تاند- (شنبه، د عقرب ۱۱) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، روسیه لېواله ده چې د افغانستان په اړه په خبرو کې د چین او امریکا ترڅنګ ایران هم برخه ولري.

تېره اوونۍ په همدې چوکاټ کې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان استازو په څلور اړخیزو خبرو کې ګډون وکړ.

لاوروف پرون (جمعه) وویل «موږ د افغانستان په اړه له امریکا او چین سره خبرې وکړې او پاکستان هم پکې ګډون وکړ، لېواله یوو چې ایران هم په دې چوکاټ کې راګډ شي.»

ادعا کېږي چې روسیه او ایران په افغانستان کې د امریکا ضد دریځ د لرلو ترڅنګ د طالبانو مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ کوي.

افغان امنیتي چارواکو په ځلونو ویلي چې روسي او ایراني وسلې یې، چې دغو دوو هیوادونو طالبانو ته ورکړي دي، نیولي دي.

خو د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د روسیې او ایران د دښمنۍ د زیاتېدو په خاطر پر دغو دوو هیوادونو د طالبانو د ملاتړ تور ونه لګوي.

روسیه په ظاهره د طالبانو ضمني ملاتړ له افغانستان څخه روسیې او منځنۍ اسیا ته د داعش د ګواښ له کبله توجیه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *