څه موده وړنداي د یو فرهنګې بنسټ په نوښت د هیواد د تاریخي کلتور(فرهنګي میراثونو) په نامه یوه غونډه جوړه شوي وه، چې موخه یې د دې ارزښتونو په هکله معلومات وړاندي کول وو، نامتو لرغونپوه محمد رسول باوری ته بلنه ورکړي شوه چې خپل لیکچر وړاندي کړي.

نوموړي د خپل یو ساعته پروګرام په لړ کې د مختلفو پيړیو د کلتوري میراثونو یا ارزښتونو په هکله و کډونوالو ته د اهمیت وړ مطالب بیان کړل. ده د کابل ښار د تاریخي قدامت په باره کې هم خبرې وکړې چې ډیر په زړه پوري معلومات وو.

بیا د سوال – ځواب لړۍ پیل شوه، خو د فرهنګې بنسټ مسوول چې د غونډې مهتمم هم و، دا لړۍ په دې بهانه وځنډوله چې په راتلونکې کې بیا داسي غونډه ترتیبوي او ټولو پوښتنو ته به ځوابونه پکې وویل شي. د غونډې برخوالو که هر څومره اسرار وکړ، پایلې یې بې ثمره وي.

زما په ذهین کې دوه پوښتنې وي. یو دا چې لرغونپوه د يوه بهرني سکالر د صنف بندۍ په اساس تاریخې دورې په دريو مرحلو ویشلې وبللې، چې (وحشت، بربریت او مدنیت) وي. پوښتنه د وحشت او بربریت ترمینځ د تخصصی توپيرنو په هکله وه. دوهمه پوښتنه دا وه چې د هیواد په ټولوعلمي، تلویزوني فورمونو او حتا ولسې مجلسونو کې د لرغونپيژندنې یا فرهنګي میراثونو په هکله خبري کیږي. په ځینو وختونو کې حتا مختلف اټکلونه هم تري انګیرل کیږي، چې په مجموعي ډول ټولې تحقیقي یا شفاهی خبري وي. پوښتنه دا وه، چې څنګه دا تحقیقي څیړنې د تخلیقي هدف لپاره معیار وګرځو تر څو د اوسنې وخت د ښارونو د ستونزو د حل لپاره راته ګټوري ثابتي شي؟!، له بده مرغه چې داوړي پوښتنې بې ځوابه پاتې شوي، بیا هم له روڼ اندو څخه هیله کیږي که پدې هکله کومي کتبې یا شفاهي ارزونې لري، زموږ سره د شریکې کړي.

وروسته له ځانه سره د خیال په تصور کې دې پایلې ته ورسیدم چې زموږ ټولنیز ماهیت د نورو په پرتله بل ډول دی. پرمختللي پرګڼې تیر په هیئر ګڼې او د خپل راتلونکې روڼ سباون او بیسا ژوند د اسانتیاوو د موندنو لپاره په نه ستړی کیدونکو زیارونو لګیا دي. دوي د نوي ترلاسه شوي ټیکنالوژي په درشل کې د مثبتو بدلونونو د راوستو په تګل کې دي. د بیلګې په توګه، هندوستان په خپل فلمې صنعت کې د پخوا په پرتله انقلابي بدلونونه مینځ ته راوستلی، اروپايي هیوادونو د طب، انجنیري او اقتصادي په برخو کې پخوانی میتودونه لغوه او نوي تخنیکي رازونه یې را څرګند کړي دي. چاپان د سپکو او درنو صنایعو د تخنیکې بنسټونه په ترکیب سره نوي بریاوي ترلاسه کړي. خو زموږ فاضلان او کارپوهان د عامه پرګنیو په شمول د ننې تخنیکې پرمختګونو څخه په سترګو پټونو سره تیر حالتونو ته غوره والي ورکوي. د پروګرام لیکچرر چې د کابل ښار د لرغونتیا په هکله خبري کولي، نو د کابل کوشانیانو د دوري په هکله یې په  خوند سره آه، ویستله او هغه یې یو ځلانده باب یاد کړ. له خبرو یې داسي جوتیده چې د هغه وخت کابل تر اوسنې زیات مدني وړتیا لرله. دا سمه ده چې هغه زمان به په کابل ښار کې دا ډول بمې چاودنې، ځانمرګې بریدونه او د شپنېو توغندیو ویشتل نه وو. خو په تخنیکې لحاظ سره له ننې کابل سره نشي پرتله کیداي، ځکه چې اوس د ښار سم او غر په بريښنايي رڼاګانو روښانه او د شپې مهال روماني ننداري وړاندي کوي، د اسونو او مرکب ګاډو په ځای نفتي اتوموبایلونه او ډول ډول موټرونه پکې ګرځي.

بیا هم دا نه وایم چې تیر فرهنګې ارزښتونه دي له پامه وغورځول شي، او تاریخي بابونه د ونه ګڼل شي، دا زموږ ملي پيژندنه ده. خو داسي هم نه چې دا فرهنګې میراثونه دي د ټولنې یوه غایه وبلل شي. د هندوستان په شمول که د سیمې نور هیوادونه خپلو تاریخې ارزښتونو او میراثونو ته اهمیت ورکوي، د هغوي لید لوري تر یو ټولګې، څانګې او سکتور پوري محدود دي. بله داچې د هغوي لپاره د عایداتو لوي سرچینې هم دا میراثونه ګڼل کیږي. سیلانیان یې لیدو ته ورځي او په زرګونه محلې وګړي ورسره د کار روزګار جوګه شويدي. زموږ لپاره خو دا خبري پدې هم ناممکنې دي چې لرغونو ځایونو ته خو سیاح څه چې پخپله واکدار هم نشي ورتللي. علاوه پردي، که ووایو چې دا فرهنګې میراثونه د فساد د ودي یو بل عامل هم ده، نو تیروتلي به نه یو، ځکه تیرکال چې غزني د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي تمدن په توګه وپيژندل شو، نود(یونسکو) اداري له لوري د تاریخې ځایونو د روغونې لپاره په میلیونو ډالر و ولایتي اداري ته ورکړل شول. مسوولو چارواکو د خیټو لیونو او چونې رنګونو پرته نور څه پکې ونه کړل. د لمانځلو مراسم یې هم نمایشي وو، پایلې یې دا وي چې د یو څو کسانو جیبونه پکې ډک شول. سږکال چې بامیان د ساراک سازمان له لوري د فرهنګې میراثونو په توګه پيژندل شويدی، هغه هم ورته حالت لري، د محلې چارواکو پرته بل څوک د مالي امکاناتو له ورکړي خبر نه دي. ددي پایلي به هم د غزني و اسلام تمدن ته ورته وي.

نو د تحقیق یا څیړنو پر ځای تخلیق یا ابتکار ته اړتیا ددي لپاره ده چې دا وخت کابل او د هیواد نور ښارونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. په هر لوري نښتې رواني دي، له (ایران، پاکستان او اروپايي هیوادونو) څخه د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو سیل را روان دی، ملي ځواکونه د نورو د فزیکې ملاتړ پرته جنګیږي، د بی روزګاري لانجې ځوان نسل ناکاره او پوډریان کړي. له بده مرغه نه کوم عالم پدې هکله مناسب تجویز وړاندي کړ او نه د ټولنې په کچه کومه اندیښنه شتون لري. که کومه طرحه وړاندي کیږي، هغه به هم ګونګه او یا هم د عامو پرګنیو د غلولو لپاره وي. د بیلګې په توګه ویلي شو چې د مخکنې نظام د ښارجوړوني یو وزیر چې ځان یې جامع الکمالات بالو، څو کاله وړاندي د کابل ښار د فزیکې حالت د څیړلو او بیا سمون په موخه په یوه سیمنار کې کډونوالو ته دا ډاډ ورکړ چې د حل په موخه یې د هغه فورمول په عملي کولو بوخت دي، چې د امریکا براعظم په پيرو هیواد کې یو پروفیسور د طبیعې پيښو د زرګونو بې ځایه شوو ګډوالو د ځاي په ځاي کیدو لپاره چې له کلیوالي سیمو و پلازمینې ته کوچیدلي وو، تجویز کړي و. خو وزیر صاحب نه په خپل کار موده کې د هغه فورمول د محتویاتو په هکله چاته څه معلومات ورکړل او نه یې هغه عملي کړ.

په وروسته کې مي د خپلو انګیرونو پایلې د سیمې د مخور(باچاخان) په هغو خبرو بسنه وکړه چې افغان ولس ته یې پخپلو ویناوو کې یوه خبره دا هم کړي وه، چې«مړه، مړه پالې او ژوندي، ژوندي»، او بیا یې پدې هکله د علامه سیدجمال الدین افغان د هڅو یادونه  کړي، چې زوکړه، زده کړي د افغانستان وي، خو له علمې افکارو یې مصریانو، ترکانو، فرانسویانو او … ګټې واخیستې او عامه افکار یې پري تنویر شول. خو افغانانو یې پدې ویاړونه کول چې په مړینه یې دلته خاورو ته وسپارو. دلته نو بیا هغه خبره رښتیا شوه چې ژوندیو قومونو ژوندې وپالو، او د مړو په تقدیر کې د مړې پالل و.

د مشرانو خبري د ګاڼې کرښې دي، که د ټولنې اوسنې عینې او روان حالت ته ځیر شو، نو هم ګټ مټ هغه پخوانی دور دی. ټولنیز کدرونه او سیاستوال مو د سلو کلنو مخکنې غلو او شوکمارو ته د اتلانو په سترګه ګوري، ویرونه پري کوي او قبرونه یې راسپړي، دا ځکه چې مړه مړي پالي. کارپوهانو مو د پخوانیو وختونو د تثبت په هڅه کې دي، او د اوسنېو ستونزو د حل په مقصد د تدبیرونو د وړتیاوو جوګه نه دي، ولس مو له خپلو مشرانو سره د ځان خوشحالي او ډاډګیرنې په موخه تل دا شعارونه بدرګه کوي

«نور د پيژندنې لپاره هیڅ نه لري، موږ شکر پنځه زره کلن تاریخ لرو،تر چا کم یو؟!!»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *