لغمان ولایت

·         ۲۰۱۷ کال د لغمان لپاره د امنیت، غوره حکومتولۍ او انکشاف په ډګرونو کې له سترو لاسته راوړنو ډک ؤ، د همدې کال په اوږدو کې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، سرکونو، سربندونو، استنادي دیوالونو، کانالونو او ګڼو عامه تاسیساتو د جوړیدو کارونه پيل  او ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، په دغه کال کې د مهترلام حلقوي سړک ودانیز کارونه شروع او بابا صاحب زیارت ته غځیدلی سړک په اساسي ډول قیرریزي شو.

·         په ۲۰۱۷ کال کې د شهیدانو پُل، د بادپښ سړک،(۹۰۰۰ )زره کورنیو ته د برېښنا شبکې غځول، د زراعت په سکتورې کې د لسګونو پروژو پيلول او له لسو زیاتو دولتي ادارو لپاره چې پخوا يې ودانۍ نه درلودې د ودانیو د جوړیدو او هم د ولایت مقام د اداري کمپلکس ساختماني کارونه پيل او د یو شمېر نورو بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

·         په  ۲۰۱۷ کال کې د دولت سره د حزب اسلام دسولې د توافقنامې لومړنۍ عملي ګام له لغمان څخه پورته شو او د حزب اسلام مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار لغمان کې تر را څرګندېدو وروسته د خلکو یوې لوی غونډې ته خپله لومړنۍ رسنیزه وینا وکړه او لغمان يې د سولې د کور په نوم ونوماوه.

·         ۲۰۱۷ کال سره له دې چې لغمان د کابېنې د نیمو وزیرانو کوربه ؤ ، د همدې کال د (۱۰)میاشتې په( ۱۵ )نېټه د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابېنې له  یوشمېر وزیرانو او معینانو سره یوځای لغمان ته راغی او د لغمان رغونې په جشن کې يې ګډون وکړ،چې په همدې ورځ د۱۹۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې هم پيل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې،چې د ټولګټو چارو ریاست اداري تعمیر، د عامه کتابتون ودانۍ او یو شمېر نورې پروژې پکې شاملې وې.

·         په ۲۰۱۷ کال کې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د سرتاسري امن د ټېنګښت په موخه ګڼ چاڼېز عملیاتونه تر سره او په یو شمېر مهمو ستراتیژیکو نقطو کې امنیتي پوستې او بیزونه ځای پر ځای شول او هم په دغه کال پر دښمن د سختو ګزارونو د ترسره کیدو ترڅنګ د هغوی لوی او واړه شوم تروریستي پلانونه هم شنډشول.

·         ۲۰۱۷ کال په لغمان کې د تاریخي ابداتو د ساتنې او رغونې له پلوه هم له لاسته راوړنو ډک ؤ، په دغه کال کې دمهترلام بابا زیات ټولې برخې ورغول شوي، د سراج تاریخي کلا  او سراج بڼ د رغونې او سرسبزۍ په برخو کې هم اساسي ګامونه واخیستل شول، اوسمهال  په سراج کلا او بڼ کې پنځه بېلابېلې پروژې تر کارلاندې دي.

درنو ولسونو!

په لغمان کې د سرتاسري امن،سولې،ثبات او د پرمختګ په چارو کې د خپل نظام،ملي ځواکونو او ولایتي ادارې  ملا وتړئ

د لغمان اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *