تاند- د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې ډاکتر نسرین اوریاخیل دغه هدف ته د رسېدلو لپاره د سې شنبې په ورځ د ټولنیزې پرمختیا او حقوقي مرستو موسسې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو قرارداد لاسلیک کړ.

د قرارداد په مهال نسرین اوریاخیل وویل، چې په راتلونکونو دوه نیمو کلونو کې به د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو اومعلولینو وزارت سره د نړیوال بانک په مالي مرسته د نتیجه پروګرام له لارې د درې میلیونه، نهه لکه اتیا زره اته سوه(۲۹۹۸۰۸۰۰) افغانیو په ارزښت په ټول هیواد کې ۵۷ زره افغانانو ته  تخنیکي او مسلکي(فني او حرفوي) زده کړې ور کړل شي.

د ډاکتر اوریاخیل په خبره، تر مسلکی زده کړو وروسته به د کار نړیوال سازمان له دغو مسلکي شاګردانو څخه یوه اختصاصي ازموینه اخلي او په ازموینه کې به بریالیو شاګردانو ته د افغانستان په کچه په لومړي ځل په نړیوالو معیارونو برابر تصدیق لیکونه ور کړل شي، چې په نورو هیوادونو کې به هم د باور وړ وي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو اومعلولینو وزیرې ډاکتر نسرین اوریاخیل د ټولنیزې پرمختیا او حقوقي مرستو موسسې څخه  د قرارداد د امضا کولو پر مهال و غوښتل، چې په ټاکلي وخت او د قرارداد مطابق پروژه پلې کړي.

د ټولنیزې پرمختیا او حقوقي مرستو موسسې مشر ډاکتر ریاض احمد محبوب د خپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه  وکړه چې د یاد هوکړه لیک په تطبیق کې به رښتونې هڅه و کړي او د قرارداد مطابق به یې پلی کړی.

د ویلو ده چې  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، اونۍ وړاندې هم د یو میلیون ډالرو په ارزښت د فني او حرفوي زده کړو یو هوکړه د اسیا پسیپيک یو ان هبیتات سره امضا کړ چې په پلي کیدو سره به یې په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ کې ۱۷۱۲ تنه افغان نجونې او هلکان د فني او حرفوي زده کړو څخه برخمن شي.

افغان ځلمیانو او پېغلو ته د تخنیکي او مسلکي زدکړو د برابرولو لپاره دا تړونونه په داسې مهال دي چې په افغانستان کې ورځ له بلې د بې کارۍ کچه لوړیږي او ډېر افغان ځوانانو له دغه بد وضعیت د تېښتې لپاره د اروپا په لور مخه کړې ده.

د شنونکو په باور، په افغانستان کې کار او امنیت سره تړلي، څومره چې خلکو ته کار روزګار پیدا کیږي، په امنیت هم ښه اغېز کوي او بهر ته د ځوانانو د تګ مخنیوی هم کولی شي، خو که بې کاري زیاتیږي، وسله وال خپلو لیکو ځوانان په اسانه جذبولی او د افغانستان په ضد کارولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *