یو شمیر لرغوني آثار چې په هغوی کې دینې کتابونه، لوښې او په لاس لیکل شوې قلمي نسخې شاملې وې او د مالیې وزارت د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک د مؤظفینو له خوا نیول شوي وې، نن د مالیې وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال له خوا رسماً د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین ښاغلي مصدق خلیلي ته وسپارل شوې.

دغه آثار د کابل د هوایي ډګر د ګمرک د مامورینو له خوا په داسې حال کې نیول شوي وو چې له هیواد څخه بهر لیږدول کیدل.

د مالیې وزیر ډاکټر زاخیلوال په دې مناسبت وویل چې: « هغه فرهنګي میراثونه چې زموږ تاریخ ورپورې تړلی دی، د تیرودرې لسیزو ناخوالو په ترڅ کې ډیر تر تهدید لاندې راغلي دي او کوم زیان چې ورته رسیدلی موږ هیڅکله د هغې جبران نه شو کولی:» ده زیاته کړه چې کوم آثار چې راپاتې دي د هغوی ساتنه د هر افغان ملي او وطني وجیبه ده. ده د مالیې وزارت له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د ملي احساس له مخې یې دغه آثار د قاچاقبرانو له منګلو ترلاسه کړل جې اوس رسما د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل کیږي. ده د موزیم له کارکوونکو څخه هم مننه وکړه چې د هیواد تاریخي آثار یې سره راټول او بیا یې رغولي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین ښاغلي مصدق خلیلي هم د مالیې وزارت له کارکوونکو څخه مننه وکړه  او ویې ویل: «زه ډیر خوښ یم چې زموږ له وزارتونو سره د هیواد د تاریخي آثارو د ساتلو احساس شته.»

د غونډې په پای کې نوموړي آثار دمالیې وزارت د مطبوعاتو سلاکار ښاغلي نجیب الله منلي له خوا یو، یو ګډون والو ته په لنډ ډول وروپیژندل شول او د هر یو د لرغونتیا او تاریخي ارزښت په اړه یې معلومات ورکړل شول.

غونډه د خبریالانو پوښتنو ته د مسؤولو کسانو له خوا د ځوابونو په ویلو پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *