افغانستان- لغمان

ولایت مقام- مطبوعاتي دفتر

نیټه:۹-۸-۱۳۹۴

لغمان والي عبدالجبارنعیمي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر عبدالباري جهاني سره لیدنه وکړه په دغه لیدنه کې په لغمان ولایت کې د تاریخي ابداتو د ساتنې،رغونې،رسنیو د فعالیت  او عامه کتابتون د جوړیدو په اړه خبرې وشوې. په دغه لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي سلاکار  هارون حکیمي، د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس پټان او یو شمیر نورو مسوولینو هم حضور درلود.

لغمان والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر وغوښتل چې په لغمان ولایت کې د سراج تاریخي کلا او بڼ رغونې او ساتنې ته ځانګړې توجه وکړي ترڅو د افغانستان یوه ملي،تاریخي او فرهنګي شتمني وژغورل شي.

همداشان نوموړي  په دغه لیدنه کې وویل چې لغمان ولایت کې د رسنیو فعالیت ډیر کمزوری  ملي او نړیوالې رسنۍ هلته خپل استازي نه لري د یاد وزارت څخه یې وغوښتل چې یاد ولایت ته د ملي او نړیوالو رسنیو د توجه په جلب کې اساسي همکاري وکړي.

عبدالجبارنعیمي لغمان ولایت د پوهې،فکر او مطالعې مرکز یاد کړ د وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې په یاد ولایت کې د عامه کتابتون ودانۍ او فرهنګي خونې جوړې کړي.

نعیمي داهم وویل ټولې هغه نړیوالې مرستندویه ټولنې چې په تاریخي او فرهنګي برخو کې کارکوي د لغمان ولایت اداره او ولسونه یې لغمان ولایت ته د راتګ هرکلي کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر عبدالباري جهاني د لغمان ولایت مقام د هغه هڅو څخه خوښي څرګنده کړه چې د ولایت د نورو برخو ترڅنګ یې د تاریخي ابداتو د ساتنې او فرهنګي بډاینې په خاطر تر سره کوي، نوموړي وویل چې د لغمان ولایت ټولې اساسي غوښتنې او لومړیتوبونه يې ترلاسه کړي او اساسي لومړیتوبونو ته به د پلان سره سمه رسیدګي وکړي.

جهاني دا هم وویل چې د سراج کلا رغونه یې کاري لومړیتوب دی او په راتلونکي کال کې به ددغه کلا د رغوني لومړني کارونه پیل کړي.

همدشان نوموړي لغمان والي سره د نورو ستونزو په هواري کې هم د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه د وزارت د اړونده برخو مسوولینو ته یې هدایت وکړ چې لغمان ته ځانګړې توجه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *