندې خبرداری ورکړ، ویې ویل:« دا به یقیناً طالبان وهڅوي چې د ټول قدرت د ترلاسه کولو لپاره هلې خلې وکړي چې په نتیجه کې به یې افغانستان په یوه بله جګړه کې وسوځي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان مسله یوازې د داسي خبرو له لارې حل کېدای شي چې ټولې سیاسي، قومي او مذهبي ډلې پکې ګډون ولري او په ګډه د ملي یووالي د حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي.»

ده دا هم وویل:« تر څو چې یوه هراړخیزه پروسه موجوده نه وي، زه د افغانستان د مسلې د پای ته رسولو لپاره هیڅ سیاسي حلارې ته خوشبین نه یم.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *