د میدان وردګو ولایت د لسګونو چاپي خپرونو مسؤلین وایي په دغه ولایت کې یې د مالي امکاناتو د نشتوالې له امله د خپلو خپرونو فعالیتونه درولي دي .

د ولایت مقام  مطبوعاتي دفتر له لورې نن (یکشنبه) په دې ولایت کې د چاپي خپرونو له مسؤلینو سره په جوړه شوې غونډه کې د مڼې مجلې مسؤل مدیر ګل اغا احمدي وردګ وویل: څو کاله وړاندې دوی د شخصي امکاناتو څخه د مڼې په نوم یوه مهالنۍ چاپي خپرونه درلوده،چې به ۳ زره ټوکو کې په چاپ کېده.

ده زیاته کړه،دغه خپرونه یې لسګونه ځلې په پرلپسې ډول چاپ او د دې ولایت ټولو ادارو او ولسوالیو ته یې د لوستلو په موخه استولې او موضوعات یې هم په دې ولایت پورې اړوند وو.

نوموړی وایي خو له تېر یو کال راهیسې دغه مجله نده چاپ کړې او لامل یې د مالي امکاناتو نشتوالی دی او دوی هم نور توان لري،چې له شخصي لګښت څخه یې چاپ کړي .

د پېزوان مجلې مسؤلې مدیرې وحیدې ښکلې وویل په دې ولایت کې د ښځو په اړه یواځیني مجله درلوده،چې د ولایت مقام له لورې به یې یو مهال مالي لګښت ورکول کیدو،خو اوس مهال د امکاناتو د نشتوالې له امله دغه خپرونه هم بنده شوې .

دې زیاته کړه،په دغه خپرونه کې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې،په ټولنه کې د ښځو وندې او د دوی په اړه نور معلومات خپرول،چې د دې ولایت اکثره سیمو ته به په ښه توګه رسیدل .

وېښ میاشتنۍ خپرونې مسؤل مدیر اورنګ مختار وایي خپرونه یې د ځوانانو په اړه ځآنګړې وه او هر مهال یې د دوی ستونزو ته ښه توګه انعکاس ورکولو.

ده زیاته کړه،دغه خپرونه یې د څو ځوانانو په لګښت لسګونه ګڼې چاپ کړه،خو وړاندې یې د چاپ کولو توان نلري .

ده زیاته کړه،په دغه ولایت کې اړتیا ده،چې د نورو رسنیو ترمنځ چاپي خپرونې هم ولرو،خو د مرستندویه ادارو د نه پاملرنې له امله یې په دغه ولایت کې لسګونه چاپي خپرونې تړل شوي دي .

ګل بڼ،جلګه،لمر وړانګه،مېدانښارګلونه،سبز،شپیلۍ،واوره،غښتلی ځوان او یو شمېر نورو خپرونو مسؤلینو هم د خپلو خبرو پر مهال د دوی د فعالیتونو د دریدلو لامل د مادي امکاناتو نشتوالی په ګوته کړ.

دوی په دغه برخه کې له مرستندویه ادارو او نورو مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،چې ورسره همکاري وکړي .

د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسؤل عطاالله خوږیاڼي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې یادې ستونزې به یې د مسؤلینو په همکارۍ له ګڼ شمېر مرستندویه ادارو سره شریکي کړي.

ده زیاته کړه،اوس مهال هم ورسره یوې ادارې ژمنه کړې،چې د دې ولایت یو شمېر چاپي خپرونو لګښت به ورکړي .

د مګړۍ په میدان وردګو ولایت کې د بدلون،ملي هدف،سبز او څو نورې د ګوتو په شمېر دولتي او خصوصي چابي خپرونې فعالیت کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *