دهغو څېړنو او بحثونو په پايله کې، چې د ارواپوهنې متخصصانو له خوا ترسره شوې پوهانو وېره پر دوه برخو وېشلې، غريزي او غير ضروري .
په دې مقاله کې مو دغه دوه ډوله وېره جلا جلا تشريح کړې او له هغې وروسته مو د وېرې هغه ډولونه هم تشريح کړي چې شايد زمونږ پر ژوند، زمونږ پر کار او کسب اثر ولري او دهر ډول وېرې لپاره مو دحل لاره هم وړاندې کړې ده .
الف: غریزي وېره
دغه ډول وېره آني او ژر تېرېدونکې وي لکه کله، چې تاسو له يوې پېښې سره مخامخ کېږئ، دوېرې ټکان مو مغز ته انتقاليږي او د اندرالين د ترشح کېدو لامل ګرځي، دزره درزا مو لوړيږي ،په لړزيدو اخته کېږئ او ممکن خوله هم وکړئ. مګر دغه حالت ژر پای ته رسیږي او عادي حالت ته راګرځی.
ب: غیر ضروري وېره
هغه بې غږه وېره،چې مونږ نيسي او زمونږ په افکارو کې هغه ريښې غزوي،مونږ فلجوي او له حرکته مو غورځوي. مونږ همېشه دتل پاتې خطرونو لکه له دندې له لاسه ورکول، ناروغي او نورو سره مخامخ کېږو. په دې وخت کې وېره يوازې له مونږ څخه دمثبت فکر کولو ځواک اخلي .
که چېرې مو اجازه ورکړه، چې دغه ډول وېرې په اګاه ډول تاسو بدن ته لاره پيدا کړي، تاسې به له خپلو هدفونو او پرمختګ څخه لرې کړي. خپلې وېرې مو وپيژنئ، هغه له منځه يوسئ او د برياليتوب پر لور حرکت وکړئ .
لس هغه وېرې، چې مونږ له پرمختګه اچوي.
۱ له ماتې خوړلو وېره :
ټول له ماتې خوړلو وېرېږئ، ولې؟ دماتې قبول یعنې له شرم او خجالت سره مخامخ کېدل. که چېرې مونږ خپل ځان ته ددې کار اجازه ورنکړو نو هېڅ ډول ماتې به ونه خورو او هغه شرم او خجالت چې پر مونږ را تحميل شوی تحميل نه کړو.
د حل لاره:
له ځانه وپوښتئ ستاسو لپاره بده پېښه چې رامنځ ته شي کومه يو ده ؟
مړه کيږئ؟ دتل لپاره به له منځه لاړ شئ؟ ځواب مو سل په سلو کې منفي ده .بده پېښه چې شايد رامنځ ته شي دابه وي، چې تاسو به نهيلي شی او د دوهم ځل لپاره به دې ته اړ شئ، چې له صفره ېې پيل کړئ .
۲ له ناپېژاندو شيانو څخه وېره.
راتلونکی ضمانت نه لري، ممکن دخپلو هيلو او هدفونو د پوره کولو لپاره په يو ناپيژندل شوې ځمکه قدم کېږدئ. بايد هوښياره واوسئ مګر نه په هغه اندازه فرصتونه، چې دمسوليتونو دقبلولو له ډاره ېې چې تر اوسه ېې لا لری له لاسه ېې ورکړئ. دمسوليتونو منل او ننګونې د هدفونو لپاره ډېر ضروري دي .
د حل لاره:
خپل شاوخوا له هغو خلکو څخه ډک کړئ، چې خطر منونکي وي، هغه خلک، چې تاسو تشويقوي .له هغو ډار اچونکو خلکو څخه، چې د امن په غېږه کې ژوند کوي او تا هڅوي ، چې ددوی په څېر شه لرې اوسه .
۳ له بدلون څخه وېره
دخپلو هيلو په لوري دحرکت په وخت کې شايد ځېنې شيان او يو شمېر اړيکې له لاسه ورکړئ. ممکن د هيوادونو او يا سازمانونو له بدلون سره مخامخ شی له هغو حرکتونو سره، چې تاسو له نويو شرايطو او تجربو سره مخامخ کوي .
له نويو شرايطو وېره ممکن ستاسو څخه فرصتونه واخلي يا حتی له وېرې پرته مو له مخامخ ماتې سره مخ کړي .
دحل لاره:
ددې بدلون پرلوري مو قدمونه پورته کړئ. که چېرې ستاسو په سازمان کې دپرمختګ بدلون وي تاسو دهغه سازمان او کارکونکوپه اړه څه پوهيږئ؟ څنګه پوهېږئ زيات معلومات لاس ته راوړئ؟ که په دنده کې مو نوی بدلون راغلی وي او يا بل ځای ته لېږل کيږئ څنګه کولای شئ له نويو شرایطو څخه ځان خبر کړئ؟ که داسې يو څوک پېژنی، چې ستاسو سره په دې شرايطو يو شان وي، له هغه سره مشوره وکړئ همدې وخت کې د مثبت بدلون پر لوري قدم پورته کوی او وېره مو اراميږي .
۴– دنه منلو څخه وېره.
يو سوداګر لوی فکر لري او دخپل کار دسرته رسولو لپاره تصميم نيسي. په دې برخه کې قدم پورته کوي او دې ته ليوالتياښيي، چې خپله طرحه له نورو سوداګرو سره شريکه کړي . خو ناګهانه ،هېڅ ! ولي؟ ځکه ددې طرحې له ردېدلو وېريږي، هسې نه چې طرحه ېې رد شي.
د حل لاره:
ردېدل دردناک دي. ټول پوهېږو اوشايد مخکې مو هم تجربه کړی وي. مګر خوشبختانه ددې موضوع لپاره ښې بېلګې شته.
دهري پارټر رمان ليکوال (جی کې رولينګ) دکتاب له چاپېدو مخکې ۲۰۰ ځله دخپرندويه ټولنې له خوا ونه منل شو، خو دخپرندويه ټولنې مشر تصميم ونيو، چې وروستی چانس هم وازمويي، چې بالاخره ېې کتاب چاپ شو.که ردېدل يوه طبيعي خبره ده چون ليدلوري بېلابېل دی. که څوک ستاسې نظريه رد کړي، ښه پېښه ده، چې رامنځ ته شوه، ديوچا پيدا کېدل هلته مهم کېږي ،چې تاسو او ستاسو ليد لوری ومني.
۵ دتېرو له تکرار څخه وېره
مونږه ټولو ترخې پېښې تجربه کړې دي لکه ماتې، دبدلون په تطبيق کې نابرياليتوب، دخلکو په ټاکنه کې اشتباه …او نور . اوس هم دنوي حرکت پر لوی زمونږ ټولې تېرې شوې وېرې ځای لري او مونږ له مخته تګ څخه په شا کوي .
د حل لاره:
تاسو اوس دتېر په پرتله ډېر عاقل او پوهه ياست. ډېر زيات څه مو زده کړي دي او سربېره ددې په دې پوهېږئ، چې په اوسني ژوند کې څه وکړی او که چېرې مو د ژوند په چارو کې کې پرمختګ وکړ دغه ډول وېره به مو نوره هم کمه شي .
دغه ډول وېرې مو له ځانه لرې کړئ، ځکه په تاسو پورې اړه نه لري .
۶ له نويو اړيکو وېره
دنويو هيلو پر لور حرکت او بدلون له نويو اړيکو سره مل وي. دغه بدلون دهغو کسانو لپاره، چې پخوانۍ اړيکې خوښوي او يا د نويو اړيکو په جوړولو کې ستونزه لري سخت کار دی . که تاسو هم