لاوروف او رباني

تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، ممکن مسکو له واشنګټن سره د سوریې په شان موافقې ته ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان ساري صلاح الدین رباني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه په مسکو کې د شپږو هیوادونو د غونډې د جوړېدو اعلان هم وکړ.

په دې غونډه کې به د روسیې، افغانستان، پاکستان، ایران، هند او چین استازي یا وزیران ګډون وکړي.

لاوروف هیله څرګنده کړه چې د شپږ واړو هیوادونو جګپوړي استازي په کنفرانس کې ګډون وکړي.

لاوروف په ضمني ډول د طالبانو ملاتړ تایید کړ، ویې ویل چې روسیه ممکن پر افغانستان د سوریې په شان له امریکا سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

په سوریه کې امریکا د بشار اسد د رژیم د مخالفانو ملاتړ کوي خو روسیه د حکومت ننګه کوي. په افغانستان کې د سوریې خلاف امریکا د حکومت ملاتړ کوي او روسیه د یاغیانو.

له وروستیو انکشافاتو داسي ښکاري چې امریکا د روسیې د رضایت لپاره د بشار اسد رژیم پر پرزېدو ټینګار نه لري او کېدای شي چې روسیه د سوریې په وړاندې په افغانستان کې امریکا ته امتیاز ورکړي.

ښاغلي لاوروف تاکید وکاوه چې باید طالبان د سولې په خبرو کې شامل کړای شي څو د افغانستان وضعیت ته د داعش یا اسلامي دولت تر پرمختګ وړاندې یوه حللاره وموندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *