شين رنګ د ابادۍ، خړ د خاکسارۍ، سپين د پاکۍ، زېړ د کمزورۍ يا جدايۍ او سور ترډېره د وينو يا جنګ نښه ده. رنګ او لباس که له يوې خوا د اغوستونکي طبعيت څرګندوي له بلې خوا د ليدونکو غبرګون هم ډاګيزوي.
څو ورځې وړاندې مې په لومړي ځل کوټ واغوست. له يوې ډلې دينې زده کوونکو سره مخامخ شوم. د دوی مفتي راته وويل: څه کار کوې؟
ـــــ ښوونکی يم.
ـــــ ښه ښه، ما وې که دواخانه دې ده! (د ډاکټرګمان يې راباندې وکړ)
ـــــ نه! نه! د دې ترڅنګ پوهنتون هم وايم.
له دې چې لاړم په ښار کې له يوه بل اشنا سره مخامخ شوم. د کوټ مبارکي يې راکړه او په خندا يې وويل: څوک دې پکې مړ نه کړي! زه حيران شوم چې د کوټ په اغوستو مې څوک څنګه وژني؟ خو ده مې حيراني حس کړه او ويې پوښتلم؛ ته نه يې خبر؟ ما وې نه! کېسه يې داسې راته پيل کړه:
ـــــ د ثور انقلاب (؟) په وختونوکې پلاني ستا په شان تور کوټ اغوستی و. څو ورځې وروسته د مجاهدينو په نوم يوې ډلې کمين ورته نيولی و چې ويې وژني. خو د ده بخت په دې ښه و، چې پرې ور برابر شوی نه و.
ـــــ ولې يې وژلو؟
ـــــ کوټ يې اغوستی و!
ـــــ نو څه خبره ده چې اغوستی يې و؟
ـــــ دا کوټونه په هغه وخت کې اکثره باسواده کسانو چې په دولت کې يې دندې لرلې کارول او هغه وخت چې څوک په دولت کې و دوی يې د وژلو هڅه ځکه کوله چې د دوی په عقيده به ملحد و. د پلاني په اړه يې هم دا نظر و چې ملحد شوی!
ـــــ هههههههه هاهاهاهاهاها! ښه!! ښه!!!
په هېواد کې په هر رنګ او لباس کې دومره بازۍ وشوې چې اوس مې هېڅ رنګ او لباس ته زړه نه کېږي. بېلابېلو رنګونو او لباسونو په ډول ډول بلاو ککړ کړو. سره رنګ په وينو ولړلو. شنه او برګ (تور او سپن) د جنګي پړانګانو په خوله کې ورکړو. سپين په سپينه ورځ تورې بلاوې راپسې رواستې او اوس چې د کومو رنګونو تر سيوري لاندې ژوند کوو خدای(ج) خبر چې څه به راباندې راولي!
رنګ او لباس د ظاهري پيغام ترڅنګ ځينې نورې مانوي جرړې هم لري. مثلاً د رنګ او لباس له انتخابه يو څه د انساني مزاج پېژندنه کوی شو. خو دا په دې مانا هېڅکله هم نه ده چې د رنګ او لباس له مخې څوک فتوا صادره کړي. لېکن اټکل ممکن دی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له ډېره وخته شنه چپنه اغوندي. له دې مالومېږي چې نوموړی د ابادۍ او ښېرازۍ پلوي دی. مګرشين رنګ له خړ سره مرموزه اړيکه لري. مثلاً که خړې ځمکې ته تخم ور وکرو شين فصل يا شنه بوټي رازرغونوي. ممکن د کرزي چپنه هم خړو ډلرو شنه کړې وي.
دا ښه خبره ده چې د کرزي چپنه خړو ډلرو شنه کړې خو زه د ډاکټر عبدالله عبدالله سرې چپنې ته په سوچ کې يم او نه پوهېږم چې د هغې ترشا به د کوم رنګ لاس وي؟ کېدای شي د ده د مزاج رنګ يې ترشا وي.
۲۵ حوت ۱۳۹۲
حيدراباد