په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته لا ډیر وخت پاتې، خو یو شمېر نادولتي موسسو او یو شمېر افغان ضد رسنیو د یو ځانګړي نوماند په ګټه د خپلې نابشپړې او نیمکله نظر پوښتنې پایله اعلان کړه.

که څه هم هر څوک حق لري ترڅو په هېواد کې د دیموکراسۍ او د موجوده قوانینو او اصولو پر اساس سروې، څېړنې، ارزونې، ټولپوښتنې، نظر پوښتنې او بلاخره د یوې ځانګړې موضوع په اړه له خلکو وپوښتې خو اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یوه نادولتي موسسه او یوه یا دوه خصوصي رسنۍ د یو ځانګړي نوماند په ګټه د دې نظر پوښتنې راپورونه خپروي؟

د روانې اونۍ په دوو- دریو ورځو کې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه یو شمېر خصوصي تلویزیونون راپورونه خپاره کړل، چې دغه نوماند د نورو نوماندانو په پرتله په دې نظر پوښتنه کې ډیرې رایې ګټلي دي او په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د ګډون هیله ډیره شوې ده.

د نړیوال ژورنالیزم له اصولو څخه یو دا ده چې رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې بې پلوي اختیار کړي، خو دغو تلویزیونونو د عامه افکارو په ګډوډلو د هغه نوماند په ګټه د نظر پوښتنې راپورونه خپار کړې چې دغه څېره نه ملي ملاتړ او نه نړیواله ټولنې ورسره همکارۍ ته چمتو ده.

دغه نوماند چې د دیموکراسۍ انټرنېشنل موسسې د خپلې ناسمې نظر پوښتنې پر اساس د افغانستان راتلونکی ممکنه ولسمشر بللی، یو ځل به یې په نظر پوښتنه کې دا هم پوښتلي واي، چې آیا تاسو دغه نوماند، د هغه مرستیالان او د هغه ټاکنیزه ډله څومره ملي، پاکه، عادله، رڼه ……….او په تیرو دندو کې څومره بریالۍ بولﺉ.؟

که څه هم ټاکنو او ټاکلو ته لا وخت شته خو دغو رسنیو د تېرو ټاکنو په څير بیا د یو ځانګړي نوماند په ګټه راپورونه خپاره کړل، چې دا نورو نوماندانو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او په ټوله کې د افغان ملت ته د منلو وړ نه ده. که څه هم دغه نظر پوښتنه نامعیاري او د نظر پوښتنې د اصولو پر خلاف ترسره شوې خو بیا هم یې یوه ځانګړي نوماند ته خورا کریدیت په لاس ورکړل او په راتلونکي کې د دغه نوماند د ناکامېدو په صورت کې هغه ته خورا قوت ور په برخه کړ.

که چیرې دغه نوماند په راتلونکو ټاکنو کې ناکام شي نو له شک پرته به ادعا وکړي چې د دیموکراسۍ نړیوالې موسسې نظر پوښتنې پراساس ما له پخوا څخه د خلکو ملاتړ درلود، نو افغان حکومت او د ټاکنو کمېسیونو او نوماندانو درغلي کړې او دغه ټاکنې د منلو نه دي، نو په دې صورت کې بیا څوک ځواب ورکوونکی وي.؟

په ټوله کې رسنیو او ملي او نړیوالو موسسو ته پکار ده چې له لا وړاندې مخقضاوت ونه کړي او د هغو ملي نوماندانو د رایو او اعتبار ته زیان ونه رسوي چې د ملت اکثریت ورته د رایو ورکولو هوډ لري. په راتلونکو ټاکنو کې که څه هم نا امنۍ تر ډېره د دغو ټاکنو په روڼوالي سیورې غوړولی خو بیا هم اکثریت خاموشه ولس دا ځل کلکه اراده لري ترڅو د دې نظام د بقا او اصلاح په موخه خپل ملي زعیم او مشر و ټاکي.

په ټوله کې یادو رسنیو د عامه افکار د غلطولو او ناسمو لوري ته د هغو د وړلو ناکامه هڅه وکړه ترڅو په دې خیانت سره خپل شومو اهدافو ته ځان ورسوي نو له شک پرته له ناکامۍ پرته بل څه نه لري.

افغان ملت اوس هوښیار او بیداره ده او نه غواړي په اکثرو تجربه شویو ناکامو او ملي ضد څېرو وغولیږي او خپل راتلونکی له ننګونو سره مخ کړي بلکې افغان ملت کلکه اراده، ټینګ عزم لري، چې یو داسې ملي مشر وټاکي ترڅو د افغانانو ټپونه معالجه کړي.

 

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

4 thoughts on “لا له وړاندې د یو شمېر افغاني رسنیو خیانت / ابوبکر جبارخېل”
  1. سلام
    دا لکه دولسی جرګی یا ملی شورا په سپیو تالاشی کولو غوندی دعامه افکارو په سرچوک اوازو ګډوډول؛ او مخکی له مرګه واویلا ښکاری. اصیلو پاک ضمېرو افغانانو ته به ډیر شرم وی چه دا انسان وژونکو،فاسدو،فاسقو،وطن فروشانو په ظاهری بڼو وغولیږی اوخدای مکړه هیواد د تباهی او بربادی کندی ته خطا کړی.آمییین.

  2. داښکاره خبره ده چی یوشمیر موسسی اوهم په ښکاره دطلوع تلویزون ،یک تلویزیون ته اوهمدارنګه په بلخ ولایت کی دآریانا تلوزیون خبریال بشیر انصاری ته دعطامحمد نوراوداکتر عبدالله له لوری زیاتی پیسی ورکول کیږی اوهره ورځ دوی دعبدالله په پلوی رپوټونه خپروی اوتبلیغاتی کمپاین ورته کوی همدا اوس اوس ټول دولتی سیسیتم په بلخ ولایت کی دعبدالله په ګټه څرخی او ټوله دولتی شتمنی ذخیره کیږی او دقانونی کمپاین دپیل پرمهال به تری کار اخلی خوڅوک دی چی تری پوښتنه وکړی

  3. دغه دنړیوالې دموکراسی موسسې کارکوونکوباید یو ځلې دښاغلی ډبل عبدالله له آغلې میرمنې چې یوه باعفته اوطنپرسته میرمن هم ده ،دهغه په هکله پوښتنه کړې وای چې څه یې ورته ویل په درنښت

  4. د عامو افغانانو لوی دښمن ناپوهي ده او همدا ناپوهی دوی اړباسی چی همدغه ځناور پری واک وچلوی که نه په دغه کاندیدانو داسی کسان شته باید ډایرکت په دار ځړول شوی وای یا هم د زندان میلو ترشا اچول شوی وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *