تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د لغمان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د ياد ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او په خپله له سیمې تښتېدلي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي تاند ته وویل، په وژل شویو کې دوه هلکان، دوه نجونې او د دوی مور شامله ده.
دولتزي زياته کړه، د وژل شويو د کورنۍ مشر احمدزی چې د پېښې پرمهال په کور کې نه و، د ننګرهار له خوږیاڼو ولسوالۍ نه د شخصي دښمنۍ له امله لغمان ته کډه شوی.
هغه وویل، که څه هم د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي؛ خو د پولیسو پلټنې پیل شوې دي، څو د دغې کورنۍ د قتل عاملین ونیسي.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.