کله چې ماشوم وم او له ډېرې مودې وروسته به له لرې کلیو خپل خپلوان راکره راغلل، زړه به مې باغ باغ شو. له یوې خوا به د ورځې له عادي یو مخیز ژوند څخه راګرځېدم، له هغوی به مې نوې کیسې اورېدې، په غوټو کې راوړې مېوې دانې او بوسراغې به مې خوړلې، کومه نیمه تحفه باندې به نازول کېدم او له بلې خوا به مې د هغوی له راغلیو ماشومانو سره عجب سات تېر و. بیا به نو ما ته د کلي د لوبو تکراري ملګري هومره خواږه نه تمامېدل؛ ځکه هره ورځ مو یو بل ليدل، ښوونځي، غره، خوړ، اوبو، لامبو او د مچیو زومبولو ته به ګډ تللو راتللو. لوبې به مو هم تر ډېره هماغه کلیشه يي او تکراري وې؛ خو چې کله به مې د ماما زامن، د عمه یا خاله ګانو زامن رانازل شول؛ بیا به نو زما د خوښۍ امپیر د یو سلو شلو په شاوخوا کې چکر واهه؛ ځکه له یوې خوا به د لوبو، منډو ترړو او بدغونیو سبک بدلېده او له بلې خوا به مو له ډېرې مودې وروسته یو بل سره لیدل، نو د دې ښه موکه به برابرېده چې یو بل ته ښې ډېرې کیسې وکړو، د یو بل له ښوونځیو خبر شو، یو بل ته د خپلو ښوونکو او ټولګيوالو له ژونده وغږېږو او تر څنګ یې په پوره ویاړ سره یو بل ته د خپلو ویاړونو، ټولګي کې د ګټلیو درجو او نومرو او د ښوونځي د ادارې له لوري راکړل شویو ستاینلیکونو په هکله غورې وکړو. ښه مې یادېږي چې ورځ نیمه به د خوښۍ په نشه کې داسې غرق و چې نور به هر څه رانه هېر وو بس، په یوه پښه به مو د کلي کوڅې، نږدې پټي، باغونه او اودونه راوکتل، ایله به د غرمې او شپې د ډوډۍ پر سر زموږ څرک ولګېد، بیا به هم معلومه شوه چې عید مو ګټلی او کور ته مو د یو نه یو چا غم راوړی دی.
خو دا جنتي شېبې به په یوه منډه تېرې شوې، پنځه شپږ شپې به تر منځ ووتې خو موږ به هېڅ یو د بل په مینه، خوږوالي او زړه راښکون نه مړېدو، موږ به لا په لوبو او منډو ترړو بوخت وو چې زموږ د نویو ماشومو ملګرو مور – نیا به چادري پر سر کړه او خپل کلي ته به وخوځېده. واه خدایه! د هغو شېبو له درد او دوکه. هغه شېبه به نو نر نه و چې خپلې سلګۍ او ژړاې راتم کړي، مېلمنو او کوربنو ماشومانو دواړو به ژړل، یادېږي مې چې ډېر کله به مې ځېل وکړ، خپلې مورجانې ته به مې ویل: ادې! هغوی چې ځي نو ولې له اوله راتلل؟ خو بیا چې ځي ادې دې یې لاړه شي، دغه فلانی او فلانی خو دې زموږ کره پرېږدي چې زه سات ورسره تېر کړم. ادې به دلاسا کولم خو ما به پښې په خاورو کې خرلې وې او یوازې د ژړا او سلګیو غېږ کې آرامېدای شوای، په هغو شېبو کې به مو د زړه درد ليدلی وي، سخت برېښ لري، مېلمانه به لاړل او تر څو ساعته زړه خوړینوالي وروسته به بېرته عادي ژوند، لوبې، ښوونځی او د څارویو څرول وو، تا به وې چې ګواکي میاشت نیمه کې هېڅوک راپېښ شوي هم نه دي.
دا خاطرې مې تر دې رایادې شوې چې په تېر کوچني اختر کې موږ ټول افغانان له خوښۍ، هماغسې د ماشومانو غوندې په جامو کې نه ځایېدو. تېر اختر کې ډز نه و، ویر، وژنه، وېره، ویشتنه، نیول، ځورول، بمبار او انفجار نه وو؛ سلګۍ، ساندې، اوښکې او وینې نه وې، هېڅ کومه مور بوره نه شوه او هېڅ یوه خور وراره. د غم او درد دا ویرجن توري داسې له ژبو کډه شوي وو تا به وې چې په ګوتو دې راټول کړي او د مرګ کومي ته د غورځولي دي. اوربند اعلان شو، موږ له ښاره هماغسې په یوه منډه تر کلي ولاړو لکه ماشومتوب کې به چې له مودو وروسته د خاله، ماما او عمه کره تللو، کلی ښار ته راوکوچېد او بډای نادار ته. غېږې پرانستل شوې، د خوښۍ اوښکو پر مخ لارې وکړې، د کلونو مسافر تر کلي راغلل او د لسیزو مړې رشتې بیا وپالل شوې. ژوند به ګډا شو، په سینو کې مړې ولولې راوخوځېدې، د غره شور د ښار په واټونو کې احساسېدو او د ښارونو مړژواندو رڼاګانو د کلي د رڼې سپوږمۍ پر سپين مړوند خوب کاوه. ډېرو هغو کسانو یو له بل سره ولیدل چې د یو بل څېرې یې هېرې وې، ډېر هغه یو د بل په دسترخوان راټول شول چې لسیزې یې یو د بل په وره پل نه و اېښی، ډېرې هغه شېبې یو د بل تر څنګ تېرې شوې چې تر دې وړاندې یو بل ته لاس په ماشه او ټوپک په اوږه تېرېدې. شور شو، چغې شوې، فضا د خوښۍ نریو سلګیو په سر اخیستې وه او د غزېدلو سړکونو پر مخ د موټرو او موټرسایکلونو ګړندی بهیر رامات و، اوږدې سپینې جامې او پګړۍ د آسماني سپينو ستورو په څېر ځلېدې، دغو پګړیو د مرګونو سپین کفن ته د ژوند پېغور ورکاوه او د مرګ تورو دېوانو له شرمه سترګې ټيټې نیولې وې. هېڅ رسنۍ د وژنې او چاودنې راپور نه ورکاوه، قتل نه و شوی، د بمبار وژونکې الوتکې د کلیو له سره راکوزې او د خپلو خونړیو پنډغالیو په پنجرو کې بندې وې، پرونی قاتل د مقتول په فاتحه ناست و ، د بندیانو پښو کې زولنې ماتې وې او د ازادۍ له زړه وړونکو وږمو یې څکه کړې وه. د فوځي، ملکي او طالب له توپير پرته ټول مسلمانان د یو امام شا ته د مانځه لپاره لیکه شول او د سپېرسریو یتیمانو د عیدۍ، خوښۍ او اختر مبارکۍ چغو کوڅې په سر اخیستې وې. شاعرانو قلم ته لاس کړ، د غزلو او ټپو ښاپېرۍ یې زموږ پر هېواد له دغه راغلي له باوره لرې وضعیت څخه خبرې کړې او د عواطفو نازکې نندارې ته یې لاس تر زنې کېنولې، کوم چا ولیکل:
اخ که مې قبوله دا دعا تر ذوالجلاله شي درې ورځې اختر خو دې پوره درې سوه کاله شي
دا هر څه تېر شول، د خوب غوندې تېر شول، د هغو شېبه ييزو رڼاوو په څېر تېر شول چې کله ناکله به د شپې له مخې له ستورو ډک آسمان په یوه څنډه کې د تورې په څېر وځلېدې او شېبه وروسته به یې څرک هم نه لګېد. دا هر څه تېر شول خو د هغو وړوکو او چټکو طوفانونو په څېر تېر شول لکه په ماشومتوب کې به یې چې په رېګونو کې زموږ جوړې کوټنۍ ورانولې. د اوربند شېبې تېرې شوې خو په کلي او ښار، په کوردننه او بهر، سمه او غر کې یې خلکو په یاد دومره وژړل، لکه موږ به چې ماشومتوب کې په خپلو همزولو مېلمنو پسې ژړل. یو ځل بیا وسلې اوږو ته شوې، د مرګ تور ښامار ژوند زندۍ کړ او زموږ په هېواد یې یو ځل بیا خپله توره، بدغونې، کرکجنه او په وینو لړلې سینه واچوله. ماشې کش شوې، ځوانان ورغښتل، د زړونو راټوکېدلې نرۍ هیلې مړې شوې، د دښمن کور او بېسونو کې چکچکې شوې، شور او اتڼ شو، خو زموږ د ښار او کلي میندو، د عسکر او طالب خویندو د ساندو نوی فصل پرانیست او هدیرې له څو شپو نسبي آرامۍ وروسته یو ځل بیا د تور سرو د شلېدلو پړونیو او څيرو ګرېوانونو شاهدې وې.
دا هر څه وشول، کال نوی شو، اختر بیا راغی، زموږ اوبو وړي ولس د اوبو پر سر سپین ځګ ته لاس کړ، د خوست بازار کې فیروز ګل کاکا د خپل موچي توب تور صندوق ته غټ کلپ واچاوه، د ربړي څپلیو بندونه یې د چاودو پوندو له سره کش کړل، روژه یې په خوله وه او ستونی یې وچ کلک. د سلګونو خلکو پر هغه حرکت ورګډ شو چې واټونو ته راوتلي وو او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اختریز اوربند غوښتنه کوله. د فاریاب په میمنه کې وړوکې ګلثوم خپلې اختريزې جامې له اختر درې ورځې وړاندې واغوستې او د تنکیو ماشومانو، سپین ږیرو، ځوانانو او پېغلو تر څنګ یې په پټه خوله خو اوښلنو سترګو د کاغذ له پېټۍ جوړه وړوکې لوحه لېږدوله، په لوحه په تور خط لیکلي وو: «ما صلح میخواهیم»؛ ګلثوم نه پوهېده چې د سولې مانا څه ده خو د میمنې ښاریانو د سوله غوښتنې په حرکت کې د نورو لسګونو ماشومانو تر څنګ ګلثوم د تبرک لپاره راویستلې وه، هماغسې لکه د مدینې د جانان اصحابو کرامو به چې د استسقاء (باران غوښتنې) د لمانځه پر وخت ماشومان د تبرک لپاره ځان سره دښتې ته ویستل چې که خدای پاک د دوی په روی د باران څاڅکي واوروي او د ځمکې پر مخ انسانان، ژوي او نباتات د قحطۍ او وچکالۍ له ناورین څخه خوندي وساتي. د ګلثوم تصویر په خواله رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو، هغه په اختریزو جامو کې، د سولې د جنتي داعیې په پار راوتلې وه او په نازکو ګوتو یې د خپل طالب کاکا او عسکر کاکا لمن نیوله چې ډزې بندې کړي، اختر ولمانځي او سوله وکړي.
د سولې او اوربند غوښتنې غږ د خوست په بازارونو او د میمنې د شګلنو دښتو د وګړو په ستوڼي کې خپ نه شو؛ په یوه ورځ کې د هندوکش او بابا پر غره راواوښت، د ستړي هلمند او ارغنداب تر غاړو راغی. د هلمند د سوله غوښتنې د ولسي حرکت تر ټولو کشر غړي حکمت الله د سولې شنه جنډه په غاړه کړه، هغه جنډه چې ښايي حکمت الله جان ته به ترې د هاوان په مرمۍ د شهيدې شوې خپلې مور د شنو جامو بوی ورتللو. د لس کلن حکمت الله پر وړوکو تلو د څو میاشتو وړاندې سفر د نازکو تڼاکو خاپونه لانه وو رغېدلي چې د اختریز اوربند او سوله غوښتنې د سوال په موخه یې د اووه ویشتم روژه ماتي پر وخت، له خپلو مبارزو ملګرو سره یو ځای، د موسی کلا پر لور، چېرته چې د طالبانو ستر سیمه ییز مرکز واقع دی؛ مخه وکړه. کله چې د دغه کاروان د حرکت شېبې وې د تلویزیون کامره د حکمت الله سترګو ته برابره شوه، ښه مې ولیدل چې په سترګو کې یې د سولې هیلې له رڼو اوښکو سره یو ځای ځلېدې، خو له خبریال سره د خبرو پر وخت یې له الفاظو د ژوند مینه اورېده. د هغه له هیله بښونکو خبرو، هوډمن انداز او په غاړه کې پرتې شنې پټې څخه له ورایه ښکارېدل چې غوښتل یې د لښکرګاه له ښاره ووزي، د جګړې یو اړخ ته د سوال شلېدلې لمن وغوړوي، د خپلو همزولو میندې د مرګ د بلا له تېرو او بې رحمه منګولو څخه وژغوري. هغه نه غوښتل نور همزولي یې د جګړې په اور کې وسوزي او د ده په څېر یې مورجانه د هاوان یا بم په ټوټو ټوټې، ټوټې شي او یا د چاودنې او بمبار په پایله کې د خاورو خوراک شي.
لاهم د اوربند او سولې هیلې شته؛ ځکه هغه خدای چې د مکې د سپېرې دښتې په ارته غېږه کې یې د اسماعیل ماشومې کړیکې او د هاجرې د مجبورۍ منډې بې اسرې پرېنښودې؛ هغه خدای زما د فاریابۍ ګلثومې هیله منې سترګې او د هلمندي یتیم حکمت الله ماشومې تڼاکې هم بې اسرې نه پرېږدي.
لاهم د اوربند او سولې هیلې شته؛ ځکه د ښکېلو اړخونو تر منځ ستر اولس پروت دی، دا اولس به په شور راځي، هنګامه به کوي، د خپلې تدریجې وژنې پر ځای به یوه ورځ د جمعي قربانۍ پر مټ د جګړې د خپسې پر ستوڼي پښه ږدي او د سولې د ټپي کوترو زړونه به ټکوروي.
لاهم د اوربند او سولې هیلې شته؛ ځکه زه شته یم، ته شته یې، خوستی فیروزګل کاکا شته، فاریابۍ ګلثوم او هلمندی حکمت الله شته چې د کرکې، وژنې او عداوت اور د خپل قلم، اوښلنو سترګو، تڼاکو پښو او چغو په اوبو ګول کړو.
لاهم د اوربند او سولې هیلې شته…