تاند، یکشنبه،د جدي ۱۵مه: د کندهارــ هرات پر لویه لار د باربرۍ او مساپر وړونکو موټر چلوونکو اعتراض لسمې ورځې ته ورسېد.
موټروانان وايي، لا هم پر دې لار ترې پولیس ناقانونه پیسې اخلي، خو مسوولې ادارې یې ستونزو اورېدلو ته غوږ نه نیسي.
موټر چلوونکي د هرات له ولایتي شورا غواړي چې پر دغه لاره دې له ټرانزیټي او مساپروړونکو موټرو څخه ناقانونه اخاذۍ بندې کړای شي.
بلخوا د هرات ولایتي شورا رئیس کامران علیزی هم وايي، چې یو شمېر زورواکي ددې لارې په اوږدو کې په ناقانونه توګه د پېسو په اخیستلو کې له پولیسو سره لاس لري .
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته وايي، د معترضو موټر چلوونکو د ستونزو داواري په موخه له کابل نه دغه ولایت ته یو پلاوی رسېدلی دی او ژر به دا ستونزه اواره کړي.
د یادونې ده چې شاوخوا لس ورځې کیږي چې د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو چلوونکو د هرات – کندهار لویه لاره د پولیسو څخه په شکایت تړلې ده.
په دې موده کې د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ مخه نیول شوې ده .