تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: لرغونپوهانو په کاپيسا په خم زرګر تاریخي سیمه کې له ۴۵ کلونو وروسته د دوه زمریانو مجسمې وموندلې.

خم زرګر هغه سیمه ده چې افغان حکومت په کې له ۱۳۴۷ کال راهیسې کیندنې پيل کړې وې چې بیا وروسته دا پروسه بنده شوه.

د کاپیسا د والي مطبوعاتي دفتر تاند ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا دوه زمریان چې ژبې یې را ایستل شوي د خم زرګر سیمې تر خاورو لاندې شوي یو کور کې موندل شوې دي، چې مخینه یې زرګونه کاله پخوانۍ او د کنشکا په دورې پورې اړه لري.

د کاپیسا ولایتي اداره وايي، د دې ولایت والي عبداللطیف مراد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد رسول باوري د دغو مجسمو له کشف وروسته سمدواره سیمې ته رسېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په اتو تاریخي ولایتونو کې یې د لرغونپوهانو په مرسته د پنځو کلونو لپاره کیندنې پیل کړې دي چې په دې پروګرام کې کاپيسا ولایت هم شامل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *