تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د سولې داسې هوکړې ته اړتیا ده چې وروسته ترې افغاني مذاکراتو ته لاره برابره شي.
ښاغلي لاوروف ویلي، مسکو له افغان سولې سره ډېره مرسته کړې او اوس هم په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو ملاتړ کوي.
لاوروف وايي، روسیه له طالبانو سره تماس لري او هڅه کوي چې له دغې ډلې سره مرسته وکړي تر څو له امریکا سره سولې ته ورسېږي: (( موږ طالبان مذاکراتو او سولې ته هڅوو، تر څو اوسنی موقف په راتلونکي کې بدل کړي او له ټولو لوریو سره خبرو ته کېني.))
روسیې په دې وروستیو کې د امریکا، چین او پاکستان د ګډو غونډو لړۍ راپیل کړې ده چې د افغان سولې په اړه خپلمنځي معاملات په کې تنظیموي او اوس غواړي چې دغې لړۍ ته ایران هم ورشامل کړي.
مسکو دا مهال په سیمه کې د طالبانو تر ټول غښتلی ملاتړی بلل کېږي.