د روسیې د بهرنیو چارو وزیر

تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: د روسیې د باندنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو او تاشکند په افغانتسان کې د سولې په برخه کې تر خپله وسه هڅې کړې دي تر څو ټول لوري ترې رضایت احساس کړي.

نوموړي په ازبکستان کې د ایم جي آی ایم او پوهنتون یوه غونډه کې ویلي، روسیې او ازبکستان د افغانستان د سولې لپاره په ډیر واضح ډول هلې ځلې کړې دي تر څو په افغانستان کې ټولې قومي، سیاسي او ټولنیز جریانونه یوې ډاډمنې سولې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تازه ویلي چې د امریکا او طالبانو د روانو مذاکراتو پرمختګ غواړي او ملاتړ یې کوي.

دغه هیواد تر اوسه پورې د افغان سولې په تړاو دوه ځله د بین الافغاني غونډو کوربه پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *