تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن په نااعلان شوي سفر کندهار ته لاړ او د والیانو او ښاروالانو د صلاحیتونو د زیاتولو ژمنه یې وکړه.

ښاغلي غني په کندهار کې یوې غونډې ته وویل، ډېر ژر به د کندهار او یو شمېر ولایتونو ښاروالیو ته ډېر صلاحیتونه ورکړي.

اکثره والیان شکایت لري چې کافي واک او اختیار نه لري او له دې کبله د ښې حکومتولۍ چارې له ستونزو سره مخامخ دي.

ولسمشر نن سهار د کابینې له یو شمېر غړیو او د ملي شورا له یو شمېر استازیو سره کندهار ته لاړ چې له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره خبرې وکړي.

تر دې مخکې هم ولسمشر غني څو ولایتونو ته ناببره سفرونه کړي او د خلکو نظرونه یې اورېدلي دي.

One thought on “ولسمشر غني په کندهار کې: د ولایتي ادارو او ښارولیو اختیارات به زیات شي”
  1. ښاغلی غنی په مرکز کی خو دی دخلګو څرمن ویسته په رشوت خورانو , اوس بیا ځای فرعونانو ته نور قدرت هم ورکوی چه خلګ ژوندی په ځمکه خښ کړی , افسوس چه ته ښاغلی ځنته پروفیسور وایی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *