تاند- د امریکا په فلوریدا کې د لویو او خطرناکو مارانو پر ضد د کمپاین په لړ کې په دوو اوونیو کې ۱۰ ماران ښکار شول.

په دغو مارانو کې تر ټولو اوږد تر څلور نیم متره اوږد او تر ۶۱ کیلو دروند و.

دا ماران د امریکا په جنوب ختیځ فلوریدا ایالت کې د اوبو د مدیریت د ادارې له خوا د پیتون مارانو د محوه کولو د پروګرام پر اساس وژل شوي دي.

د مارانو ښکاریانو ته د هر ساعت کار په بدل کې ۵۰ ډالره اضافه ورکړای شوې څو دا ډول خطرناک ماران له منځه یوسي.

په وروستیو عملیاتو کې دوو ښکاریانو د شنبې په ورځ /اپریل ۱/ تر ټولو اوږد مار په یوه داسي ځای کې ونیوه چې ځنګل او سین سره یوځای کېږي.

دا ماران باید ووژل شي او ډېرو ښکاریانو ته یې وژل اسانه کار نه دی.

په فلوریدا کې دا ماران د دې لپاره وژل کېږي چې شمېر یې ډېر شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *