د هرې ژبې متلونه بیل وي، خو یو څه مشترکات سره لري. که هماغه کټ مټ معنا ورنه کړي، نو یوه اشاره ورته کوي، چې دا متل زموږ ددغه متل سره او یا اصطلاح سره جوړ راځي. ما هم کوښښ کړی، چې لس داسې متلونه، چې په کوریایي ژبه کې ډېر ارزښت لري، تشریح یې کړم.

1_ 고생끝에낙이온다
(سخت کار پیسې لري) ( د کار پای خوشحالونکی وي)
کله که سړي تجربه کړي وي او کوم سخت کار یې کړی وي، نو په پای کې سړي تري ډېر خوند اخیستی وي. یعني کله چې کار پای ته ورسیږي، نو یو ډول د خوشحالۍ احساس کو، ځکه ددي کار په بدل کې دوه ډوله ګټه تر لاسه کو، مادي او معنوي. دغه متل د همدې لپاره استعمالیږي.

2_ 원숭이도나무에서떨어진다
ددي معنا دا ده، چې ( شادي هم له وني نه ولیدای شي).
په انګلیسي کې هم یوه اصطلاح ده چې ( no one is perfect) یعنې هیڅوک هم مکمل نه دی. همدا اصطلاح د همدې کوریایی متل سره لږ سر خوري. موږ انسانان یو او هر یوه نه خطا کیږي. که یو څوک ځان ډېر هوښتیا او دینداره وښی؛ نو بیا هم یو داسې کار به وکړی، چې خلک به ورته ګوته په غاښ شي.

3_시작이반이다
(د کار پيل داسې معنا لري، چې نیم کار دي کړی وي)
موږ هم په پښتو کې یو متل لرو، چې د نن کار سباته مه پریږده. دا متل تقریباً همداسی یوه معنا لري. ریښتیا هم کار پيل سخت وي او کله کله سړی زړه او ناړه وي، چې دا کار به څنګه پيلوم. دا کار به خلاص شي او کنه؟ زما به په ګټه وي او که په تاوان… خو چې کار دي پيل کړ، نو داسی وګڼه چې نیم کار دي وکړ.

4_가재는게편이라
( پنجه پاو( خرچنګ) دواړه خاښونه یو بل سره مساوي، یو بل ته مخاخ دي) ( د یو شان ځانګړتیا خلک به یو د بل په څنګ کې وي)

هغه د رحمان بابا شعر دی، چې هر پيوند د خپل پيوند سره جوړیږي. دا هم هماغسې یوه معنا لري. هوښیار خلک به هوښیار دوستان لري، کم عقل به کم عقله. هر سړی به ځانته ګوري او هماغسې یو ملګري سره به مخ کیږي. که مو پام کړی وي د چرسي به له چرسي سره جوړه وي. د فرهنګ مینوال به له شاعر او لیکوال سره جوړه وي… او د غله به له غله سره. ډېر کم خلک پيدا کیږي، چې له هر چاسره ملګرتیا کوي؛ خو هغه به هم د یو مطلب لپاره وي او بس. نو دا متل هم همدا خبره کوي، چې د یو شان ځانګړنو خلک به یو د بل په څنګ کې وي.

5_ 옷이날개다
( په ظاهره قضاوت کول) ( لباس سړی جوړوي)
زموږ اعمال زموږ د شخصیت نماینده ګې کوي. هغه بیله خبره ده، چې د باطن نه یواځي او یواځې الله ج خبر دی او بس. موږ همیشه په دوو حالاتو کې قضاوت کو، یو چې د یو چا اعمال ووینو پریکړه کو، چې ښه سړی دی او یا بد. بل ظاهر دی، چې سړی پري تیر وځې. که مو فکر کړي وي او تجربه شوي وي، یو کس سره د لومړي ځل لپاره مخ کیږی. فکر کوی چې دا به څومره ښه یا بد سړی وي، خو د یو څو دقیقو او یا د یو څه وخت وروسته درته معلومیږي، چې سړی په څومره اوبو کې ولاړ دی. نو دا متل هم وايي، چې په ظاهره زر قضاوت مه کوئ.

6_ 등잔밑이어둡다
( د لاټین لاندې تیاره وي)
ریښتیا هم موږ کله هم فکر نه دی کړی، چې جواب زموږ د پوزي لاندې دی. هغه څه چې زموږ د پوزي لاندې وي، سترګې یې نه شي لیدلی. دا به یو څه د حقیقت سره برابر وی، چې وایي حقیقت تریخ دی. ځینې کارونه کو، خو ناپامه یو او موږ ته نه ښکاري چې دا ښه کار دی او که بد. هغه څه چې روښانه دي، په هغه خو هر څوک پوهیږي. زموږ ځینې کارونه داسې دی لکه هغه تیاره چې د لاټین لاندې وي.

7_빈수레가요란하다
( خالي کراچۍ ډېره ګړبیږي) ( پوچ مغزی ډېري غږیږي)
هغه څوک چې ډېر پوهه وي، هغوی زیاتر وخت غلي وي او فکر کوي، خو برعکس بیا ځینې پوچ مغزي او ناپوهه ډېر غږيږي. دومره به درته وغږيږي، چې ستا ورته په سر درد شي. ناپوهه همیشه چیغي وهي او بې ارزښته او بي ګټې خبرې یې له خولي راوځي. دا متل هم کله چې کراچۍ (لاس ګاډۍ) تش وي، نو ډېر ګړبیږي، خو چې له باره ډک شي، نو ګړزهار یې هم ورک شي. همیشه کوښښ مه کوئ، چې ځان لکه ناپوه په شان وښايي. لږې خبرې وکړئ، ګټوري وکړئ، ځکه اوس خلک د وخت په ارزښت پوه شوي او ستا ډېرو ببولالو ته غوږ نه نیسې.

8_ 아는길도물어가라

( که پوهیدی هم، پوښتنه وکړئ)
پوښتنې د درې موخو لپاره کیږي:
د ځان د پوهولو لپاره. خپله پوه وي، خو غواړې چې بل هم پوه شي. خپله هم پوه وي، بل هم پوهیږ، خو یوازي د ساعت تیری او زورولو لپاره، چې استاد لږ په تکلیف کړي. دا متل بیا د ځان د لا پوهولو لپاره استعمالیږي. ځینې وخت سړی په خپل ځواب یقیني وي، خو بیا هم غلط وخیژي. ښه به دا وي چې ځانته د تسلیت لپاره یو ځل بیا پوښتنه وکړي، چې نور هم ډاډه شي.

9_엎지러진물이다

( په تویو شوو اوبو پسې مه ګرځه) ( په وړو وړو خبرو سر مه خوږوه)
که ساده یې ووایم چې اوبه خو بیا هم پيدا کیدای شي. مطلب دا چې اوبه یې د کم ارزښته شیانو سره تشبه کړي، چې بیا پيدا کیدای شی او بیا لاسته راوړل کیدای شي. دا متل وایي، هغه څه چې ستا د ژوند مسیر نه شي بدلولی او دومره ارزښت نه لري، نو مه ورپسې ګرځه. ځینې وړې وړې خبرې سړی دومره جدې ونیسې، چې غټه خبره تري جوړه شي او په اصل کې به هیڅ خبره نه وي.

10_낮말은새가듣고밤말은쥐가듣는다.
( مرغی د ورځي غږونه اوري، موږک د شپې)
اشاره غیبت ته ده. هر کله که غیبت کوی، نو که هغه کس درته غوږ نه وي نیولی، نو یو کس شته چې ستا خبرې اوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *