په مخ کتاب ( فېس بوک ) کې مې د خاطرو یو لړۍ پیل کړې ، دا کار مې ځکه وکړ چې زما خاطرې لکه د ځینو په کتابتونونو کې کتابونه یواځې زما د ذهن تر الماریو بندې پاتې نشي او نور هم ورنه خبر کړم ، او بله دا چې ومې غوښتل په شکل د اشکالو د خاطرو د لیکلو په بڼه کې یو کوچنی غوندې بدلون راولم .

ومې غوښتل د بې ځایه کش شویو خاطرو پر ځای لنډې خاطرې ولیکم ، په څو کرښو کې، چې د فیس بوک د دود له مخې یې هر سړی په خپل لنډ او تنګ وخت کې وشي لوستلی.

بله دا چې د لیکلو په بڼه کې مې هم لږه خواري وکړه، مثلاً د یون صیب د پېژندنې لپاره مې لیکلي ول ، دا مې یون استاد دی، داسې مې نه ول لیکلی چې دا د افغانستان وتلی فرهنګي شخصیت ، د کابل پوهنتون استاد او د ژوندون تلویزیون ریس ښاغلی محمد اسماعیل یون دی.

یا مثلاً د زهیر شینواری صیب د پېژندنې لپاره مې دا نه ول لیکلي چې انجنیر ستانه میر زهیر، بلکې داسې مې لیکلي ول چې دا سړی ستانه میر زهیر شینواری دی .

البته په دې برخه کې باید داسې فکر ونه شي چې ګوندي دلته د درناوي او احترام خبره تر پوښتنې لاندې راغلې، بلکه په یو شکل غوښتل شوي چې د کلمو له کلیشه شویو جوړښتونو څخه راووځو .

له دې چې راتېر شو په نثر کې ځني ظرافتونه چې نثر ښکلی کولی شي، په دې هم نیوکې شوې وې.

نو له دې خو دا معلومېږي چې مونږ په ادبیاتو کې د نوښت او بدلون پلوي نه یو، بس هغه د لاهو صیب خبره په خوړول شویو خوړو شخوند وهو، کوم چې مزه یې نورو تېره کړې ده.

زه وایم راځئ د ژوند په هره برخه کې د نوښت پلوي اوسو، زه مې د کال په څلورو فصلونو کې ښايي څلور ځلي د خپل دفتر د میز او چوکۍ ځای بدل کړم. څینو ته به دا یو ډول ناروغي ښکاري خو نه دا یو ډول یې راته ستړی کوونکی وي.

په ادبیاتو کې هم داشان غواړم، همیشه په یو بدلون پسې وګرځم . داسې بدلون چې مانا ستونزمنه نه کړي ، داسې بدلون چې د بدلون ترځنګ خوند هم ولري، خو ځني دوستان دې چې مانا یې هم درک کولای شي، خوند هم ورنه اخلي او نیوکې هم کوي، یا الله دوی ته د نیکۍ هدایت وکړې.

4 thoughts on “لا هم خلک کلیشه شوې ادبیات خوښوي/ اجمل تورمان”
  1. تور مان ګله؛ښه ټکي ته دې ور پام سږی. زموږ ځان کلیشه یې، زموږ ځوان کلیشه یې، زموږ سپین ږیری کلیشه یې، زموږ زوند کلیشه یې، زموږه ژواک کلیشه یې، زموږه فیشن کلیشه یې، زموږه ادبیات کلیشه یې، زموږه رسمیات کلیشه یې
    زموږه سیاست وال کلیشه یې… بس همداسي یې تر پایه در واخله، وجه یې دا نه ده سي زموږ تغیر نه خوښیږي، بلکې په تغیر کې چاپیریال
    نه راسره جوړیږي، او په نظر کې مو سبک ایسو

  2. تور مان ګله؛ښه ټکي ته دې ور پام سوی. زموږ ځان کلیشه یې، زموږ ځوان کلیشه یې، زموږ سپین ږیری کلیشه یې، زموږ زوند کلیشه یې، زموږه ژواک کلیشه یې ، زموږه ادبیات کلیشه یې، زموږه رسمیات کلیشه یې
    زموږه سیاست وال کلیشه یې… بس همداسي یې تر پایه در واخله، وجه یې دا نه ده سي زموږ تغیر نه خوښیږي، بلکې په تغیر کې چاپیریال نه راسره جوړیږي، او تر پام سبک ورته شکاره سوي

  3. لیکل یې په تا ، نیوه که يې نورو ته پرېږده. تر اوسه خو دې نه ده ليکلې، هۍې یې پرو باګند کوې

  4. تورمان صیب مننه ښې موضوع ته دې ګوته نیولې،اوس خلک زحمت نه کاږي،بې زحمت څه نشي کېدای،ښه لیکنه لنډه لیکنه زحمت غواړي.کومه لیکنه چې په زحمت ولیکل اسانه لوستل کیږي،کومه لیکنه چې په اسانۍ ولیکل شي په زحمت لوستل کیږي.په هر کار اوشي کې نوښت زحمت غواړي.
    تورمان صیب یودوست مې چې په ترافیکي پېښه کې مړه شي،هغې به ویل چې له پېړیوپېړیو یو ډول خاندو پکار خو داده چې په خندا کې نوښت وکړو.نو په خندا کې نوښت فکر کوم زیاتې خوارۍ ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *