تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د جمعې په ورځ /دسمبر۱۵/ وویل، واشنګټن د افغانستان له حکومته غوښتي چې د ۵۰ زره روسي کلاشینکوفونو پر ځای افغان امنیتي ځواکونه په امریکايي وسلو سمبال کړي.

لاوروف د روسیې د پارلمان فدرالي شورا (مشرانو جرګې) ته وویل«امریکایان په دې اصرار کوي چې هغه ۵۰ زره کلاشینکوفونه او مرمۍ، چې افغان امنیتي ځواکونو ته وړیا ورکړل شوي، له امنیتي ځواکونو واخلي، او ځای یې پر امریکايي ماشنګڼونو ډک کړي.»

د روسیې د باندنیو چارو وزیر وویل«د دې پوښتنې ترڅنګ چې دا ۵۰ زره کلاشینکوفونه به چیرته وړل کېږي، موږ له افغانانو دا پوښتنه هم کړې چې ولې له خپلو امنیتي ځواکونو موجوده وسله ټولي حال دا چې ورسره روږدي دي او کارولی یې شي.»

د کلاشینکوف مخترع

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې تر دې وړاندې امریکا له افغانستانه غوښتي و چې روسۍ څرخکې رد کړي حال دا چې له روسي هیلي کوپترونو څخه افغان امنیتي ځواکونه زیات کار اخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د دې یادونه ونه کړه چې امریکا خپلې الوتکې او نورې وسلې افغان امنیتي ځواکونو ته وړیا ورکوي خو روسیې له ۱۰ زره کلاشینکونو پرته هیلي کوپتر او نورې وسلې په بیه پرې پلورلي دي.

پخوا د روسي هیلي کوپترو پیسې امریکا ورکړي خو وروسته له دې چې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، د امریکا کانګریس د افغان هوايي ځواک لپاره د روسي څرخکو د رانیولو مخالفت وکړ.

اوس امریکا غواړي چې افغان هوايي ځواک پر ۱۵۹ بلک هاوک امریکايي هیلي کوپترو او یو شمېرو نورو جنګي الوتکو سمبال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *