نن د جمعې په مبارکه ورځ د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي او نانکزائي په سیمو کې د لغمان والي او ورسره مشرانو لخوا د دوه جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

لغمان والي د جمعې په مبارکه ورځ او د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدو سره د دغه جوماتونو د جوړیدو د چارو په اړه ولس ته مبارکي ورکړه او دا یې د جوماتونو،دیني مرکزونو او مدرسو جوړولو ته د دولت د اساسي توجه څرګندې بېلګې یادې کړې.

لغمان والي وویل چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي جومات د ۴ میلیونه ۹۶۶ زره افغانیو په ارزښت او د نانکزایي جومات د ۳ میلیونه او ۴۹۹ زره افغانیو په ارزښت سره د ارشاد حج او اوقافو وزارت انکشافي بودجې څخه جوړیږي. چې دواړه جوماتونه په یو وخت کې د شاوخوا ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایدو ظرفیت لري.

لغمان والی زیاته کړه چې په دغه ولایت کې به د بیارغونې د نورو پروژو ترڅنګ د جوماتونو،مدرسو او دیني مرکزونو جوړولو ته نوره هم اساسي توجه وکړي، او د حکومت په ټولو چارو کې به د تل په شان له علماوو سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.

د ارشاد حج اوقافو ریاست رئیس د علماوو په استازیتوب له ولایت مقام مننه وکړه چې له یاد ریاست سره ځانګړي همکاري کوي د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جوماتونو جوړولو ته خاصه توجه لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ښار او ولسوالیو کې د څو جوماتونو د جوړیدو چارې پیل شوې دي.

۵ /۳ /۱۳۹۵

دلغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *