د نېږدې پینځه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د عامې روغتیا ریاست د نوې اداري ودانۍ او د معتادینو د روغتون د ۹۹۵ مترو په اوږدوالي د احاطوي دېوال پروژه نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د استازو ، د عامې روغتیا د رئیس، د ادارو د یو شمېر مسولینو او د سیمې د قومي مشرانو په لاسونو د بنسټ ډبرې په اېښودو سره رسما پیل شوه.
دغه پروژه چې چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي د ولایت مقام په هلو ځلو ولایت ته د ورکړل شوې غیر مشروط بودیجې په مالي ملاتړ جوړېږي.
د یادې پروژې د کار د پیل پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي د لغمان په کچه د عامې روغتیا د ریاست د نوي اداري تعمیر او د معتادینو د روغتون لپاره د احاطې جوړېدل یوه ستره اړتیا په ګوته کړه او زیاته یې کړه په دغه ځای کې به نه یوازې دا چې ډاکترانو ته د خدمت کولو په خاطر یو مناسب چاپیریال برابر شوی وي، بلکې ناروغان به هم په راتلونکي کې له بېروني مزاحمتونو څخه په امن کې وي.
ښاغلي نعیمي د پرمختیايي پروژو په تطبیق او ساتنه کې د ولس همکاري اړینه وګڼله او له ولسونو یې وغوښتل څو د امنیت په ټینګښت کې د ولایتي ادارې ملا ور وتړي، چې ولایت مقام او ولایتي اداره وشي کولی د ولسونو د هوساینې لپاره لا نورې پرمختیايي پروژې تطبیق او عملي کړي. نوموړي اړونده ذیدخله ادارو ته سپارښتنه وکړه څو په دقیقه توګه د دغې پروژې تر څنګ په لغمان کې د ټولو روانو پروژو له چارو نظارت او څارنه وکړي او د کار د کیفیت په برخه کې خاصه توجو ولري.