پنجشنبه د غبرګولى ۲۰-۳-۱۳۹۵
هغه غونډه چې د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې په ادبي غورځنګ تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت ګڼ شمیر قومي مشرانو، ځوانانو، لیکولانو او شاعرانو ترڅنګ د پوهنې ریاست کارکوونکو ورکې ګډون کړې وه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه، وروسته د لوګرد ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې د پوهنې کمیټې مشر امداد الله مسعود ښه راغلاست مراسم ترسره کړل.
غونډې ته د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې مشر خان ولي احمدزی وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه ولایت سل تنه اړو او ممتازو زده کوونکو ته یې په وړیا توګه د کمپیوټر د لمړنیو پروګرامونو د زدکړو زمینه برابره کړي وه.
احمدزی زیاته کړه په تیرو دریو میاشتو کې زده کوونکو ته د کمپیوټر لمړني پروګرامونه(وینډوز، ورډ، اکسل او پاورپوینټ) پروګرامونه تدریس کړل.
هغه زیاته کړه له سل تنو څخه ۶۰ تنه بریالي شوي او پاتې ۴۰ تنه نور ناکام شوې دي چې د دوهم ځل لپاره به بیا تر روزنې لاندې ونیول شي.
د ټولنې مشر له بنسټګرو، پوهنې کمیټې غړیو او د دې پروسې سره له مالي مرسته کوونکو څخه مننه وکړه.
د لوګر د ځوانانو ټولنیزه او کلتوري ټولنه یوازیني ټولنه ده چې د دغه ولایت ځوانانو ته د نورو خدمتونو ترڅنګ پوهنې ته ځانګړې پاملرنه او کار کوي.
رسنیزه کمیټه