تاند- لسګونو ځوانانو نن /چهارشنبه/ د ملکي افغانانو د وژل کېدو خلاف په کابل کې مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو د وسله والو طالبانو پر ضد شعارونه ورکول او هغوی یې د ملکیانو د وژلو په خاطر وغندل.
مظاهره چیانو په عین حال کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ کې هم شعارونه ورکړل.
دا مظاهره وروسته له دې کېږي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ملګرملتو په یوه راپور کې وویل چې ۲۰۱۵ م کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۵ م کال کې په افغانستان کې ۱۱ زره ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ملګروملتو په وینا له ۲۰۰۹ څخه، چې دا اداره په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو په اړه احصاییې خپروي او ټولوي، ۲۰۱۵ کال تر ټولو خونړی کال و.
د ملګروملتو له راپور سره سم په ۲۰۱۵ م کال د ۲۰۱۴ م کال په پرتله د ملکیانو تلفات په سلو کې ۴ زیات ول.
د ملګروملتو په وینا تېر کال په افغانستان کې ټولټال ۳۵۴۵ ملکیان وژل شوي او ۷۴۵۷ ژوبل شوي دي.
پر دې سربېره راپور وايي چې د ټولو تلفاتو په سلو کې ۲۵ماشومان او په سلو کې ۱۰ ښځې دي.
راپور وايي چې په ښاري سیمو کې جګړه او تروریستي حملې د ملکي تلفاتو د زیاتېدا اصلي علت ګڼل کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۶۱ ملکیان د طالبانو له لوري او په سلو کې ۱۷ د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
طالبانو د ملګروملتو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې اکثره ملکیان د دولتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.