د حکومت هر هغه مامور او کار کوونکی به مجازات شي چې د حکومت ضد څرګندونې کوي. عبدالجبار نعیمي

دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د ولایت په کچه د اوونیزې نظامي شورا په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د حکومت هر هغه مامور او کار کوونکی به د قانون سره سم تر عدلي څار لاندې ونیول شي او سزا به ورکړل شي چې د حکومت پر ضد څرګندونې کوي.

ښاغلي نعیمي وویل که چېرې د حکومت یو کار کوونکی داسې کار وکړي نو دا د نظام پر وړاندې د هغه په خیانت او د مخالفینو سره په همکارئ دلالت کوي، چې د داسې کسانو پر وړاندې به ولایتي اداره په قاطعیت او جدیت سره قانوني چال چلند وکړي.

د نظامي شورا په نننۍ غونډه کې چې د لومړۍ پلې لوا درستیزوال ډګروال محمد حسن کړوخیل، د ملي امنیت ریاست اپراتیفي مرستیال، د هماهنګۍ د مرکز اپراتیفي مرستیال، د امنیه قوماندانۍ د اپراسیون امر، د عامه نظم د دوهم کنډک د ټولي قوماندان او نورو امنیتي مسولینو برخه درلوده، لغمان والي د خپلو خبرو په دوام وویل ټول امنیتي ارګانونه دنده لري چې د امنیتي حالت د بهتر والي لپاره جدي تدابیر ونیسي او په هغو ځایونو کې چې مخالفین وخت نا وخت چک پوینټونه ایجادوې او بې ګناه انسانان په کې په شهادت رسوي په جدي توګه د هغې مخنیوی وکړي او د هغوی پر وړاندې دې هدفمند عملیات تر سره شي.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه هر څوک چې قانون ماتوي او ورانکاري فعالیتونه سرته رسوي باید مجازات شي او په هیڅ صورت د داسې کسانو په اړه د چا واسطه او شفاعت و نه منل شي. نوموړي همدارنګه د اصلاحاتو او سمون د راوستو او د مکافاتو او مجازاتو د اصل د تطبیق او تحقق په تړاو وویل هر هغه څوک چې کار کوي او لاسته راوړنې لري باید د رهبرۍ له لوري تقدیر شي او هغه څوک چې بې کاره دي او هیڅ لاسته راوړنه نه لري باید توصیه، مجازات او له دندې ګوښه شي.

لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته جدي لارښوونه وکړه چې د عملیاتو پر مهال دې له پوره دقت او ځیرکتیا نه کار واخلي تر څو ملکي خلکو ته زیان و نه رسي.

وروسته په وار سره د بېلا بېلو امنیتي ارګانونو مسولینو په تېره یوه اونۍ کې د خپلو تر سره کړیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه لغمان والي ته خپل راپورونه وړاندې کړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د نظامي شورا د ګډونوالو له لوري په نویو امنیتي پلانونو او تدابیرو هم خبرې وشوې او په ځینو سیمو کې د عملیاتو د تر سره کولو په اړه لازم تدابیر ونیول شول.

One thought on “لغمان: د حکومت ضد تبلیغات نه زغمل کېږي”
  1. شونډی ګنډم په نوم دیار پابندی ولګیده

    دلغمان ولایت فقط څلور ولسوالی( قرغه یی، الینګار، علیشنګ، دولت شاه) لری، په دغو ولسوالیو کی دولت
    شاه، علیشنګ او الینګار هغه ولسوالی دی چه دحکومت سره ډیری اړیکی نلری، اویا په دغو ولسوالیو کی حکومت په احتیاط قدم ږدی

    نو پاتی شوه دغه یوه دقرغه یی ولسوالی؟ خدای دی ځمونږ غیبی سبب وکړی، پس له دیی به خپلو خولو ته ښه غټ غټ قلفونه واچوو، ځکه دبیان ازادی د والی صاحب لخوا بنده شوه، ډیره سخته ده ځکه یو والی لرو اویو ولسوال
    او دواړه به دیی یوی ولسوالی ته متوجع وی

    دحکومتونو په ضد خو په ټوله دنیا کی خپل وګړی خبری کوی، مګر دهیواد او دولت په ضد بیا خپل وګړی خبری نکوی

    خدای دی ځمونږ په ملک کی خوشحاله دیموکراسی راولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *