په لغمان ولایت کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د تګلارې او لارښوونې پر بنسټ د جنډر او ښځو چارو کمیټه د USAID/ISLA په مالي او تخنیکي ملاتړ سره جوړه شوه.
په همدې موخه د ولایت مقام د مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار تر مشرۍ لاندې غونډه وشوه چې د ښځو چارو رئیسې اغلې نسیمه شفیق سادات، د ادارو رئیسانو او د مدني ټولنو غړو په کې حضور درلود د ولایت مرستیال برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې کمیټې د ایجاد اساسي موخې د ولایت په کچه د ټولو ادارو او ارګانونو ترمنځ د همغږۍ ایجاد، د اړونده تګلارو،قوانینو او حکمونو پلي کول،د ولایت په کچه د ښځو په وړاندې د عمده ننګونو تشخیص،د امنیت،ثبات او انکشاف په برخو کې د ښځو د عملي نقش رامنځته کول، دولایتي بودجې جوړونې او موجوده تګلارو په چوکاټ کې د ښځو د برنامو له تطبیق او پروګرامونو څخه نظارت کول یاد کړل.
الحاج شهزاده مظلومیار وویل چې دغه کمیټه د جلالتماب ولسمشر د حکم پر بنسټ جوړیږي چې د جوړ شوي طرز العمل مطابق د کمیټې ټول غړي مکلف دي چې ورسپارل شوې دندې په منظمه او اساسي توګه سرته ورسوي.
د ولایت مرستیال زیاته کړه چې په ادارو کې دې د ښځو د ونډې زیاتوالي او په کلیدي پوستونو کې دې ښځو ته د کاري زمینې په برابرولو کې اساسي توجه وشي، او دغه کمیټه دې د ولایت په کچه د ښځو او نارینوو د مساوي حقوقو د رعایت او تحقق لپاره کار وکړي.
د ولایت مقام مرستیال د اسلا له ولایتي دفتر څخه مننه وکړه چې د کمیټې په ایجاد کې یې مالي او تخنیکي مرسته او همکاري وکړه. د ښځو چارو رئیسې اغلې نیسمه شفیق سادات د روان لمریز کال کې ټولې لاسته راوړنې د غونډې له برخوالو سره شریکې کړې او هغه ننګونې یې هم په ګوته کړي چې په بیلابیلو سکتورونو کې د ښځو په وړاندې موجودې دي. نوموړې هم د اسلا ولایتي دفتر څخه مننه وکړه چې د دغه مهمې او کلیدي کمیټې په ایجاد کې یې همکاري او مرسته وکړه، وروسته یې د کمیټې طرزالعمل د غونډې ټولو برخوالو ته تشریح کړ.
د غونډې په جریان کې د برخوالو لخوا د کمیټې په طرزالعمل هر اړخیز بحث وشو، د کمیټې غړو ته د طرز العمل مطابق مسوولیتونه وسپارل شول چې له دې وروسته به هره میاشت د کمیټې غونډه جوړیږي او په اړونده موضوعاتو او مسایلو به بحث کوي.