د افغانستان تاریخي اثار

هېرودت وايي، د ماد وګړوسپي ته،سپا کووېلې

له پخوانه د اريايي توکمو هيوادونو تر مينځ ګډې اړيکې ،چې موږ په دې لړ کې پارس او هند د بېلګې په توګه يادولی شوموجودې وې .د دغه توکم وګړي له بلخ (باختر) نه ختيځ او لوېديځ لور ته کډه شوي دي چې هلته يې له خپلې پلرنۍ خاورې بهر جلاجلا مدنيتونه اوحکومتونه جوړ کړي دي.

د غه اريايي توکمو يو ټبر د «ماد» په نوم په نوم موږ پېژنو چې د اوسني ايران په شمال کې سر راپرته کړ او بيا يې د اوومې (۷) مخزېږدي پېړۍ په شاوخوا کې د يوه حکومت بنسټ (۷۰۱ م ز۵۵۰ م ز) کېښود چې د هېواد پلازمېنه يې همدان وه .د دغو ماديانو يو واکمن چې هيرودت دی د «فرورتيش» په نوم ياد کړی دی ډېر نامتو وه . له همدان نه نېولې ان د لرغوني افغانستان ختيځې ځمکې د باختر او جيحون تر غاړې پورې د ده تر ولکې لاندې وې.

فرانسوي ختيځپوه ډارمسټټر انګېري چې پښتو ژبه د «ماديانو» ژبې ته ډېره نږدې وه.

هيرودت وايي چې د ماد وګړو «سپي» ته «سپاکو» ويل چې اوس هم چې پښتو ژبه کې سپی بولي.

د ميدي (ماد) وګړو د تمدن او پرمختګ ځنې توکي، زموږ د هېواد په هغو سيمو کې چې د دوی تر واک لاندې وې په ميراث پرېښودل. په افغانستان او ايران کې د دغه ټبر زوزات بلوڅان او کردان دي.

له دغو څيزونو نه «لکه معماري او مجسمه جوړول» نه يوازې باختريانو ګټه واخستله بلکې هخامنشي پارسيانو هم ډېره استفاده وکړه.

که څه هم باختريانو له دېنه ډېر د مخه ډېر پرمختګونه کړي وه ،چې اغېزه يې ان د هندوستان په سيمه ييزو واکمنو پرېوتې وه، چې موږ د «کوروس» او «پنچالا» سيمه ييز حکومتونه (په جمنا او ګنګا کې) د بېلګې په توګه يادولی شو. همدا راز له مخزېدي نه زر کاله دمخه په لرغوني افغانستان کې د لاسي صنايعو ودې، د کرهڼې چارې ،د نهرونو او ويالو وېستل دومره مشهور شول چې د ايران په شمال لوېديځ کې په ماديانو او وروسته يې د پارس په هخامنشيانو اغېزه وکړه او ډېر څه يې له ځان سره خپل هېواد ته يووړل.

د ماديانو د واکمنی په مهال د اريايي وګړو ځنې ټبرونه له شمال لوېديځ نه جنوب لور ته کډه شول ،چې په دغه لړ کې يو نامتو ټبر «پارسوا» نومېد چې وروسته همدغه سيمه د دوی په نوم ونومول شوه.

په دغه وخت کې د باختريانو مرکزي حکومت د مينځنۍ اسيا لخوا د يو شمېر وګړو د بريدونو له امله مخ په ځوړه روان وه، نو ځکه خو لومړی ماديانو او وروسته د پارس هخامنشیانو د لرغوني افغانستان يو شمېر سيمې لاندې کړې ،چې د پارس دغه دولت دومره پياوړی شو چې د «اشوريانو» سيال وګرځېد.

په نړۍ کې يو شمېر مدنيتونه ډېر نامتو دي: په دې لړ کې کلده، بين النهرين، بابل، مصر او د فرات او دجلې() په شاوخوا سيمو کې مدنيت چې لرغونی تاريخ لري ،د ساري په توګه يادولی شو.

د ماديانو د واکمنۍ په مهال له عربي دولتونو سره د دوی اړيکې ښې او دوستانه وې .ان تر دې چې د «ليدي پاچا اليات» لور د ماد ملکه وه .

همدا ډول «اژدهاک» خور د بابل ملکه ګڼل کېده. ولې کله چې «هخامنش» (۷۰۰۶۷۵ م ز) واک ته ورسېد او بيا د ده داولادې ،په دې لړ کې د هخامنشيانو اوم پاچا کوروش چې په مخزېږدي شپږمه پېړۍ کې واک ترلاسه کړ. ده نه يوازې د ماديانو د واکمنۍ اړيکې چې له «ليديانو» سره موجودې وې خړې پړې کړې، بلکې د دغې کورنۍ واک چې د دوه پېړيو په موده کې، دوړې اېشا (اسيا صغير) سيمې په کې شاملې وې له مينځه يووړ.

د «پارساګاد» د ټبر نامتو مشر کوروش ،که له يوې خوا په وړې اشيا کې د «ليدي دولت» واکمني ړنګه کړه ،خو له بلې خوا يې نوې کلده او بين النهرين (دجله او فرات) هم د پارس ټولواکمنۍ پورې وتړل.

د کوروش زوی «کامبوزيا» دومره پياوړی جنګيالی وو،چې په ۵۲۵ م ز کې د مصر دولت (د فراعونيانو ۲۶ لړۍ وروستی فرعون) هم لاندې کړ.

لومړي داريوش د لومړي ځل لپاره چې کله سکه پخپل نوم ووهله نو بيا ده هم د کوروش په څېر په ۵۱۲ م ز کال د مقدونيه له نيولو وروسته افغانستان يې ونيو تر سينده پورې پر مخ لاړ.

افغانستان چې په دغه وخت کې يانې د هخامنشيانو په مهال يو باثباته مرکزي حکومت نه درلود ولې بيا هم د ۶ کالو په شاوخوا کې د کوروش د بريدونو په وړاندې ودرېدل.

سره د دې هم نوموړي ټولواک ،ستر ګندهارا پورې سيمې ونيولې، سيستان، باختر، کرمان او د پارتيا سيمې (پرثوه) يې هم تر ولکې لاندې را وستې.

په دغه وخت کې افغانستان هغه ځواکمن هېواد نه وه چې په مخزېږدي ۸ پېړۍ کې څومره د واک او ځواک څښتن وه. په دغه مهال کې زرتشتي دين له افغانستان نه ايران ته ورسېد چې دغه پرمختګ د ايران لپاره زيات فرهنګي او کلتوري ارزښت درلود. خو بيا (د ۶ م ز پېړۍ) په شاوخوا کې «خروشتي» ليکدود د ايران له لارې افغانستان ته راغی.

«دغې ټولنيزې ودې ادامه پيدا کړه. افغانستان چې له ۸ م ز پېړۍ نه د مخه د زرتشتي دين پيرو وو نو بيا دغه دين د افغانستان له لارې ايران ته ورسېد.»()

کوروش د هخامنشي کورنۍ اووم پاچا په ۵۲۹ م ز کال ومړ. يو شمېر څېړونکي کاږي چې دی له ساکانو سره په جګړه کې ووژل شو. خو بيا هم د هخامنشي کورنۍ نهم واکمن داريوش د «دريم کمبوجيه» چې د کوروش ځای ناستی وه ،ټولواکمني خوندي کړه ،چې له ايران، يونان او هند پورې غځېدلې وه.

«د هخامنشي واکمن د مدنيت او فرهنګ اثار په افغانستان کې هم خپاره شولد پارس په نقش رستم او بيستون کې له داريوش څخه پاتې ديهغه چې زموږ په تاريخ پورې اړه لري دا دي:

پرتوه Parthava (خراسان او ګرګان)

باختريش Baxtrish (شمال ته يې امو لوېديځ ته مرګويه يا مروه)

زرنګه Zaranka (زرنج = سيستان)

هره يوه Haraiva هرات…»()

د تاريخپوه مير غلام محمد غبار په اند  هخامنشي واکمنو هنري او معماري ارزښتونو په څنګ کې «ارامي» ليکدود (۴۱ مخ) هم راوړ، له دې کبله چې د افغانستان د ليکلي تاريخ پېر پيلېږي.

په همدغه پېر کې ارامي ليکدود تر هندوستانه پورې ورسېد ،چې وروسته يې د برهمي او خروشتي ليکدودونو مبدا را مينځته کړه. «له دې سره سره د افغانستان او اېران تمدن او فرهنګ په دغه پېر کې د دواړو هېوادونو د ودې او پرمختګ لاملونه را مينځته کړل.»()

د ماديانو او هخامنشيانو د واکمنيو په مهال ساکان د لرغونو اريايانو، يانې د اوستايانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم پياوړی اريايي ټبر ګڼل کېږي ،چې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د سکا Saka = سکه = سکز يا سکت، سيت، سکلت چې وروسته په ساکانو ياد شوي دي د دغه ټبر بېلابېل نومونه دي.

ساکان د ماديانو د واکمنۍ په مهال له دوی سره په جګړه بوخت شول او ماديانو ماته وخوړه. ماديان چې په دغه وخت کې يو ځواکمن ټبر وه او ان تر دې چې اشوريانو (اشوریان) ته يې هم څو ځایه ماته ورکړې وه ،حيران پاتې شول چې له ساکانو نه يې ولې ماته وخوړه؟

اشوریانو چې د ساکانو مېړانه وليده ،نو لاس يې سره يو کړ او د ګډ دښمن په وړاندې وجنګېدل. خو ماديس Madyes د ماديانو پادشاه په مهارت سره د ساکانو مشران او سرداران له خپلو پوځيانو سره يوځای يوې مېلمستيا ته را وغوښتل او ټول يې ووژل.

له ماديانو وروسته هخامنشيانو په ساکانو بريدونه پيل کړل. (لوی کوروش د بابل له نيواک وروسته د اريانا (ايران) په شمال او لوېديځ کې پر ساکانو را باندې کړل او يو لړ ساکي ټبرونه يې لاسکتوی کړل. ځنې د کوروش مرګ د ساکانو په جنګ پورې تړي.»()

د ماديانو او هخامنشيانو په وړاندې د ساکانو جګړې، نه يوازې دوی کمزوري نکړل ،بلکې دوی لا يو موټی شول او په دغه لويه سيمه کې، د يوه جنګيالي ټبر په نوم ياد شول ،او ژبه يې هم د هغه مهال د مشهورو ژبو په کتار کې ودرېده.

«په زاړه پېر (۵۲۰۳۰۰۰ مخزېږدي) کې اريايي ژبو شمېر پنځو ته رسي:

۱اوستا vesta

۲زړه پاړسي Old Persian يا د هخامنشيانو ژبه.

۳مادي (مېدي) Median.

۴پارتي Parthian.

۵ساکي يا سکهSaka (= سيتي Scythian).»()

کله چې يونانيانو افغانستان ته مخه کړه پوه شول چې ساکان يو پياوړی او جنګيالی قوم دی نو بيا يې دوی ته په خپل پوځ کې برخه ورکړه ،چې د دوی په مټ واک ترلاسه کړي.

موسيوهاکن « په افغانستان کې د فرانسې د لس کلنو کيندنو پايله» نومي کتاب کې کښلي دي چې دښت مېشتي کوچي ساکان ډلې ډلې په باختر کې يونانيانو ته راتلل او د سرتېريو په دنده ګمارل کېدل.

«ميسوبارټولډ» وايي: «ښايي ساکان له ۷ اومې مخزېږدې پېړۍ نه د مخه د رنګيانا يا زرنجيانا ته راغلي وه.»()

ورورو دغه وګړي پياوړي شول او جګړه ييزه تجربه يې دومره زياته شوه چې «دغه ټبرونه له باختر څخه د هريرود ناوې او له هغه ځايه د هلمند او ارغنداو ناوو ته شېوه شول او د پاچاهۍ په جوړولو يې لاس پورې کړل .

يو شمېر ختيځپوهان انګېرې چې ساکان د مخزېږدي اوومې پېړۍ په پيل کې د کپکاس له غرونو را تېر شول ،د باختر په شمال ،مينځي اسيا ،په ځانګړي ډول اذربايجان کې په چور او چپاول لاس پورې کړ او بيا له ماديانو سره لاس او ګرېوان شول.

د «بارټولډ» د څرګندونو له مخې ساکانو د مخزېږدي اوومې پېړی د زرنجيانا شاوخوا سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او ورورو يې بيا د يوه حکومت بنسټ کېښود.

د بارتولډ د خبرې مانا دا نده چې دغه وګړي يو ناڅاپه دغه سيمې ته را ننوتي دي، بلکې ساکان يو جنګيالی ټبر وه ،چې د کسپين له سمندرګي نيولې تر يورال او بيا تر ميځنۍ اسيا پورې را رسېدلي دي.

«د هخامنشي پاچاهانوپه ډبرليکونوکې په ډاګه شوې ،چې د ساکه ټبر د امو ها غاړې ته د پامير په شماوخوا کې ،د هومه راوړونکيو، ياد ګړڼديو ساکانو په نومونو، د هغو پاچهانو تر ادارې لاندې اوسېدلې او د پارت (خراسان) له لارې د زرنګهدرنګيانه ځمکې ته را تېر شوي ،خپل نوم يې سکستان = سيستان ته ورکړی وو،او هم يې د هندوکش په شمالي سيمو او باختر کې ژوند کاوه، چې کورنۍ يې بيا له دې ځايه لوېديځ او ختيځ خوا ته خپرې شوېده.

د دوی پېښې د اريايانو د تاريخ برخه ګڼل کېږياو په اولسي روايتونو کې هم«ساک = سهاک» د يما = ياما (جمشېد) د خور زوی ګڼل شوی دی ،او ويل کېږي چې د ياما واکمني د خپل خوريي لخوا له مينځه لاړه. ولې وګړي له ده څخه خوابدي شول ،نو بيا يې د «کاوه» نومي پښ په سردارۍ او د فريدون په سردارۍ پاڅون وکړ سهاک ماته وخوړه.

فريدون چې د يما زوزات ګڼل کېده ،د ده په مټ  پېشدادۍ کورنۍ يو ځل بيا واک ته ورسېده.

له پېشداديانو وروسته د کاويان د کورنۍ لومړی واکمن «کی قباد» واکمن شو، چې له ده نه وروسته «کيکاوس» او له وروستي ټولواک «کی خسرو» نه وروسته په بلخ او باختر کې «اسپه کورنۍ» واک ته ورسېده.

له «لهراسپ» نه وروسته د ده زوی ويشتاسپ (ګشتاسپ) يو ځواکمن واکمن وه، چې زرتښت دين د يوه «واحد خدای» يا اهوره د لمانځنې لپاره مينځته راغی او د اوستا سپېڅلی کتاب يې د غوايانو پر ۱۲۰۰۰ پوستکو په سروزرو وليکه ،چې له بده مرغه د بهرنيو يرغلګرو لخوا يې ډېره برخه زيانمنه شوه.

پدغه اوستايي عصر کې چې کوم قومونه د مخزېږدي زرو کلو په شاوخوا کې په باختر، اراکوزيا (اراخوزيا)، درنګيانا او يو شمېر نورو سيمو کې اباد ول، يو هم ساکي (امورګی ساک) ټبر وه.

که څه هم په دغه وخت کې ساکانو د زرتښت دين نه وه منلی، ښايي چې د لمر خدای د اسمان خدای، د ځمکې خدای يا د نورو مقدساتو لمانځنه به يې کوله.

ولې دلته د ساکانو د شتون څو لاملونه د پام وړ دي. لومړی خو همدا چې په زرتښتي متونو کې ساکو ته سپکې سپورې ويل شوې دي. دويم داچې همدغه سند دا په ګوته کوي چې ساکان له زرتښتيانو سره، ګاونډيان ول.

«د ميلاد نه د مخه د زرو کلونو په نيمايي کې په پامير او هغه ته په نژدې سيمو کې يوه واحده ټولنه جوړه شوې وه چې واحد کلتور يې لاره. تصور کېږي چې دا د «هوماورګ ساکو» ټولنه وه چې د نقش رستم په يادګار او د «دارا» (دار = داريوش) په نورو کتيبو کې ياد شوی دی. هېرودوت (امورګي سکيفيانو) د نړۍ جنوب ختيځ څنډې ښوولې دي.»()

که څه هم د ايراني داريوش Daius په کتيبو کې د دوی يادونه شوې ده ،ولې په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې دوی د خپلې واکمنۍ په مهال د کوشانيانو په پرتله دومره لرغوني يادګارونه اوسني کول (کهول) ته په ميراث ندي پرې اېښي، چې اوس يې له بابته ډېر تیاره ګوټونه روښانه شوي وای.

که څه هم موږ د مخه د زرتښتي يادښتونو له مخې انګېرل ،چې ساکان يې غندلي دي. ولې يو شمېر واکمنو بيا ،نه يوازې د دوی د ځواک ستاينه کړې ده، بلکې د دوی د ښو کړنو جاج يې هم اخستی دی.

«د ميوسيوفوشه په وينا لوی کوروش څلورسوه پنځوس مخزېږدي، د سيستان د نيولو پر وخت ،دا ساکان د دوی د ښو خدمتونو له امله، ښه کړوني (په يوناني کې ايويرګټ Evergetes) بلل. همدا خلک د درېسوه دېرش مخزېږدي په شاوخوا کې په همدې ځمکې اوسېدل، چې سکندر هم دوی نازولي وو او ښه نرمه رويه يې ورسره درلوده.»()

ساکان که د يوه جنګيالي ټبر په توګه د هخامنشيانو او يونانيانو د واکمنۍ په مهال پياوړي ول ،خود پوره وړتيا څښتن هم وه. نو د همدې ځواک له مخې يې بيا يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه. ساکان که په مينځنۍ اسيا کې استوګن وه او که په مينځني ختيځ کې، يا په ختيځه او لوېديځه اريانا کې ،خو پخپل يو موټيتوب يې په دويمې مخزېږدي پېړۍ کې، د اوسني سيستان په شاوخوا پراخه سيمه کې ،د يوې لويې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود. (پارت په ساکي ژبه تبعيد شوي ته وايي) ساکانو په ۱۲۰ ق م، ۷۲ ق م، ۵۸ ق م او ۴۸ ق م کلو شاوخوا کې، چې لومړی يې د ارغنداب په سيمه کې د يوه حکومت بنسټ کېښود.

بيا يې له اوسني افغانستان نه را واخله تر پنجابه ،د اوسني اېران ځنې برخې ،د خپلې ټولواکمنۍ لاندې راوستې. ټکسلا يې هم ونيوله او شهينشاه يې د «مايوس» په نوم يادېده.»()

د تاريخ په دغه مهال نه يوازې سهاکو د افغانستان نه بهر په ختيځ او لوېديځ کې ،د يوې لوی ټولواکمنۍ بنسټ کېښود ،بلکې د دوی له واک نه وروسته د دوی تربورانو کوشانيانو هم يوه پراخه امپراتوري جوړه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *