تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن نن /شنبه/ هلمند ته لاړ او د وسله والو طالبانو پر ضد د جګړې لپاره یې دغه ولایت ته د نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو ژمنه وکړه.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې د هلمند ولایت د اکثرو ولسوالیو په نیولو پسې د دغه ولایت د مرکز لشکرګاه ښار د نیولو لپاره پر امنیتي ځواکونو فشار زیات کړی دی.

د هلمند چارواکي او عام خلک وايي چې وسله والو طالبانو ښار ته نژدې ځیني پوستې نیولي دي.

راپورونه وايي چې طالبانو د تېرې شپې په حملو کې ځانونه  لشکرګاه ښار ته ډېر نژدې کړي دي.

وسله والو طالبانو ښار ته نژدې ځیني مهمې پوستې نیولي او د جګړې په لړ کې دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

د لشکرګاه ښاریان سخت په وېره کې دي. دوی وايي که فوري کومکي ځواک ورونه رسېد، طالبان به ښار ته ننوځي او د کندوز د خلکو په شان به له بشري ناورین سره مخامخ شي.

په کندوز کې په لسګونو زره خلک بې اوبو، بې خوړو او بې درملو له ژوند و مرګ سره پنجه نرموي. شاوخوا ۱۰ زره اوسېدونکي یې بریالي شوي چې نورو ولایتونو ته وتښتي.

جنرال نیکلسن په لشکرګاه کې له قومي مشرانو سره وکتل، ویې ویل چې د هوايي قوې په مرسته به طالبان پرېنږدي چې لشکرګاه ښار ته ننوځي.

ده همداراز ژمنه ورکړه چې لشکرګاه ښار به هیڅکله د طالبانو لاس ته ورنه شي.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان دا هم وویل چې ناټو به لشکرګاه ته نور پوځیان ولېږي چې د لشکرګاه په ساتنه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند قومي مشرانو د کابل حکومت او د هغه نړیوال ملاتړ کوونکي تورن کړل چې د هلمند چارو ته پام نه کوي او دا ولایت یې د حتمي سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی.

د لشکرګاه ځیني ښاریان وايي چې په ځینو برخو کې د طالبانو سپین رنګه بیرغونه له لیري ویني. د دوی په وینا اوس یوازې هلمند سین د طالبانو او ښار ترمنځ حایله سیمه ده.

One thought on “لشکرګاه ښار ته طالبان نژدې شول خو د ناټو قوماندان وايي، دا ښار به طالبان ونه نیولی شي”
  1. یاره ته باور وکړه چی دا هره شپه چی ۲ بجی جنګ شروغ کیګی ته به وایی چی بس طالبان راننوتل خو په هر صورت مطلب می دا دی چی لښکرګا ته د طالبانو ننوتل به ډیره لیري خبره نه وی څکه همدا اوس هم چی جنګ په دوهمه حوزه کی شروغ شی نو ښار کی څوک د شپی خوب نشی کولی الله دی په پښتنو و رحمیګی چی سنګه خپل مینڅ سره خوری دواړو خواو ته تنګی تنګی هلکان شهیدان کیګی چی سړی به ورته حق حیران شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *