هلمند په اويستا کې

هلمند د او يستا په فرګرد کي :

هلمند له آره د سيند نوم دی ، اوس داټوله سيمه په همدې نامه ياديږي د افغانستان د تمدن دوهمه حوزه جوړوي چي د هرات په څېر دپيل څخه دمختلفو قومونو دپام وړګرځېدلی ، د اريايانوپه مذهبي کتاب او يستا د (فرګرد) په لومړي فصل کي د هيتومنت (Heatumant) په نامه د ښو او ښيرازه ځايونو څخه چي اهورا مزدايې([1])رامنځ ته کړې ده ياد يوولسم ځای سوی.دلته اړينه ده چي يوڅه د اويستاپرنامه هم رڼاواچووځکه دکتاب په سرليک او نامه کي هم ورته ايشاره شوې ده.اويستا له آره د زرتشتي دين د سپيڅلي کتاب نوم دی چي د د ې ترڅنګ دهغي ژبي نوم هم دی چي داکتاب په ليکل شوی لکه (اوستايې ژبه) چي داژبه څه ناڅه له ننه دوه زره څلور سوه(۲۴۰۰)کاله پخواپرژبو چليدل . ([2])

د اوستا کلمه اروپايې ختيز پيژند ونکو په بيلو بيلو ډولو ژباړلې او تعبير کړې ده.

يو شمير يې (مضمون) بولي ، ځينو د دې کلمې اشتقاق (د استاک Apstak) دکلمې څخه بللی او په (قانون) سره يې ژباړلی دی .

پروفيسور (کلدنر) د پروفيسور (ندارس) دخولې کاږي چي اويستا يا اوستاک پهلوي کلمه ده چي د (اوپستا) دکلمې څخه راوتلې ده او مانايې (اساس ، بنسټ او اصلي متن ) دی . د (زند) کلمه د ستاينوم په توګه ورسره يو ځای کوي چي د (ښار ) او (لمونځ) دوې ماناوي ورکوي . ([3] )

هلمند په تاريخي او جغرافيايې متونوکي

((په هلمند کي لاسته راغلې ګډوه ،چي پرشاوخوا خطونه لري))
((په هلمند کي لاسته راغلې ګډوه ،چي پرشاوخوا خطونه لري))

هلمند په سانسکريټ کي :

د پا ڼڼي په ((اښت اډهيايي)) کي د دې سيند سنسګريټي نوم (سيتومنت) کښلی دی.

هلمند په يوناني تاريخوکي :

ديونانيانو په خپلو ليکنو کي هلمند سيند د (ايتامنتوس ، ايتامندروس) په شکل ليکلی دی . ([4])

دهلمند پرته نور هغه سيندونه چي په هامون کي توئېږي :

په او ستاکي يې نومونه دا دي :

د ار يانا په لرغوني ، تاريخي او جغرافيايې کتاب او ستا په (۶۷) فقره زمياديشت کي بيله هير مند (هلمنده) دا تو (۸)نورو سيندونو نومونه هم يادکړي چی په هامون کي توئيږي . ([5])

۱ ــ خوا سترا(خاشرود).

۲ــ هواسپا ، خواسپا ، خوسپاس ياخواسپه رود (Khuva spa) .

۳ــ فردا تا = (فراه رود) .

۴ــ خواز ننګهيتي = هاروت رود . (دفراه په سيمه کي).

۵ــ او شتاوايتي (Ustavaiti).

۶ــ اروا ذا (Urvadha).

7ــ رزي (Erezi) ــ د رزي په ناحيه کي چي دخاشرود سره ګډيږي .

۸ ــ زينو مثيتي (Zarinumaeti) (د زرو د څښتن په مانا يا زرمند). ښايې د ارغنداب رود وي .([6]).

۹ــ يې هم خپله هيتومنت (هلمند رود) ــ Heatumunt.

دهلمند نوم تر اسلام مخکي او وروسته په مختلفو نومونو په کورني او بهرني لرغوني اثاروکي ياد سوی دی .

د درې ژبي په لومړني جغرافيايې اثر ( حدودالعالم) کي چی په (۳۷۲ هــ ق) کي کښل سوی د هلمند نوم (هند مند) ليکل سوی دی .

ياقوت حموي په اتمه هجري پيړۍ کي دهلمند نوم په (هيد مند) سره ليکی دی. بلاذري ، ابن خرداذ به او يعقوبي هم د هيدمند په نامه ليکلی.

دالبلدان په ابن فقيه کتاب کي (هند ميذ)راغلی ، په نزهة القلوب کي د (هير ميد) په بڼه راغلی ، دمقدسي په احسن التقاسيم کي دنزهت القلوب په څېر (هيرميد) راغلی او په لمنليکونو کي يې (هرميد) ليکل سوی دی .

په ظفر نامه کي د (هيرمن) په شکل راغلی . په تاريخ سيستان چي ليکوال يې نامعلوم دی او تاريخ بيهقي او د جهان نامي په عکسي نسخه ګرشبنامه کي د ( هيرمند) ([7])، په نامه راغلی ، دملک شاه حسين بن ملک غياث الدين محمد بن شامحمود سيستاني (هلمندي) په احياء الملوک کتاب ۱۰۳۰شاوخواکي هم د (هيرمند) په نامه راغلی. ([8])

مشهور انګليسي ختيځ پوه لسترينج په (جغرافيايې تاريخي سرزمين هان خلافت شرقي ۱۸۵۴ ــ ۱۹۳۴ م) کي (هيرمند ) ياد کړی او وايې چي د هيرمند (هلمند) رود سرچشمه د غزني او باميان د غرونو له منځ څخه ده په حبيب السير کي هيرمند ، په جغرافيايي حافظ آبرو کي هيرمند راغلی .

دهلمند مختلف نومونه

د اوسني هلمند نوم په تاريخي او جغرافيايې کتابو کي په نورو مختلفو نومونو هم راغلی ، لکه:

لومړنی نوم يې چي زرګونه کاله پخوا ياديده هيتومنت دی ، ورپسي ايتامند روس ، هيرمند ، هير ميد ، تومانت ، هرمند ، هند مند ، هنتومنت ، ايتامندور ، سيتومنت ، هرمن ، هيو ميت او داسي نور …

دهلمند د کلکولي تيک دورې تمدن :

کله چي انسان د ځمکي پرمخ ژوند پيل کړ د پرمختګ هغه برخه چي موږ يې ليکلي شواهد په لاس کي لرو د تاريخ په نامه ياديږي او هغه څه چي انسان دليک په موندلو نه و بريالی سوی تر تاريخ وړاندي دوره (CPREHISTORIC) په نامه ياديږي.

په تاريخي دوره کي شرط دادی چي د لرغونو ټبرونو لاس ته راغلي اثار لوستل سوي او دلوستلو وړ وي. ([9])

داچي انسان دځمکي پر سر ژوند پيل کړه او په غارونوکي ژوند کاوه او بيا د توږلي ډبري (کلکوليتک ) دورې کي په همدې هلمند کي د مختلفو انساني ټبرونو ددې له برکته ډک سيند پرغاړو ژوند کاوه او خپل خواړه به يې دياد سېند د کبانو او يا د ځنګلونو دحيواناتو دښکار په غوښو سره برابرول اويابه يې کرهڼه کول چي د کلکوليت د دورې ژوندون هم له هغې ورځي څخه پيلېږي چي بشر لوړو ځايو ، غرو او لويو سيندو او د رود غاړو ته راکښته سوی دی .

په افغانستان کي د تاريخ د اثارو مخکي پلټني د (۱۹۳۶م) کال څخه د اروپايې علمي پلاو له خواپيل سوې چې په نتيجه کي يې تر تاريخ مخکي د ډبرو دکاريدو په درېيمې دورې ياني توږل سوي ډبري او خاورينو لوښو او فلزاتو دکاروني په دورې اړه لري ، چې دې دورې ته (کلکوتيک ) دوران وايې . ([10])

له دې پلټنو څخه دا څرګنديږي چي د افغانستان او ګاونډيو په ځانګړې توګه د افغانستان په دننه هلمند کي د (۶۰۰) ښپږ زره کلونو راهيسي دلته مدنيت او تمدن موجود ؤ چي د افغانستان د هغو تاريخي تمدن دوهمه حوزه جوړوي ([11]).

په خوښۍ سره په (۱۹۳۶م) کال کي فرانسوي ، پروفيسور هاکن افغانستان ته دکيندلو لپاره راوليږل سو ، دپلاوي مدير (پرو فيسور ګيرهمن) په مشرۍ چي دقبل التاريخ متخصص ؤ او هغه وخت يې په ايران کي کار کاوه دلومړي ځل لپاره يې د قبل التاريخ دورې پلټني کار د هيرمند (هلمند) په پراخه حوزه کي پيل کړې او د ((نادعلي)) په شاوخوا کي چي د (زرنګ) يعني سيستان د پخوانۍ پلاز ميني يوه برخه کنډ والې وې په سور داغ او سپين داغ ([12] )دسرو تار او کنګ په کلا کي کيندنې وکړې . ([13])

د دې کيندنو په نتيجه کي ډبرين لوښي ، ډول ډول وسلې ، غشي ، رنګه ښايسته سوي توکرکي (کودړي) ، دسپينو زرو غوږوالي ، او د هډوکو څخه جوړ شيان ترلاسه سوه چي پو هانو په مروکي د (انو) په لويديځ کي دکاشان او په سهيل ختيځ کي د سند د پيداسوو اثارو سره ورته ګڼلي دي . ([14])

د دې څو کرښو څخه دا څرګنديږي چي دغه ډول څېړني او تحقيقات نوي يعني په شلمه پيړۍ کي دقبل التاريخ په برخه کي په هلمند او سيستان کي پيل سوي خو دسند دناوې ، بلو چستان او داکسوس دشمالي منطقو او دخزر او فارس دخليج ترمنځ ځمکو او څه لږوړاندي په بين النهرين کي تر (سوزنيان) او عيلام پوري د کلکولي تيک د دورې مدنيت د هلمند دناوې او دسيستان دهامون دحوزي سره اړه لري د (سراورل سن) دغه ډول نظريه داښکاره کوي چي دهلمند او سيستان حوزې دکلکولي تيک دمدنيت ټولي دورې ليدلي او تيري کړي دي .([15] )

که چيري نقشه وکتل سي نو دهيرمند دلتاد (انو) او (موهنجوديرو) څخه تقريبًا پنځه سوه ميله ليري پرته ده ، خو دهلمند او سيستان دکلکولي تيک د دورې دقبل التاريخ د خاورينو لوښو او هغو لوښو ترمنځ چي امريکايې هيئت پومپلي (R . Pumpelly) له ((انو)) څخه پيداکړي او کشف کړي دي په بڼه، تخنيک اورنګ کي ډېر ورته والی موجود دی . ([16])

خو د دغو وينا او څيړنو څخه دا نتيجه لاسه کيږي چي د هلمند په پراخه حوضه او افغاني سيستان کي د کلکولي تيک دمدنيت وږمه چلېدلې ده او د (هلمند) په قبل التاريخ زمانه کي هم د اوس په څېر يوه سياسي ، تجارتي او معنوي ستراتيژيکه سيمه وه چي دکورنيانو او بهرنيانو پام يې ځانته اړولی .

(وګورئ سيستان قبل از اسلام (۷) مخ ته ورسئ).

اويستايي مدنيت په هلمند کي :

اويستا په اصل کي د زر دشتي دين دسپيڅلي کتاب نوم دی او ترڅنګ يې دهماغي ژبي نوم هم دی چي دا کتاب پرې ليکل سوی([17]).

دافغانستان د اريايې خلکو دوهم مدنيت په بخدي (بلخ) ، دهندوکش په شمالي او جغرافيايې سيمو او دهلمند په وادي کي ؤ چي له نن څخه شاوخوا درې ، درې نيم زره کاله پخوا پيل سوی دی .([18])

د زردښت د تبليغ د رامنځته کيدو ځای بخدي (بلخ) هلمند او سيستان دی د زردشت پلار پورو شا سپه يا (دزاړه اس څښتن) او مور يې (دوغدو) د څلورو وروڼو نومونه يې په دې ډول وه : دتوشتر، انګو شتر ، نوتريکاني وتيش.([19])اويستايې تمدن بايد د آريايې تمدن په ادامه وبولو ځکه داد اريائيانو دلارښود زردشت پر دين او تګ لاره را ګرځي .

د اويستايې مدنيت بنسټ په ۱۲۰۰ق . م يعني له نن څخه شاوخوا درې زره دوه سوه کاله پخوا په بخدي (بلخ) کي کښېښودل سو .([20])

زردهازا

دهلمند رود دسرچيني نوم په اويستاکي :

دلته دهلمند رود دسرچينې په اړه ږغيږو چي له کومه ځايه سرچينه اخلي او راځي دهلمند پراخه سيمه په خړوبيږي ، هلمند د افغانستان دوهم لوی رود دي چي سرچينه يې دبابا په غره کي ده ، دهلمند رود دا سرچينه دکابله څخه شپيته کيلومتره ليري دلويديز خواته ده او هغه لاره چي له باميانه پېښور ته تله او د ورېښمو لار بلل کيږي د دې سرچينې په شل کيلو مترۍ کي تېره سوې ، داويستا دکتاب دمتن په هغو شپاړسو ولايتونوکي چي د ونديداد په برخه کي چي ددې کتاب درېيمه برخه ده يوولسم ايالت هيومينت (هلمند) په نامه راغلی چي هلته د رود په نامه نه بلکه د سيمي په نامه راغلی. ([21]په اوېستاکي چي دهلمند رود دسرچينې نوم راغلی هغه د (زردهازا) غردی چي د اوېستا په زرمياديشت کي يې د دوهم جګ او لوی غر يادونه سوې ده ((ډارمسټټر)) ددې غره موقعيت په هکله د سيستان په هامون کي لټوي خولکه ويل کيږي چي دهلمند رود ورڅخه سرچينه اخلي نو په څرګنده معلوميږي چي په اوېستاکي د (زردهازا) دغره يادونه همدا اوسنی د (بابا غر) دی چي په پورتنيو کرښو کي يې موقعيت وښودل سو . ([22])

نو وايو چي دا غر اوسنی د بابا غردی چي له دغه غره څخه د (دايو تتيدا) ياد نوي او ستيدارنا، ارزيفييه او فر اورپا ښاخونه بېل سو ي وه ، چي د لومړي ښاخ يعني ايوا شيدا (اوشيدادنا) غره ته يې او شدا شتار غرهم ويلی دی چي د روښنايې او پوهي په غره سره هم ژباړل سوی دی او وايې چي دماسور (شق) وړانګې او پلوشې لومړی ځل د دغه غره څوکي روڼوي ، لکه مخکي چي وويل سوه ، ډارمستټر دغه غر د سيستان او هامون په شاوخواکي بولي ، چي دهلمند سيند ور څخه سرچينه اخلي . ([23])

اخځلیکونه:

  1. [1] ــ اهو رامزدا داريائيانو په زاړه دين (مزدايزم = زرتشتيزم ) کي ترټولو لوی خدای دی او مزدا ورسره د ستاينوم په توګه يو ځای سوی چي د ويښيار څښنن په مانادی . م .زيار پښتو او پښتانه دژبپوهني په رڼا کي (۳۴۱مخ).
  2. [1] ــ ډاکتر فاروق انصاري ، تاريخ فشرده، افغانستان (۸مخ).
  3. [1] ــ کهزاد احمد علي ، دافغانستان پخوانی تاريخ (۲۳۵) مخ .
  4. [1] ــ علامه عبدالشکور رشاد بابا، دکندهار ياداښتونه ، ۱۸۹مخ.
  5. [1] ــ محمد اعظم سيستاني ، سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها ۱ ـ ټ ـ ۸۸ مخ چاپ کال ۱۳۶۶هــ .
  6. [1] ــ همدا اثر ــ ۹۰ ــ ۷۰ مخونه.
  7. [1] ــ مختلف ياداښتونه.
  8. [1] ــ احيا ء الملوک د ملک شاه حسين سيستاني ليکنه دليکلو کال (۱۰۲۸هـ ق ) شاوخوا .
  9. [1] ــ د بشريت تاريخ د ښاغلي روهين ژباړه، لومړی مخ او د افغانستان لنډ تاريخ د علامه حبيبي ليکنه، (۱مخ).
  10. [1] ــ همدا اثر .
  11. [1] ــ همدا اثر (۴) مخ .
  12. [1] ــ سرخ داغ په اصل کي يوه هديره او سپين داغ جنګي کلا وه .
  13. [1] ــ کهزاد احمد علي ، افغانستان د تاريخ په رڼاکي د اورنګ زيب ارشاد ژباړه . ۸مخ چاپ کال .
  14. [1] ــ دافغانستان لنډ تاريخ (۴)مخ چاپ کال ۱۳۸۳هـ ش.
  15. [1] ــ احمد علي کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ لومړی ټوک (۲۷)مخ.
  16. [1] ــ همدا اثر (۸م) مخ.
  17. [1] ــ پوهاند م . زيار، پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼاکي (۳۲۵)مخ.
  18. [1] ــ علامه حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ (۱۳)مخ.
  19. [1] ــ همدا اثر (۱۴)مخ.
  20. [1] ــ ډاکتر فاروق انصاري فشرده تاريخ افغانستان ۱۳۸۹هـ . دوم چاپ ۱۴ مخ.
  21. [1] ــ علامه عبدالشکور رشاد بابا د سيمو تاريخي جغرافيه چاپ کال ۱۳۸۴ليندۍ ۲۴۶مخ.
  22. [1] ــ استاد احمد علي کهزاد افغانستان دتاريخ په رڼاکي د اورنګ ارشاد ژباړه چاپ کال ۱۳۷۹هـ ۶۸مخ.
  23. [1] ــ لطيف بابی ، زړښت او اويستا ، ۱۳۷۸هـ ، دامان کتاب خپرولو مؤسسته، ۱۳۸مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *