تاند- دي نیوز انترنشنل پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان د نفوس د احوال د ثبت یا د ملي دیتابېس ادارې چارواکي وايي چې ۱۰ زره پاکستانیانو د افغان مهاجرو په نوم د مهاجرت کارتونه ترلاسه کړي څو په وسیله یې راشن ترلاسه کړي.
د دې ادارې کارکوونکو همداراز ویلي چې په دې اړه یې د سې شنبې په ورځ د پېښور لوړې محکمې ته خبر ورکړ.
د پاکستان د ملي دیټابېس ادارې مسوولان وايي، امنیتي ځواکونه به د هغو زرګونو پاکستانیانو پر ضد اقدام وکړي چې په غیر قانوني ډول یې د افغان مهاجرو کارتونه اخیستي او په غیر قانوني ډول د مهاجرو د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره یې خپل تابعیت بدل کړی دی.
دوی دا خبره محکمې ته د معلوماتو ورکولو په مهال وکړه.
په مریکاه شمالی ارپاه 40 % پاکستانی ده افغان مهاجر و په نوم کارت اخستیل