فدامحمد باران

میاشت وړاندي مې اختر ته توره جالینه خولۍ، تور کالي او تور سرویس بوټان اخیستي وو. لوی اختر را ورسید. د سهار چای مې وڅښلي. لا وختي و، مخکي تر دې چې کالي مې پر ځان کړم. د کلي دوکانونو ته ووتم. د یو کلیوال دوکان ته ورغلو. غټ سونې ټیپ ته یې د مولانا طارق کیسټ اچولي وه. تقریر چې ختم شو، د بي بي سي رادیو خبرونه یې ونیول.

تازه خبر و، د عراق پخوانی ولسمشر صدام حسین اعدام شو. له سترګو مې اوښکې وڅڅیدي. له دوکان ووتم. ور ها خوا د لرګیو اډه وه. هملته یو ګوښه ځای کیناستم. و مې ژړل، ښه ډېر مې وژړل. زړه مې نه و تش کړی چې تر ما کشر ورور او د کاکا زوی مې راغلل. یوه شیبه غلي ناست وو. وروسته یې له مټو ونیولم. ویل یې کور ته ځو. کالي دې واغونده، چې بیا په کورونو ګرځو. ورته نه مې کړل. کاکا زوی مې راته کړل، دلته زموږ هیواد کې کومه داسي سمه ورځ ده، خو اختر لمانځو او باید چې ولمانځل شي. ګناه لري. صدام حسین دې خدای وبښي. په غیرت مړ شو. شهید شو. ځای یې جنت دی. اوس ورته دعاګانې کوه، چې مرتبې یې لوړې شي.

ما لا هم ژړل. کور ته مې زړه نه کیده. نه مې غوښتل چې مور مې خواشیني شي. یو وار مخکي یې، هغه وخت چې پر عراق برید کیده پر دې خاطر، چې کوچنی هلک یم زما یې له عراق سره څه، رټلی وم.

د اختر کالي مې هملته په المارۍ کې پاتي شول. تر ننه ډېر اخترونه راغلل خو بیا مې اخترونو ته زړه هغسې هوس و نه کړ. نه مې ورته میاشت مخکي کالي جوړ کړل او نه مې ځان ته بوټونه واخیستل. نن بیا د لوی اختر ورځ ده. له هغه اختر راهیسې، چې صدام حسین اعدام کړل شو، ډېر اخترونه تېر شول. خو لا هم د صدام حسین شهادت اسلامي نړۍ ته د نفاق پیغورنه ورکوي. د خپلې بدې ورځې څخه د وتلو لپاره ورته د یووالي لارښوونه کوي.

الهي پروردګاره! پر خپلو مسلمانو بنده ګانو دې ورحمیږه. په خپل فضل او کرم یې نور له دې بدبختیو وژغوره! الهي پروردګار ه! ستا مسلمان بنده ګان په اتفاق کړه! دوی په ستونزه کې دي، دوی څوک ژوند ته نه پریږدي، ته یې ژوند نیکمرغه کړه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *