تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن /جمعه/ وویل، روسیه چمتو ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو له لوړولو سره مرسته وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، لاوروف دا خبره په مسکو کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې وکړه.
لاوروف ښاغلي اتمر ته همداراز وویل، روسیه غواړي چې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګري او بشري برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.
د لاوروف په وینا روسیه په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره د ملاتړ لپاره د نویو ګامونو پلان لري او هڅه به وکړي چې نړیواله ټولنه دې لور ته تشویق کړي.
روسیې په وروستیو کې له طالبانو سره د خپلو تماسونو په اړه وویل چې دا تماسونه یې د دې لپاره دي چې طالبان له جګړې لاس اخیستلو او له افغان حکومت سره پخلاینې ته وهڅوي.
له طالبانو سره د روسیې او ایران تماسونو افغان چارواکي اندېښمن کړي دي.