د خپل ماین په چاودنه کې د مخالفو وسلوالو د مشهور قوماندان ادریس د ډلې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېر ماښام د الینګار ولسوالۍ اړوند د نیمنانیو په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور سیمه ایز قوماندان ادریس د ګروپ څلور تنو ته هغه مهال د خپل ماین د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې چې غوښتل یې ماین جوړ او په سیمه کې یې د تخریبي اعمالو د تر سره کولو لپاره وکاروي.
چاودنه د قوماندان ادریس د ورور جلال په کور کې رامینځته شوې ده چې د وحید الله او نصرت الله په نومونو دوه تنه وسلوال مخالفین په کې وژل شوي دي او د عمر او یو تن بل چې شهرت یې څرګند نه دی په دغه چاودنه کې شدید زخمیان شوي دي.
د یادونې ده چې قوماندان ادریس په یاده سیمه کې د مخالفو وسلوالو سیمه ایز مشهور قوماندان دی چې په ډېری ورانکارو او تروریستي فعالیتونو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د بې ګناه انسانانو په وژنو کې لاس لري چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څار لاندې هم دی.