خبریال: ناور کوچی- د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ولسمشري ټاکنو د رایه اچونې په لومړیو کې د رایو په مرکزونو توغندويي برید وشو.
د دغه برید له امله د لغمان د قرغیو په لړه موړه او مشینه کلیو کې پنځه کسان وژل شوي دي
د سیمې خلک وایي، چې دغه بریدونه د ډاکټر عبدالله عبدالله کسانو کړي دي.
پرون د مړو د جنازې پرمهال هم ځايي مخورو وویل چې وسلوالو طالبانو دوی ته ویلي چې دغه برید یې نه دی کړی.
دوی وايي، د عبدالله عبدالله کسانو غوښتل چې په توغندويي بریدونو سره خلک ووېروي او پخپله خوښه صندوقونه ډک کړي.
د سیمې خلکو له تاند سره په خبرو کې ویلي، له توغندويي بریدونو وروسته هم خلکو مورال له لاسه ورنه کړ او ډاکټر اشرف غني ته یې رایې ورکړې.
پر لغمان سربېره په ننګرهار کې هم عبدلله پلوه ټوپکیانو پرون په خوګیاڼو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې خلک اړ کول چې عبدالله ته رایه ورکړي.
کله چې خلکو مظاهره وکړه، د پخواني توپکي انجینر غفار کسانو پرې ډزې وکړې چې پکې درې کسان ووژل شول.
له بلې خوا د خامه پریس خبري اژانس د راپور پراساس په ګڼو نورو سیمو کې هم د عبدالله عبدالله پلویانو اشرف غني احمدزي ته رای ورکوونکي وژلي یا ټپیان کړي دي.
د خامه پریس د راپور له مخې د قربانیانو په منځ کې یوه هم د بدخشان یوه ښوونکې ده.
د سیمې اوسېدونکو وویل، شاهده د بدخشان ولایت په سرقول یفتال ولسوالۍ کې اشرف غني ته د رایې له ورکولو وروسته کورته روانه وه چې د عبدالله پلویانو پرې برید وکړ.
خامه پریس همداراز وايي، د عبدالله عبدالله پلویانو په ننګرهار کې پر یو شمېر کسانو چې د اشرف غني احمدزي په ګټه یې شعارونه ورکول، ډزې وکړې.
په دې پېښه کې د یوه ماشوم په شمول ۲ تنه ووزل شول او بل ژوبل شو.
اشرف غني احمدزی د یکشنبې په ورځ روغتون ته لاړ او هغه ټپیان یې له نژدې ولیدل چې د عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري ویشتل شوي ول.
بالکل همداسی ده . تاسی ګوری د کومو کسانو چی په هرات کی ګوتی پری شوی دی هغه هم د ایران آخندی ایجنټانو دا کار کړی تر څو خلک وویروی او جلالتمآب اشرف غنی ته رایه ورنکړی. دوی صرف د پښتنو په سیمو کی خلک ویرول . ولی دا کار په پنجشیر کی نه دی شوی.
دوی ته د انسانانو وژل او خصوصا دپښتنو په سیمو کی یو عادی کار دی ، دا سادیستان له وژلو خوند اخلی. دوی ته انسان هیڅ ارزش نه لری . قدرت ته درسیدلو لپاره هری پلیدی معاملی ته تیار دی. د قرآن عظیم الشان له ارشاداتو سره سم که څوک یو بیګناه انسان ووژنی لکه چی ټول بشریت یی وژلی وی. ښکاره ثبوت یی د قوماندان غفار له خوا په ننګرهار کی د دریو کسانو وژل او د یوه ټپی کیدل دی. او بیا ددی لپاره چی دا خپل ټر په پر پټ کړی نو په ښاغلی امر خیل یی تور ولګاوو چی تقلب یی کړی . له یوی خوا یی په سروبی او نورو سیموکی خلک له رایه اچولو محروم کړل او له بلی خوا د قوماندان غفار جنایت یی د مطبوعاتو له خولی وغورځاوه او څومره یی د ښاغلی امرخیل په ضد توطیه وکړه دا لا بله خبره ده.
د تاند لوستونکو او ګرانو زړورو، باهمته او مجاهد ولس ته سلامونه ډالی کوم
په رښتیا هم چی زمونږ میړنی ولس د جوزا په ۲۴ نیټه یو ځل بیا د مخکنی ځل څخه په ډیر شوق او بیدون له کوم ویری خپل میړانه یی وښودله او د رایو صندوقونو ته لاړل او خپل روښانه راتلونکی لپاره رایه ورکړل خو په ډیر تاسف سره چی ټوپکوالو بیا هم په کراره پاتی نشول، د ننګرهار په دره نور او ښیوی ولسوالیو کی حضرت علی خپل بدماشی شروع کړه او د اشرف غنی احمدزئ تصویرونه یی وشکول او پرځای یی د ډبل عبدالله تصویرونه ولګول او ټولو دره نوریانو ته یی اخطار ورکړ که چا اشرف غنی ته رایه ورکړه نو کوربه یی سوزول کیږی او د هغی ترڅنګ نقدی جریمه به هم شی، په سرخرودو ولسوالی کی د داکتر آصف زوی بدماشی شروع کړی وه چی د سرخرود د زړه ورو خلکو له لوری ورته منفی ځواب ورکړل شو، په چپرهار کی خاصته په دولت زیو کی مسلمیار صیب د خپل کورنی ټول غړیو سره په تقلب لاس پوری کړی وو او صندوقونه یی په خپل کور کی د ډبل عبدالله په ګټه ډکه کړه او بیا انجینیر غفار د خپل کور مخی ته ماشومان او یو ځوان په ډزو وویشتل خو سره ددی ټولو ناخوالیو خلکو په میړانه خپله رایه وکاروله او ددی بدماشانو مخونه یی تور کړل داسی یو ځایی کس وویل چی پرون د انجینیر غفار ټوپکوالو هغه ټپی ځوان پسی تللی وو او ورته اخطار ورکړی دی چی که د امنیت یا نور کوم ځای څخه څوک راغی او له تایی پوښتنه وکړه نو ته وایی چی په پرونی مظاهره کی ولویدم او پښه می ټپی شو.
اوس هم د ټوپک له خولی خبری کیږی دوی اوس هم خلک په آرامه نه پریږدی اصل کی دا هغه غله دی چی په ۱۳۷۱ کال څخه راپدی خوا د خلکو او دولتی شتنمی غصب کړیدی، پر خلکو ظلمونه او نارواوی کړیدی، بیت المال یی چور او تالان کړیدی نو له دی ویری چی ګواکی له دوی پوښتنی او ګرویزنی ونه شی د ډبل عبدالله سره ودرویدلی دی چی ددی ښاغلی حکومت به دوی ته د امن کور وی او بی له هغی څخه ډبل عبدالله سره ټول غله او مافیا راټول شویدی نو ځکه دوی هم د ځآن د خلاصون او د خپلی لوټ کړی شتمنئ د ساتلو لپاره د غلو د حکومت پیروی کوی زه مطمین یم چی څومره ظلم په دی مظلوم ولس وشی آخر الله پاک یی آواز آوری او دغه ظالمان نیست او نابود کوی ان شاءالله دغه ورځ ډیر ژر راتلونکی دی
سلام.وبسایت خیلی خوب و جامعی دارید.ممنون